غزل
فيض الوهاپ فيض
چې په خبره نۀ پوهيږي سړے
هغۀ ته څله نيزدې کيږي سړے
هله را دو کړئې سړو لاس کړئ ورته
له سړيتوبه را غورځيږي سړے
کۀ په ګلاب او کۀ په تيږه ياد شي
خو په هر حال کښې ورژيږي سړے
د کائنات دهره رازه خبر
له سړي ولې نۀ خبريږي سړے
چې فرديت ئې د الفته وځي
بيا په انسان باندې ياديږي سړے
په عقيدو باندې مرګونه کيږي
په عقيده کښې خرابيږي سړے
چې دحالاتو سره جنګ نه کوي
فيضه ژوندے څنګه و سيږي سړے