اسلامی امت ته ورپاتې یوبل ستر مسئوليت دعوت 

یاامربالمعروف او نهی عن المنکر

په هره زمانه کې الله (ج)  دانسانانو داصلاح اولارښوونې لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلي دی  چې ورستی او خاتم النبيين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی . او تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځې .

دهيڅ  پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:

۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللي وي ، او دې  ته ضرورت وي چه بيا خلګو ته وړاندي شي .

۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي  نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .

۳- چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت پوري ځانګړي شوي  اوخاص شوي وي  چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري  . 

نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري  نوځکه  دنبوت سلسله هم ختمه شوي .

نوداوسنۍ نړۍ نویو  تعليماتو ته  هيڅ اړتیا نلري  ځکه چې قرآنکريم  موجود دی ، اوسوونه کاله کيږي چې ديوه حرف تغير هم پکې نشته ، د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .

دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره ، دهغه اقوال  او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  اومحفوظ دي .

هماغه د محمد رسول الله  (ص)  دوخت تعليمات اودهغه کړنلاره اوس هم  په ټوله نړی کې داسې  روان دي  چه  چه ته به وایې  همدا اوس لاهم پيغمبر (ص)  ژوندی دی .

 

نو ثابته شوه چې  د پيغمبرانو د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی  .

د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص)  امت  غوره د امتونو دی  .

لکه لوی خدای (جل جلا له)  چې فرمایې :

 

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).

 

د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :

 

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

 

(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (ج) خپل ته په حکمت سره اوپه موعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).

 

دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول یې اصطلاحې معنی ده  په خپل ځای کې د هرشی ايښودل ،مګر دلته د حکمت [کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي ] غالباً حکمت په وينا کې  ده چه علم او موعظه ده او يا حکمت  د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .

ابن زيد حکمت  داسې تعريف کړی  : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف ته ددعوت سبب شي  ،يا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .

په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .

د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) دواړه دحکمت په مفهوم کې داخل دي ددوئ عطف پر بالحکمة  له بابه د عطف دخاص دی پر عام  .

 (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او    د داعی دعوت قبول کړي .

(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه ، نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .

 

دعوت به د حکمت په طريقه تر سره کيږي یعنی د دعوت شرط حکمت دی د حکمت لپاره دکترصالح بن عبدالله بن حميد په خپل کتاب مفهوم الحکمه فی الدعوه کې دحکمت شرايط يا د دعوت شرايط داسې بيان کړي :

 

ددعوت شرطونه :

 

۱- تقوی : دتقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو انجامول اود ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .

کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  دپوهی او ادراک قوه يې لوړيږی  او الله تعالی (ج) دده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .

قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴).

د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده ، د اسلامې امت داعی به  د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .

د داسې کس په اړه سخت وعيد دي لکه الله تعالی چې فرمایې : أتامرون الناس بالبروتنسون  انفسکم   وانتم تتلون الکتب افلاتعقلون . سورة البقرة

 

حديث :

 

۲- اخلاص :

يعنی  د دعوت  نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .

داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددی پرځای چې خلک د الله (ج)  دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .

دا ډير تباه کونکی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لری  الله تعالی (ج) دې مونږ تری وساتی .

۳- علم : لکه الله تعالی چې فرمایې  :

 

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸) 

حسن بصری رح  پدی اړه وايې : عمل کونکی بې له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .

۴- تواضع  :

ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړ لو ته تواضع وايې .

تواضع د خدای ج د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق(رض) فرمایې : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه  دټيټی مرتبی  مسلمان هم د خدای ج په نزد لوی او محترم دی .

اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي .

۵- حلم :

حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولوته او عقل نه کار اخيستلو او دعفوی او بخشش لاره غوره کولو ته  وايې .

چې د يوه دعوت کونکې لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی  ځکه  دعوت ورکونکو هدف د زړونو لاس ته راوړل  او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .

حضرت علی (رض) وایې : زړه د يوه حيوان سره تشبيه  کړی  چې يوازی  په نرمی رامائل  کيږي او بس .

 دحضرت جابر (رض) نه رواِيت ده چې  رسول الله (ص) وفرمایل : چې الله تعالی (ج) جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ چې پدی کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د سترګی د رپ په اندازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی دالله (ج) دطرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يوساعت د پاره هم ددغه بنده مخ زما له وجې په منکر متغير شوي ندی (البیهقی فی شعب لاایمان). 

دحضرت عرس بن عميره  (رض) د  رسول الله (ص) نه روايت کوي چې هغوی ص وفرمائيل :

چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نوچه کوم خلک هلته موجود وي  او په ګناه خفه شي دوئ د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي  ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدی ګناه راضی وي نوهغوی د هغی خلکو په په شان دی کوم چه  دغه ځای کې اوسی  ( د دوی په کناه کې به شريک وي ).

که الله ستاسو د لاس  يو بنده ته هدايت وکړي  ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پريوزی  غوره دی ( طبرانی ) .کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .

او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).