غزل
لکه دګل چې بې شبنمه ګذاره نه کېږي
زما دزړه هم بې له غمه ګذاره نه کېږي
د ژمي شپه ده ستا کيسې راباندې ښې لګيږي
کيسې کوه خو بې چلمه ګذاره نه کېږي
ما درته وېل زړه ته مې ډېره مينه مه ورکوه
د دې ظالم خو اوس په کمه ګذاره نه کېږي
مرګی مې خوښ دی د رقیب څېره به نه وينمه
خو بې له تانه مې صنمه ګذاره نه کېږي
د زړه پر پاڼه مې غزل وليکه ساه مې وځي
اوس بې غزله مې قلمه ګذاره نه کېږي
که درته ګران يمه نو بل تصوير دې راکړه راته
د دې تصوير سره مې سمه ګذاره نه کېږي
دې پېښور راباندې داسې بلا چل کړی دی
چې اوس مې بره له تورخمه ګذاره نه کېږي
سمیع الله تړون / اسداباد