دروژي  په اړه لمړني معلومات

لمړى تمهیدي  بحث

دصوم  لغوي اواصطلاحي څیړنه

صوم ، ياصيام  چې عربي لفظونه  دي ،لغوي معنایې  مطلق  ﺇمساك [ يعني له خوراك،څښاك،خبرو، تلو راتلو،اوداسي نوروڅيزونوڅخه  ځان  نيول  او ساتل  ] دي . 

اودشريعت په اصطلاح كي  صوم ديوه ځانګړي عبادة  نوم ده، چې  په نيت سره له سپيدو څخه  ترلمرلويدو پوري  له خوراك څښاك ،اوجماع څخه ځان نيول اوساتل  دي .           

وفي الهندیه ۱\۱۹۴ فاماتفسیره[ای شرعا]فهوعبارة عن ترک الاکل والشرب والجماع من الصبح الی غروب الشمس  بنیة التقرب من الاهل .کذافي الکافي   .   ومثله في  البحرالرائق    452/2  ومجمع الانهر  ۱\۳۴۰ وغیرها  ؛

وفي الدرالمختار383/3 والصوم  لغةً  الامساك مطلقا ، وشرعاﺇمساك  عن المفطرات الاتية [ اى الاكل والشرب  والجماع ] حقيقة  أوحكما الخ 

درمضان المبارک دروژي فرضيت اوحکم :

روژه  داسلام ددين  له اركانو څخه دريم ركن ده  ، درمضان المبارك دمياشتي روژه نيول په  هرمسلمان  عاقل اوبالغ  باندي  فرض عین  ده .

چي فرضیت یې

په قرآن کریم ،

 احادیثو ،

اواجماع  باندي ثابت دی  ؛

دروژي فرضیت دقرآن کریم څخه : 

روژه دقرآن کریم له دغه آیتونوڅخه فرض شوي  ده   قال الله عزوجل

 1 -  يا أيُّها الذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عليكمْ الصّيامُ كَما كُتِبَ علَى الذين مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلّكم تتقونْ . البقرة 183  

 ژباړه :  اى مؤمنانو فرض  كړى شوي په تاسي باندي روژه لكه چې فرض  كړي شوي ده په هغه كسانو چې وړاندي له تاسي څخه ؤ  ؛

وقال الله تعالی :

۲- : شَهْرُ رَمضانَ الذي أنْزِلَ فيهِ القرآنُ هُدًى للناّس وبيِّنَاتٍ مِنَ الهُدى والفُرقانْ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكم الشهْرَ فلْيَصُمْه () البقره۱۸۴ 

ژباړه : درمضان میاشت  هغه ده چي  قرآن کریم ورپکښې نازل  شوی چې دبشریت لپاره هدایت ده او نورښکاره دلائل دهدایت ورپکې نغښتي دي  نوکه له تاسوڅخه یوه تن  درمضان  المبارک میاشت  ولیده نو روژه کوي دي  .

دروژي فرضیت  له حدیثونوڅخه :

همداراز روژه مبارکه له دغه  لاندي حدیثونوڅخه ثابته  ده

۱-  وعن طلحة بن عبيد الله أنَّ أعرابيّاً جاء إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم ثائر الرأس فقال: يا رسول الله أخبرني ماذا فرض الله عليَّ مِن الصلاة ؟ فقال : الصلوات الخمس إلا أن تطوع شيئاً ، فقال : أخبرني ما فرض الله عليَّ مِن الصيام ؟ فقال : شهر رمضان إلا أن تطوع شيئاً فقال : أخبرني بما فرض الله علي من الزكاة ؟ فقال : فأخبره رسول الله صلى الله عليه وسلم شرائع الإسلام ، قال والذي أكرمك لا أتطوع شيئاً ولا أنقص مما فرض الله عليَّ شيئا فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : أفلح إن صدق - أو دخل الجنة إن صدق" - رواه البخاري ( 1792 ) ومسلم ( 11(.والشاهد من الحديث : قوله : ماذا فرض الله عليَّ مِن الصيام.

