يار مي په محفل كې چي ږغېږي نه
دا خوى دى په ګل كې چي ږغېږي نه

داسې نه چي ږغ له كبره نه كوي
سوچ يې وي په بل كې چي ږغېږي نه

دا زما زخمي زړګى د ګل پر ځاى
كښېږده په وربل كې چي ږغېږي نه

خال په تورو زلفو سو وډر او كه؟
ورك سو په ځنګل كې چي ږغېږي نه

پوه سم چي پر زړه يې اغېزه كوي
اوري او غزل كې چي ږغېږي نه

بخته! د سايرس اعظم د لور ممي
غلا سوه په كابل كې چي ږغېږي نه