غزل

قيصر اپريدے


پسرلے په غوړيدو په دغه لار دے

چې امکان ئې د راتلو په دغه لار دے

 

مونږ دزړۀ په زور د جبر غرونه مات کړل

اوس روزګار د غلچکو په دغه لار دے

 

د جنون سپيڅلے روح مې ترې بوږنيږي

تلے زوږ د ځولنو يه دغه لار دے

 

حسنه ستا په باغيچو کښې چې رڼاده

شپه روڼے کړے زلمو په دغه لار دے

 

چې زما او د رقيب قيصه په ضد شوه

سر بيللے پښتنو په دغه لار دے

 

د سلګونه دې لوګے ستړيه احساسه

اوس منزل د ځو لحظو په دغه لار دے

 

په چړو په سنګينونو به در تير شي

خپل قيصر دې چې پيرزو په دغه لار دے