ژباړه :طلحه بن عبیدالله وایې  چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته یوداسي اعرابي سړی  راغی چې سریې ببر اوڅپولي وو ،نوپیغمبرصلی الله علیه وسلم ته یې وویل :ماته خبرراکړه چې لوی خدای عزوجل په موږباندي ځومره اندازه لمنځونه فرض کړي؟  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل : لوی خدای  په موږپنځه لمونځونه فرض کړي دي

خوله دي پینځولمنځونوڅخه علاوه نورنفلي لمونڅونه کولی  شي ،هغه سړي وویل : روژي څومره فرض شوي دي ؟ پیغمبرeورته وویل درمضان المبارک میاشت  روژي فرض دي له هغه پرته  نوري نفلي نیولی شي  هغه سړي بیاوپوښتل  چې زکوةځومره اندازه فرض ده ؟ پیغمبرeورته دزکوةمشروعه طریقه ورته بیان کړه هغه سړي وویل په  هغه ذات قسم چي تاته  یې عزت درکړی زه به په دغه فرائضوکې هیځ ډول قصور اوزیادت ونه کړم  پیغمبرe چې ددي سائل روستی خبره واوریده  نووي ویل  افلح ان  صدق که یې رښتیاوویل نودغه تن نجات ومونداویا داچي جنت یې وګټل  .

۲- فحديث ابن عمر رضي الله تعالى عنهما قال : قال رسول اللّه صلى الله عليه وسلم : » بني الإسلام على خمس : شهادة أن لا إله إلاّ  اللّه ، وأنّ محمّداً رسول اللّه ، وإقام الصّلاة ، وإيتاء الزّكاة ، والحجّ ، وصوم رمضان  . متفق علیه .

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې اسلام په پنځوشیانوبناء دی

۱- شهادت دلااله الاالله اومحمدرسول الله

۲- دلمانځه کول

۳-دزکوة ورکول

۴- دحج کول چی قدرت یې ومومې

۵- درمضان المبارک دمیاشتې روژه نیول

درمضان المبارک دروژي دفرضیت تاریخ اومهال:

درمضان المبارک روژه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  دهجرت  څخه  اتلس مياشتي  وروسته  دشعبان المعظم  په لسمه  ددي اٰية په نزول سره فرض شوه . 

[ ياايها الذين اٰمنوا كتب عليكم الصيام  كماكتب  على الذين من قبلكم لعلكم  تتقون ] البقرة 183

 وفي البداية  والنهاية 254 \3 فرض بعد صرف  القبلة الى الكعبة  لعشر في شعبان  بعد الهجرة  بسنة ونصف  فاوحى فرضيته  بهذه الاية   الخ  ومثله  في فتح المعين 419\1

همداراز دټول امت  درمضان المبارک دمیاشتي  دروژو په فرضیت متفق دي کمافي فقه رمضان :

وأجمعت الأمة  : على وجوب صيام رمضان . وأنه أحد أركان الإسلام، التي عُلمت من الدين بالضرورة، وأنّ منكره كافر مرتد عن الإسلام.

دهغه تن   حکم چې روژه نه نیسې  :

ښکاره خبره ده چي دفرضوپریښودونکی سخت ګناهګاراوفاسق ده دغه یې یوسترجرم ده . :

امام ذهبي وایې چې پرته دعذرڅخه دروژي تارک اوپریشودونکی ترزاني اوشراب خوربد ده ، دداسی تن اسلام په شک کې دی ،اولادزندیق اوملحدګمان پري کیدلی شې

شیخ الاسلام ویلي چې که کوم تن  درمضان المبارک په میاشت کې په قصدسره دعذرپرته روژه  ونه نیوه اودغه تن ته دروژي دنه نیولودحرمت علم هم ؤ نوددي تن قتل واجب دی  اوکه فاسق ؤیعني دسستې یابل غیرشرعي عذرله امله یې روژه خوړه نوبایدسخته سزاورکړله شې .

