لافه د ننګ مو د رښتيا په وخت پېغور پاته شوه
 د  بابا توره وه،  تېره  وه  خو  پر کور  پاته  شوه


د برالبې مځکې په سينه جمود خنجر ومانډه
بېا ترېنه مړ بچی پېدا شو، بوره مور پاته شوه


د قام پر خاوره باندي کرښې دي په خاورو منډل
څلور څلوېښت به شي که دغسې څلور پاته شوه


شو لوی ميراث ترېنه راپاته، يو امېل د تسبو
يو يې په جېب کي د سدرۍ خورده د ګور پاته شوه


 د تورې لاس به خوڅول وي اوس په توره  باندي
 خبره  دا  ده  چي  خبره  اوس  د  زور  پاته    شوه


 د   عدالت  په  تېغ    يې  ټولي   هيلي     ووژلې
 د  قام  دعوه   له  لېونيو   پر   لاهور  پاته شوه


 تقوا  درهم شوه،  عرب  تېل لري موږ خاورې څټو
 د    عجميانو     زندګي   دلته    د    پور   پاته   شوه


 د    کافرانو    په   وطن   کي مساوات نافذ شول
 سپين  څوکېدار شو، واکمني پکي د تور پاته  شوه


 داسي  ساعت  وو   چي   يې   لار  کړه   د  تاريخ بدله
داسي شېبه وه چي  په  زړه  کي  مي  انځور پاته شوه


 هغه      سړی    اوس   خبر   شوی  دی  او   ما   لټوي
 له    ما  چي  ټوله  زندګي  د  چا  په  تور  پاته   شوه


 زه  به  ترې  چيغه  جوړوم  د  جنګ  او  جبر  په ضد
 که    مي  په  ژبه  کي  ذره   نيمه   د  شور  پاته   شوه


 تاسي  چي ګورم  او  په تاسي  کي  چي  ځان ګورمه
 په  مړو  ايرو  کي  دا  يوه  سپرغۍ  د اور پاته شوه