د ځواني مرګ  مترقي شاعر اجمل منصور د وړومبۍ کليزي پۀ مناسبت تور ډير صوابي کښې يوه دستو ره د مزدور ادبي سنګر تر سيوري لاندې اوشوه چې صدارت ئ ياد افسانه نګار محقق او نقاد ښاغلي نورالامين يوسفزي اوکړ ـ پۀ دي موقع مشر ميلمه نوموړے شاعر عبدالرحيم رو غانے وو ـ پۀ دي موقع د پختونخوا د ګوټ ګوټ نه راغلو پنځوسو شاعرانو اديبانو او ليکوالانو حصه واخسته  ـ

 پۀ دستوره کښې فيصل فاران ، فقير شاه فقير ، روښان يوسفزي فاروق احمداو نورالامين يوسفزي  د اجمل منصور پۀ ژوند او فن رڼا واچوله ـ دوئ پۀ خپلو خبرو کښې او وييل چې اجمل  منصور د خواري کښې طبقې دپاره يوه استعاره ده او دهغۀ فن د عام اولس امانت دے  ـ دوئ زياته کړه چې جسم څنګه د روح نه بغير نيمګړے وي نو هم داسي سياست بغير داب نه نيمګړے وي ددي دپاره ضروري ده چې د سياسي هلوځلو سره سره دي د اولس نمائنده ادب ته هم توجه ورکړے شې ـ

ددي نه علاوه ګڼ شمير شاعرانو منظومې پيرزوينې هم وړاندي کړي ـ