اوپه فتاوی کاملیه کې  نقل  شوي څوک چې درمضان المبارک په میاشته کې بي عذرڅخه  په ښکاره روژه خوري نوودي وژل شې قتل یې جائزده ځکه داپه دین باندي استهزاءکوي چې سزایې قتل ده .

 قال الحافظ الذهبي رحمه الله تعالى ‏:‏ وعند المؤمنين مقرر أن من ترك صوم رمضان من غير عذر أنه شرّ من الزاني ومدمن الخمر ، بل يشكّون في إسلامه ، ويظنّون به الزندقة والانحلال ‏.‏

وقال شيخ الإسلام رحمه الله ‏:‏ إذا أفطر في رمضان مستحلا لذلك وهو عالم بتحريمه استحلالا له وجب قتله ، وإن كان فاسقا عوقب عن فطره في رمضان   ‏[‏مراتب الإجماع ـ ابن حزم ص\ 70‏   ]

في الکاملیه ص\۱۵     قال سیدي حسن في شرحه صورتها[في صوم رمضان ] تعمدمن لاعذرلها الاکل جهارا یقتل لانه  مستهزئ بالدیناومنګر لماثبت منه بالضرورة ولاخلاف فی قتله والامربه ،

روژه  په وړاندينو قومونو اوملتونوكي  :

روژه په وړاندينیو  قومونو او ملتونو كي هم   يو عبادة ګڼل  كيده ، آن له آدم عليه السلام څخه یې مشروعيت  درلودلى  تردي چې داسلام  نه  وړاندينيوقومونو لكه رومانيان ، يونانيان، وثنيان، هنود،اوداسي نورو  هم روژه   نيوله  .هوخودهغوئ روژي زموږ دروژي په شان نه وه ؛

 في  التفسير المنير 128\2 فمن المعروف ان الصوم مشروع في جميع الملل  حتى الوثنية  فهومعروف  عند قدماء المصریېن   واليونان  والرومان  والهنود  ، وفي التورات الحالية  مدح الصيام والصائمين  .  وثبت ان موسى  عليه السلام  صام اربعين يوما  . الخ

وفي  الترغيب 265\1 وعن عبدالله بن عمرو بن عاص  قال :سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول : صام  نوح عليه السلام  الدهر كله  الا يوم الفطر والضحى،وصام داؤد عليه السلام  نصف الدهر،وصام ابراهيم  عليه السلام  ثلاثة ايام  من كل شهر .   رواه الطبراني  في الكبير  والبيهقي .

ژباړه : نوح عليه السلام  ټول عمر روژه نيوله  يواځي دكمكي  اولوى اختر  دورځو روژه به  يې  نه وه . ا و داود عليه السلام  نيمايې عمر روژه  نيوله [ يعني يوه ورځ به يې  روژه  وه اويوه  ورځ به يې نه وه ]  اوابراهيم  عليه السلام  به  له هري مياشتي  دري  روژي  نيولي  .

په هرصورت   له وړاندينې  آيت  اوله وروستني  حديث څخه  دا معلومه  شوه چې په وړاندي  امتونو اوقومونو كي هم  روژه  يو ځانكړى  فرضي  عبادة وو . له دي څخه داهم معلومه شوه چې روژه له نوروعبادتونوڅخه یوبیل شان اولوړمقام لري ؛

 وړاندي ددي امت  روژه

 درمضان  المبارك دروژي  له فرضيت  څخه وړاندي  په  دي  امت كومي  روژي  فرض وي  اوكنه ؟  نوپه دي اړه صحيح خبره  داده چې درمضان المبارك  دروژي  دفرضيت څخه  وړاندي  د ايام البيض  [ يعني دهري مياشتي د ديار لسم ،څوارلسم  ، پنځلسم  ] اوعاشوراروژي فرض وي  چې بيا د رمضان  دروژي په فرضيت سره دهغوئ فرضيت منسوخ شوي . 

البته اوس  هم په  ايام البيض  كي  داستحباب  اوپه عاشورى كي دسنتيت  حكم   پاته ده  . شامي  .

