سنکدردهمدی کلی دیوغریب سړی زوی واویاسمین هم ددی کلی دیومالداراولالچی سړی لوروه دواړوپخپلوکي دیوبل سره ډیره مینه کوله په پټه پټه به سره ملاویدل اودیدنونه به یی سره کول ددی باوجودچی سکندرورته ډیرمنتونه کړی وو چی زه دیوغریب سړی زوی یم اوته دیومالدارسړی .نوزمااوستامینه سمون نه خوری  زمااوستاپاتی ژوندبه هیڅکله سره یونشی  سکندرپه  دي پوهیدوچی دیاسمین پلاریوډیرلالچی سړئ  دي هغه خپله لوریوغریب سړی ته نه ورکوی خویاسمین به باربارداتسکین ورکولوچی زه به خپل محل ستاپه جونګړه قربان کړم خوچی ستاوفاراسره وی اوته بی وفانشي  دژوندشپي ورځي په دارنګ تیریدلي  پس دډیري میني اوپس دډیري مودي نه يي دغه فیصله وکړه او سکندریي دیتامجبورکړوچی   خپل موراوپلارددوی کورته درشتي دپاره ورولیږی  سکندرزړه نه زړه وخوله یی نه جوړیده چی خپل موراوپلارته دغه خبره وکړی خودډیرسوچ نه ورسته یی چی کله دغه خبره دخپل موراوپلارسره شریکه کړه نوهغوی ورته اوویل چی ده ته په جذباتوکي خبري کوي اوکه نشه دي کړیده ته ځانته کتلی دی چی چی ته ځي اودیاسمین رشته غواړي داخبره به هیڅکله هغوی اونه منی خوسکندرورته اوویل چی یاسمین ماسره وعده کړیده چی زه به خپل محل ستاپه جونګړه قربان کړم خوچی ستاوفاسره وی. پلارورته اوویل چی سمه ده داخوتاته یاسمین ویلی دی داخبره خوتاته یاسمین کړیده نه دهغي پلار.دهغي پلاربه داخبره هیڅکله اونه منی ځکه چی هغه یو ډیرلالچی انسان دي خوسکندرورته اوویل  باباتاسویوځل هلته لاړشئ زه به دروپیوغم وکړم روپي به زه راپیداکړم اویاسمین ماته داهم ویلی دی چی زه مابه پلارته ستاسودراتلوکیسه کړي وی  ددی خبري داوریدونه پس یی موراوپلاردیتارضاشول چی هلته لاړشی اودیاسمین رشته سکندرته اوغواړی چی کله هغوی هلته ورغلل نوددوی نه مخکي یاسمین خپل پلارته ددوی دراتلوکیسه کړیوه که څه هم پلار یي داخبره نه وه خوښه خویاسمین دده همده یوه لوروه اوډیره ورباندي ګرانه وه هغه یي نه شوه خفه کولئ نودسکندرموراوپلارچی دیاسمین رشته ترینه وغوښته نوهغه یوشرط ورته کیښودوچی زما دلورپه بدل کي به اته8لاکه نوی افغانئ ولورراوړي زمالوربه ستا دزوی په نامه وی.اوکه په دووکالوکي مویادشوی ولوررانه وړل نوزوی ته دی بیااووایه چی زمادلورخوبونه مه وینه اوکورته ترینه راستانه شول سکندرددی شرط له وجي ډیرسوچونه کول چی یاسمین ددی خبري نه خبره شوه چی پلاریي ولوراته لاکه نوی افغانئ خودلی دی نودغه قسم یي دځان سره وکړوچی سیوه دسکندرنه که څوک اته لاکه نه اته کروړه افغانئ درته راوړی  خوزه به دهغه دژوندملګری نه شمه .صباته دورځي دولس بجي وي سکندردیاسمین دراتلوانتظارکولوچی څوشیبي ورسته هغه ورته راغله دستړی مشی نه ورسته په خبروخبروکي سکندرخبره ورته وکړه  چی یاسمین نورمی دزړه نه اوباسه ولي دپلارخبري دي ښي ګوري اوزماغریبئ ته هم ښه ګوري چی په لاس کي هیڅ نه لرم یاسمین ورته اووئیل چی ګوره سکندره دمایوسئ خبري مه کوه دازماتاسره لوظ دي چی بغیرله تابه مي هیڅوک هم په مړوندسرنه کیږدی خوته دنن نه پس له لاړشه اوپیسي وګټه چی ترڅوژوندئ یم زه به ستایم استالاروته به ګورم له څه خبروورسته یي رخصتی ترینه واخیسته په ژړاژړا کي يي رخصت کړوسکندردخپل مواوپلارنه په همدی مشوره په ژړا رخصت واخیست اودملی اردوپه لوراووتوله څه میاشتوورسته راغئ اوزیرئ یي پري وکړوچی دیوقوماندان په حیثیت مقررشوئ دئ اودیوڅوورځي رخصتي نه پس بیاخپلي وظیفي ته لاړوموراوپلاریي ډیرخوشال وودیاسمین په زړه کي به دغه خبره ګډېده چی ډېرې  پيسي به وګټی اورابه شی زماډولئ به یوسی څومره خوندبه وکړی خوپه کوم ځای کی به چی چاودنه شوه دسکندرموراوپلاربه ډیرخفه شول خوکوم ټی وی یاډیش یی نه درلودصرف یوه رادیویي لرله هغه به يي غږوله خودیاسمین په کمره کي یوغټ ټی وی و یاسمین به هروخت پکي خبرون لیدل چی دورځونه یوورځ یوه دیاسمین پلاراویاسمین  ټی وی کي خبرونه لیدل چی په کندهارکي یوسترعملیات ترسره شوی و په هغوعملیاتوکي یي دشهیدانوسربازانوعکسونه خودل چی یونڅاپه پکي دسکندرقوماندان عکس رواوښتوچی ټول زخمی زخمی ودتصویرنه لاندي یي نوم دپلارنوم اوولایت لیکلئ ودتصویرپه لیدوسره یاسمین یوه چیغه وکړه اوپخپل ځای خاموشه پاتی شوه چی پلاریي  هسپتال ته یوړه اوداکترانوچی په ایمرجنسی واټ کي وکتله دهغي چیغي سره یي زړه چاودشوئ و.