داخپل ظالم غربت مو محبت ته نۀ پريږدي

حالات مود حالاتو بغاوت ته نۀ پريږدي

دګل په شان جانان ته څنګه اوايو چې را شه

زمونږ کچه کورونه مونږه ست ته نۀ پريږدي

پۀ سر ئ داسې جوښت دسرمايې قصاب ولاړ دے

د نوي نسل فکر مې الوت ته نۀ پريږدي

د بحر بې دخلي يې د جانان د کوره اوکړه

رقيب مې لکه خان هغه محلت ته نۀ پريږدي