في معار ف السنن 323\5 وكان قبله  صيام البيض  وعاشوراء  فرضا  فنسخ  فرضيتها  بصوم  رمضان   الخ   

دروژي  حكمتونه  اوګټې :

دروژي  بي  شميره  ګټې اوحكمتونه شته  چې ځيني يې په دي ډول دي  .

  ۱- دنفس  تزكيه  اواصلاح چې دادانسان دسعادت ،شرافت ، اواعزاز لپاره  له اساساتو څخه دي  ،

 2- دصبر تعليم اوزده كړه ، مسلمان په صبراوزغم سره   لويې برياوي  لاس ته راوړلي شی .

3 - دشهواتو پريښودل اوتركه ول .چې له دي سره انسان لوړوته په اساني   ارتقاکولی شي   .

 4- شتمنوته دنيستمنودحالت احساس وركول چې دادجامعي    داتحادي قوت  يوښه بنيادده

 5 - په يوه عبادة كي د بادشاه اوفقير، دځوان اوزاړه ،دنارينه اوښځي ګډون دي ،چې دمسلمانانوداتحاد اويووالى ښه بيلګه ده

  ۶ -  په انسان كي دعجزاوانكسار زياته ول ،چې دایې دترقي  ښه ضامن ده  .

 7- دصحة سمون ،چې دمسلمان  دوجود يوه  اهمه تقاضا ده چې روژه یې له عمده لاملونوڅخه ده ،

له دي  نه علاوه  يې  ځينې  نورې ډیري روحي اوجسماني ګټي هم شته ، مثلا

۱- دلوى خداى U درضا لاس ته راوړنه ،ځكه دروژي مياشت  دالله تعالی دعبادت ځانګړي  ورځي دي ، روژه یوبي ریاعبادت ده چي دالله تعالی رضاورسره راتلای شې،

۲- دتقوىٰ اختياره ول چې دلوى خداى جل جلاله  قربت  اونزدي والي ته ښه لاره ده ،

۳-طمع  ورک كول، ۴- دحرص  ختمول، ۵- اود نس پرستي رسم  پاى ته رسول ،ددغوټولو بيماريولپاره روژه ښه درمل او علاج ده ،

۶- همدارازدلوږي، تكليف اونورومشقتونوله امله دمسلمان  څخه دګناهونو رژيدل   چې داد هر مسلمان له لويو موخو څخه ده ،

۷-  دلوى خداى U دخاصو بدلواواجرونو لاس ته راوړنه  چې روژه یې ښه موسم  ده ،۸-  دعمر يوه برخه  دخپل مالك اوخالق  عبديت ته ځانګړي  كول اوداسي  نور .......

کمافي التفسير  المنير 131\2 -  ۱۳۰ ثم ان الصوم مطهرة للنفس ،ومرضاة للرب ،ویعدالنفوس لتقوی الله تعالی ، في السروالعلن ، ویربي الارادة ،ویعلم الصبر، وتحمل المشاق ،وضبط النفس عندالمکاره ،وترک الشهوات ،. . . . ثم اعدادالنفس للتقوي یحدث من نواح مختلفة اهمهامایأتي - الی قوله  -   ومن اعظم فوائدالصوم الروحیة ان الصائم یحتسب الاجر والثواب عندالله ویصوم لوجه الله وحده . . . ویستدعي الاحساس المرهف والشفقة ،والرحمة التي تدعوه الی البذل والعطاء فهوعندمایجوع یتذکر من لایجدقوتا من البائسین فیحمله الصیام علی مواساتهم وهذامن اوصاف المؤمنین التي ذکرها الله تعالی رحماء بینهم ،وفیه تحقیق معنی المساوات بین الاغنیاء والفقراء والاشراف والعامة .  الخ والبعض منها في المرقات ۳ 385\   والبعض الآخر  فی مسائل  الصوم بالهندیه  ص26 \  

دروژي  اقسام

 

 روژه  اوه قسمونه لري  : 

  1   فرض 

  2  واجب 

  3   سنة

    4   مستحب

   5   نفل

  6    مكروه  تنزيهي  

۷- اومكروه تحريمي  .

