راباندي چوح کړه یوځل بیادعشق منترجانانه
توري تیاري ورکي کړه راوله سحرجانانه
الله خبردي ګرانه څه درباندی شوی دی چي
خنداکي نه لري اوس هغه زوړاثرجانانه
زه دخنداتش تصوَرهم ګرانه نه شم کوئ
لامي دخپل وطن ناسوردي هرپرهـــــــــــــــرجانانه
دلته به غل ته غل په سترګه باندي نه ورګوري
سپین به سپین نه ګڼي درپیښ به شی خطرجانانه
خپله پښتووپالئ راشئ خپل هیوادآبادکړئ
دغه یوه چیغه کوم پاس په چونغرجانانه
چی راسره ترڅودمیني اقرارونکړي ته
زه به ترهغي پوري پرينګدم ستادرجانانه
زه جوارګرګوره دسوداوزیان اِحساس نه کوم
یوه کومه یم پښتون وکړه باورجانانه
خبره سپینه کوه ګراني چي څه چل شوئ دي
هیڅکله نه وستانظرداسي اَوترجانانه
خیردي مخلص به انتظارکوم ترمرګه پوري
خوخدای دي ماته نیک عملئ کړه راسترجانانه