ډم اوشاعر
نن ماذېګرچرته يوازي شومه
ځانته تنهاکيناستم
لاس می کړو زني لاندي
سوړاوسويلۍ می وکړو
زخمی ځويرګۍ می وکړو
او
بيامی دااووئېل
چی به آخرزه څه کړم
جنان می هم دبل شو
ياران می هم ټول لاړل
بيامی لاسی غبرګه کړه
چی شاعری به کوم
زه به شعرونه ليکم
زماپه رازبه خلک
نن نه بعدنه خبرېږی
بيامی دخپل شاعرزړه
سره همدغه قيصه
کړله شريکه ماوې
زماشاعرزړګيه
چی دستاڅه خوښه ده
چی ده نشوپه ځاي زه
شعروشاعری شروع کړم
خپل غم په دي غلط کړم
هغه ويل ډيرپام کوه
چی
هغه قلم وانه خلي
چی هغه توری ليکی
چی دشعرژبه لری
او
تاشاعرجوړوی
ګوره زه هم شاعريم
خواوس ښپيمان يمه پري
داخلک شعروشاعری
داوبوځګ ارزوی
ددغوخلکومخکښې
شعروشاعری
هېڅ اهميت نه لری
دهرشاعرلمنه
داتکه توره دلته
ګوره بي څوکه به شي
ګوره بي ځايه به شي
دلته دډم اوشاعر
ترمنځ توپيرخوشته دي
خوڅوک يي نه پيژنی
اودلته ډم اوشاعر
دواړه يوشان پيژنی
دواړه يوشان ارزوی.