نظم
ګرانې رښتيا وایم خوښېږې مې ته
زما دژوند دکتاب پاڼه ته یی
چې شپه او ورځ یی په خوبونو وينم
ها له کتاره وتې زاڼه ته يي
ګرانې له مينې دې منکر نه یمه
راشه دخدای په نوم قسم راکړه
خو خپل عادت له یاده ونه باسې
خوشالي مه راکوه غم راکړه
زه مې په خیال تڼاکې نه ودروم
زه يو سپېڅلی غوندې زړه لرمه
اوښکې به لپې لپې درکړم اشنا
خوملغلرې ګوره نه لرمه
زه دمارانو بچې هم نه وژنم
وایم چې مارشي ترې ښامار جوړ شي
انسان جانان راسره ظلم کوي
کېدای شي دغه مار مې یار جوړ شي
ستا په دې دومره اوږده مينه کې زه
ستا دلاس نښه یو دسمال لرمه
ملنګ شاعر یم زړه مې مه ماتوه
خدای به دې ووهې وبال لرمه
ته دبنګلو او رڼاګانو ميره
زه یو غريب شاعر دغرونو شاعر
که ستا په کلک زړه کې مې لاره وکړه
نو بيا مې وګڼه دزړونو شاعر
سحر کې تا پسې یاسين ختموم
مازیګر سورتې رحمان وایم
سپېڅلی نوم دې په ذکرونو لمانځم
زه ټوله شپه جانان جانان وایم
اوس چې شعر لیکم زړه مې ودرزېږي
په هر يو بيت کې راته ته ښکارې
درته نارې کړمه درغاړې وځم
جانانه چرته يي چې نه ښکارې ؟
سمیع الله تړون /اسداباد