غزل

بـيـــا دې ســــتـرګـــو د ســـتـم جــامــې اغــوســتـي
ځـــكــه ســـتـرګـــو مــې د نـــم جـــامــې اغــوســتـي

انــنـــګـــو بــانــدې خــولـــې دې هـــســې ښـــكاري
لـــكـــه ګلـــو د شــبـــــنـــم جــــامـــې اغـــــوســــتـــي

وخــــتــــه ســــتــا د ســـتـــمـــونـــو هـــر ګـــوزار تـــه
لــكـــه زغـــرې مـــې د زغـــم جـامــې اغـــوســـتـــي

ارمـــــانـــونــــــــه مــــــې قــــــدم پــــه قـــــدم وژنـــــي
دې حـــالاتــــــو ســــــم د بــــم جـــامــې اغــوســـتــي

هــــره ســــا د تــــــيـــــرې تـــــورې لانـــــدې اخـــلــــو
هــر احـســاس مـــو دمــاتـــم جـامــې اغـــوســـتـــي

پكـې هـر سـپـرلـي كوكــنـــار ګل شـــي مــومـنــده
دلــتــه ځــمـكـــــې هــم د غــم جـــامــې اغــوســتــي

 اختر محمد مومند