دزندان ماښام
فيض احمد فيض
ژباړه : نور محمد سعيد
شپه راکوزيږي
په نیولې قدم
په کږلیچو دستوریو.
په ما لګیږي نسيم
لکه تر غوږه شي نیمګړی زیری.
دجيلخانې دسرای بې کوره ونې
سره یو موټي ښکارې
په مقابل داسمان.
دبام په هسکه سطح
دسپوږمۍ سپينې مینې ناکې رڼا لاس ایښی دی.
له ستورو ډک سیند د خاموش په خاوره
اسمان زرین دي دسپوږمۍ په رڼا.
دتورې شپې تورتم کې
سیوري له باده سره لوبې کوي
لکه دزیان یوه دردونکي څپه
چې کړي یرغل په زړګي.
زړه راته یو دم وایې
ژوند څومره خوږ ده بس همدغه شیبه:
څوک چې لړي سره دجبر زهر
دوئ شي وژلی څراغونه هلته
چرته چې کیږي دمیئنو دیدن
ولي سپوږمۍ ځوړندولی نه شي