اوس خوغم په زړګی ډيرلرم غمجن يم
دپخواپه شانتي خوارنه يم شته من يم
له هغي ورځې مي ژوندنه لاس ختلئ
زه په کومه ورځ چې تا باندې مئېن يم
حق ده تورچي دي دميني راپسي دي
ځکه ياره ته مي روح يي زه دي تن يم
هريوخيال مي دخوښئ وی غم راپيښ شی
زه په دغه دنصيب نه ګيلامن يم
نورمي څه پوښتې چي ژوندڅنګه تيريږی
دستامينه کي په شان دخپل وطن يم
هردليل دکاڼی کرښه خوبی ځايه
ښه پوهېږم چي په څه خوږمن خوږمن يم
ته به مانه لري لري ګرځېدلي
ځه داهم ښه ده چي داغ دي په لمن يم
چرته تا هم دمخلص په سرننګ کړئ؟
لکه زه چي نن دخپل پرادی دښمن يم
29.08.2009
- جابراحمدمخلص
اول خودغه شانتي نه ومه بدل دي کړمهاوس مي په زلفوباندي وتړه پاګل دي کړمهاشاري ماته کړي ګرځيږې رقيبانوسرههيڅ نه پوهيږم چي پرادئ دي کړم که خپل دي کړمهکله دڅه کله دڅه په نوم سزاراکويواړه دي کنډرکنډرآشناکابل دي کړمهبی پته نه يم غريبئ هرڅه نه اوويستمهعشقه هغه نونس يي خدای خبرچي شل دکړمهيوتارسيږم نه اوبل...
01.09.2009
- جابراحمدمخلص
پرون می یوځوان ولیدوپه بدحال وجامي ئې شلیدلي وي سريي ببروخاوري پکي دوړیدلي وي ځانته یوازي ناست واوپرزمکه یی لیکل هئ افسوس هئ افسوس تري تیریدم په زړه کي می څه تیرشول خپه نیولي شوم ورته راتاوشوم اوپه بوټوخپوورته کیناستم سترګی یی سري وي شونډي ئې سلګونیولي وي رپیدي تپوس می ترینه وکړو وروره ته څوک یی دلته ولی ناست یي په دی بدحال کی اوتاسره څه شوی دی چی پرزمکه لیکي هئ افسوس هئ افسوس هغه په سلګونیولوشو...