خواريکښ بچي ته
دې ظالم سماج لوټلي ستا دلاسو کتا بونه
ستا د شونډو خندا ګانې ستا د سترګو ښائستونه
ستا هم ورځې دي د لوبو ستا هم دور دے دمنډو
خو غربت دي اچولي ستا په پښو کښې زنځيرونه
چې په سترګو دهر چا د خود غرضئ پردې پرتې دي
څنګ به ګوري ستا دسترګو په لېمو کښې ارمانونه
هغه سر چې پري منګل د محبت ايښودل غواړي
هغه سر خوري د دوران د ظالمانو ګوزارونه
تۀ چې هر سحر ځې خورته ، وے بنګړي به درله راوړم
هغه زر زر درته ياد کړي، د پردو بنګړو رنګونه
ستړے را غلې ، په شا توري کټ کښې پريوتې اودۀ شوې
خو لا وازه خلۀ پراتۀ دي ستا دشونډو پرهرونه
لکه ګل دپسرلي دې چې لا وخت د موسيدو دے
په نا زک وجود به څنګه، د خزان زغمې بادونه
تۀ وړوکے يې خو شا به حو صلې دې کړه بلندي
نړوې په خپل همت به ، د حالاتو دغه غرونه
پاسه او دانګه د بحر دغريب وطن بچيه
ستاسره دي ستا زپلي قام تړلي اميدونه
دوست محمد بحر