غزل

ستړی ستړی کېږې غنمرنګه غنمرنګه
راشه چې دمه دې کړم تر څنګه غنمرنګه

جانه اندېښنې مه کوه بس دی راپخلا شه
نوره به توبه وکړو له جنګه غنمرنګه

مور دې لېونۍ شه توره توره راته وايي
زه يمه په اصل کې له رنګه غنمرنګه

لاره مې پرېږده د چترالۍ خولۍ هلکه
مور درنه ماڼو ، لاچي لونګه غنمرنګه

زړه خو دي درټول کړو خو زمونږ په دروازه کي
سترګې درنه پريوتې ملنګه غنمرنګه

څه بلا کارونه دې کوچني عمر کې زده دي
مړ مه شې ريباره ! شوخه شنګه غنمرنګه

ماته دې غندل شه د ځوانۍ، ازار وهليه
پريوزې د حسن له ګړنګه غنمرنګه

ستوري مې  غمي کړل د خيالي غزل ګونګرو ته 
مسته شوه فضا د شعر له شرنګه غنمرګه

نبيله غزل ، پيښور