فرض   لكه د رمضان المبارك  روژي  ،يا قضاء راوړل یې ،   يادكفارې  روژي ،

  اوواجب لكه دنذر روژي ،اومسنون لكه دعاشورا روژه چې دنهم دورځي روژه هم ورسره ونیول شې،اومستحب لکه دايام البيض روژي [یعني  دهري مياشتي د13 ،14 ،15 دري روژي ] اونفل لكه   له دي نه ماسوا چې منعه ياكراهة یې نه وي نقل شوى،اومكروه تنزيهي  لكه  دعاشورا روژه  چې دنهم  روژه ورسره نه وي،يا يواځي دجمعي دورځي روژه نيول ، يا لكه دمهرجان دورځي روژه نيول اوداسي نور.......

 اومكروه تحريمي  لكه  دايام تشريق  يعني  داختر دورځو روژي  . الخ  بحر الرائق 449\2 ،ومثله  في فتح القدير 234\2

 ملاحظه  :  په درالمختاراوردالمحتار 388\3 كي  یې دغه قسمونه په ليږتغيرسره اته ښودلي .چې عبارت یې په دي ډول دي : 

وهواقسام ثمانية : فرض  وهو نوعان معين كصوم رمضان  اداءً، وغير معين  كقضاء  وصوم الكفارات ..وواجب،وهونوعان  الخ ،وفي ردالمحتار تحته قوله وهو اقسام ثمانية :اى فرض  معين ،وغيرمعين ،وواجب ،كذلك [ اى معين وغيرمعين ]  ونفل  ،ومسنون ،  ومستحب ، ومكروه تنزيها،  أوتحريما .

 ژباړه :یعني روژه ټول اته قسمونه لري  اوترتیب یې په دي ډول ده  اول فرض ده اوهغه بیاپه دوه قسمه ده ۱-  فرض  معین وي لکه درمضان المبارک روژه ۲-  فرض غیرمعین وي لکه درمضان المبارک دروژي قضاء راوړل ؛

دوهم  واجب ده : واجب هم په دوه قسمه ده ۱- واجب معین لکه نذر معلوم یعني دجمعي دورځې روژه یادکومي بلي خاصي ورځي روژه چي په ځان یې نذر کړي  ۲ –  واجب غیرمعین ،لکه نذر مطلق چې ووایې په ماباندي یوه روژه نذرده اووقت یې معلوم نه کړي  ،

 داټول څلور قسمونه شوو ، پنځم یې  نفل روژه ده  ،شپږم یې مسنونه روژه ده ،اوم مستحب روژه ده ،اتم مکروه تحریمي اوتنزیهي روژه ده ؛

ددغه څلوراقسامومثالونه وړاندي ذکر شوو ؛ ومثله في الهندیه ۱\۱۹۴

دروژي  شرائط :

 روژه  دري ډوله شرطونه لري  ۱- لمړى يې دوجوب شرطونه ،۲- دوهم يې دأدآء دوجوب شرطونه ،۳- دريم  دأدآء دصحت شرطونه  .

لمړې شرطونه  :  يعني  دوجوب شرطونه یې دري دي   1 - اسلام ۲ - عقل 3 -  بلوغ    ؛ دغه دري واړه داسې شرطونه دي چې که چیري دغه شرطونه په کوم تن کې نه وي نو روژه ورباندي نه فرض کیږي ؛

دوهم :  يعني دوجوب  داداء شرطونه یې  دوه  دي  1 -  صحة    2 -  اقامة  ؛ که دغه شرطونه په کوم تن کې نه وي یعني داسې بیماروي چې دروژي دنیولو طاقت نه لري  نو روژه ماته ول ورته جائز اورواده ، همداراز که یوتن مقیم نه وي بلکه مسافروي نوکه شرعې مسافه باندي یې سفرپیل کړی ؤ نوروژه ماته ول ورته رواده ؛

دريم  : يعني دصحة دأدآء شرطونه :  یې   دوه د ي  1  النیة  ۲-  له  حيض اونفاس  څخه پاكوالى ده .