غزل
لاسونه بل له ورکوو لاشونه کور ته را وړو
ښۀ سودا ګر يو د تاوان څيزونه کور ته راوړو
مونږه که ټوله ورځ په ښار کښې اخترونه ويشو
خو چې ما ښام کور ته راځو ويرونه کور ته راوړو
هغه د کوم يو مسيحا ذکر کوي وژني مو
مونږه خو هره ورځ د مرګ خبرونه کور ته راوړو
ګټې هغوئ کوي او سټې پرې زمونږه اوځي
ښۀ زورور يو چې پردي جنګونه کور ته راوړو
مونږه که هر مکتب ته ځو خو چې را ځو اقباله
هلته کښې عقل پريږدو تش سرونه کور راوړو
اقبال مومند
(په مننه د کاروان نيټ ملاکنډ موبائل نيټ ورک )