درنولوستونکوسلامونه اومينه
مونږاوتاسي ګورو چی زمونږپه ګران هيوادکي څه اوپه ګرانوهيوادوالوموڅه تيريږی نو په لومړی ځل درته په پرهرويبلاګ کی  دايوه ريښتونی قيصه ډالي کوم تاسويي ولولۍ اوخپل نظرورکړۍ.نورمووخت نه نيسم داقيصه                         اوداتاسي .                                                                                                په مينه
                                     دوه ګلونه                                   
دسپرلی ورځې شپي وي دمکتبونورخصتي ختمي وي زمادواړه بچيان به مکتب ته هرسحرتلل زمااودخاوندمي داآرمان و چی پخپلوبچيانوښه تعليم وکړواوغــــټ غــــــټ سړی ترينه جوړشی دپنج شنبی ورځ وه سحرچی پاڅيدم دلمونځ نه پس مي په  زامنو غږوکړوسري سترګي دواړه پاڅيدل داسی ښکاريده لکه سحروختی دوي  دګلوغوټئ وی چی يودآتوکالواوبل ديوولسوکالوعمردرلودچی په ځانوباندی موقسم قسم تکليفونه تنګسي تيرولي اودوی باندی موتعليم کاوه.دواړه له کټ نه راپاڅيدل دماشومانوپلارجومات ته دلمانځه لپاره تللي و
اول يوحمام ته لاړوحمام يي وکړواوبيابل حمام ته لاړوحمام يي وکړودجامواغوستونه پس می ورته وېښته غوړکړل بس چای می تيارکړو چائېوته کيناستوخپل خاوندته می اووئېل چی يه سړېه خوب می ليدلئ دي خونه پوهيږم چی ويي ښېم اوکنه؟زماخوزړه درزيږی خاوندمی مسکۍ شوسريي وخوزولواوويي ويل چی وايه وايه څنګه خوب دي لېدلئ دي ښه دې لېدو.ورته ومي ويل چي خوب مي داسي وچي په لاس کي می دوه سره ګلان نيولي وي نڅاپه يوه تيزه هوابړبوکۍ راشی اوله لاسه می دغه دوه ګلان وغورځوی په هغه ځای  کي خړي خوپڼي جوړي شی بړبوکئ ختم شی اوهغه ګلان می وکتل پراته وی خوپاڼې پاڼې پراته وی چی هرڅومره يي راټولوم خونه جوړېږی آخرراويښه شوم.خاوندمی په واړه بچی لاس واچوه اوځانته يي رانيګدې کړوهغه ورته مسکۍ شو اوسترګې يي ورجږي کړې خاوندمی اووئېل چی داټول دلمانځه براکت دي  چي لمونځ نه کوي لمونځ کوه نوبيابه داسي خوبونه نه ويني ښه زه درنه ځم ماته به هغه ضميرخان انتظارکوی چی هغه دچاسره ددوکان سوداکوی اوزه يي غوښتئ يم ددی خبري په کولوسره پاڅيدوزامنوته يي اووئېل چي بچوتاسومکتب ته لاړشئ هغودواړوزامنوپه يوغږورته اووئېل چي ښه پلارجانه چای چيکوبس ځوهغه لاړوزامنومي يوه يوه پياله چای  نوری وچيکلي اودواړه پاڅيدل دمکتب بستي يي رواخيستي اوروان شول زه هم پاڅيدم چائېنک پيالي مي جګي کړي اودزامنودخاونداوخپلي جامي مي  راټولي کړي دجامودمينځلودپاره مي دکوهی نه اوبه ورته را جږي کړي اودجاموپه مينځلو مي شروع وکړه خوپه طبعيت کي ګډه وډه وم دهغه خوب نه مي کرکه کيده اوسوچ می کولوچی  خدای مکړه که دغه خوب ريښتيا شی هسينه چی دادواړزامن می دهغودووګلانوپه شان پاڼي پاڼي شی اوبيابه می په زړه کي اووئېل چی نه مړي داته څه په ګډووډوسره يي خوبيامی دجاموپه مينځلوپيل وکړو خوجامی می ومينځلي ډيره ستړې شومه بيامی ترکاری اومړئ پاښه کړه چی غرمه شوه په دی شيبوکي می دواړه بچيان مکتب نه راغلل.اوراته ويي ويل چی موری نن خوداسی وږی يولږه زرروټئ راته تياره کړه کنی کارخراب دي ورته ومی ويل چی ګلونوتاسي کينئ زه اوس اوس روټئ درته تياروم اودرته راوړم يي داخبره می ورته وکړه  اواشپازخانيته ترينه روانه شوم  دوی په برانډه کي کيناستل نڅاپه می په زړه کي داخبره راغله چی دګلونونه دی ښه ونکړل چی ورته ودي وئېل هسينه چی هغه دتيري شپي ګلونه شی بيامی دځانسره اووئېل چی نه مړي خدای به خير کړی  داته څه ليونئ ېې خودبيګنی خوب نه می ساعت ساعت زړه کي ويره زياتيده چی په کمره کی می دديګ نه ترکاری اچوله چی يونڅاپه دم اودرزشوده درزسره می په زړه کي  پړق شوټول کورولړزېدودتيرونونه يي خاوري راتلي کړي اوددواړوزامنومی  يوعکس په شيشېی فريم کي بندکړئېوه دديوال څخه هغه هم راوغورځېدواوزري زري شوله خولينه می يوه سوی کوکه اووتله او می وئيل چی خدايه خيرکړې لکه چي بيګنئ خوب مي ريښتياشوچی رامنډه می کړه چی ومی کتل  کور په ګړدونوکي پټ و  چي ګړدونه ختم شول اوومي ليدل ددواړوزامنومی اندامونه په دالن کی تقسيم شوی ووپه يويوځای کی پراته ووديوبل اندامونه نه پيژندل کيدل کله به می يوټوټې ته ورمنډه اوکله به می بلي ته ورمنډه کړه اوغږمی ورته  کولوچی يه بچيانوڅنګه دماړئ په آرمان کي لاړئ اوزمونږاميدونه مودخاوروسره خاوري کړل دکلی خلک خبرشول  راغلل يوه يوه ټوکړه يي راټوله کړه اوزماخوب ريښتېاشواوهغه دواړه ګلونه رانه دمرګ بړبوکئ پاڼې پاڼې کړل.