پرون می یوځوان ولیدوپه بدحال وجامي ئې شلیدلي وي سريي ببروخاوري پکي دوړیدلي وي ځانته یوازي ناست واوپرزمکه یی لیکل هئ افسوس هئ افسوس تري تیریدم په زړه کي می څه تیرشول خپه نیولي شوم ورته راتاوشوم اوپه بوټوخپوورته کیناستم سترګی یی سري وي شونډي ئې سلګونیولي وي رپیدي تپوس می ترینه وکړو وروره ته څوک یی دلته ولی ناست یي په دی بدحال کی اوتاسره څه شوی دی چی پرزمکه لیکي هئ افسوس هئ افسوس هغه په سلګونیولوشونډو بندبندراته اووي چی څه به درته اووایم دحال تپوس می مه کوه خودومره درته وایم چی مئېن خونه یی ؟په حیرانتیامی ورته اوویل نه ولي؟ښئ خپه یی وغزوَله اوراته ویی ویل ولي څه وی خوبس مینه ونکړي نورمی مه غږوه ورته ومي ویل چی داسي خونه نشی کیدای ټول حال به راته وايي اوبیابه ځم.ددی خبري په اوریدوسره مسکۍ غوندي شواوښی طرف وښکئ یي لاړواوراته ويي ویل چی زمادژونده خبریدل غواړي دایودردناک داستان دي ماهم بی واره ورته اوویل چی بس غم یي مه کوه خو له حاله می خبرکړه یوسوړاسویلي یي وکړواوویی ویل چی نوبیاغوږشه بس ماهم سمي پلاتي ورته اووهلي یولاس می زني ته ورکړونوخبره یی راته شروع کړه وئیل يي چی زه کله زلمیتوب ته نیږدي شوي وم یوي جینئ لیدلي وم زه به مکتب ته تلم اوراتلم هغِي به راته کاغذونه رالیږل نښي به یي راته رالیږلې دسمالونه به یی په ګوتوجوړوو زمانوم به یی پکي لیکلي و هغه به یي راته رالیږل خوماپري ځان نه پوه کووڅوځله می دانکارپیغامونه هم ورلیږلی ووخوهغي نه منله وخت تیریدوهمداسي زماعمـــــــــــــــــــــــــــرزیات شونویوماذیګرمي ولیده چی سورګل په لاس ولاړه وه ماچی فکروکړونوځان مي ګرم کړواوخپل زړ ه مي هم پري وبایللونوبیاداسی وخت راغلوچي یوساعت بی دهغینه راباندی نه تیریدودهمدی میني په سرباندي زمانه موراوپلارخفه شول اوټول خواږه دوستان مي دښمانان شول زه خودهغي په مینه کي نوئ لیونئ شوئ
وم دانجام غم راسره نه وترڅه وخته یي راسره ښه مینه وپاله له کله چی هغي ته ددی هرڅه پته ولګیده چی دهرڅه نه مي اوویستونویوکاغذیی راولیږلوچی دشروع نه یی په پکي لیکلی وو
دخدی په آمان
زه هغه پیغله نه یم چی چاپسي شیرینئ شیربانواویالیلا شم خوڅوک تردی رسوم چی مجنون یوسف خان اویامومن خان شی ته بس همدومره ښه وي چي پوزیشن به دي کولوتعلیم به دي کولواوخوشخال به ګرځېدې دوستان دي ډیروواوپه مورپلارباندي ډیرګران وي دهرڅه نه مي اوباسلي.
لنډئ _هغه هم اوس لاسونه مروړی....څوک چي زماتش په خنداتیروتی دینه
ددی لنډئ په وئیلوسره یي غوټي غوټي سلګي وکړي اوپه سلګوسلګوکي یي پسي زیاته کړه چی اوس مي داحال دي دسیالي دوستي اوخوشالي دهرڅه نه اوواتم دغمونودردونوپیغورونوسره مل یم کورنه یي شړلئ یم دوستانوپرېښئ یم اوس سرګردان ګرځم په دی بدحال پاتي یم په انجام کي راته خراب اوخاوري ایري ژوندرسیدلئ دي دازه چی لیکم هئ افسوس هئ افسوس داپه دی معنی چی که مایي دزړه دساتني کوشش نه وای کړای زه به نن ولي په بدحال کیدم؟
زه هرچاته داپیغام کوم چی نن صبا میني میني نشته هغه څوک چی مئین نه وی هغه دي داسي ځان تري وساتی لکه څوک چی سوئ لاس ساتی اوچی څوک پکي اخته وی هغه دي تري دځان اوزګارولوداسي کوشش وکړی لکه دبل اوره چی ځان لري ساتی کنی نوزماپه حال به وی.