لكه پتنګ داسې سوځېږمه په اور د مينې
سپينه لمبه شمه ځلېږمه په زور د مينې
كله نشه- نشه ويده شمه د مينې غېږ كې
كله بوږنېږم روانېږمه پر لور د مينې
دا چي څپې- څپې وشمې(1) سيلۍ مي وښوروي
پاڅم ترهېږمه بوږنېږمه په شور د مينې
په مينه سوى، يم د مينې اور وږمينه وږم
ځكه هر چاته وركومه زه ټكور د مينې
هغه دوږخ به باغ آرم شي و هغه مين ته
څوك چي سېځلى وي په دې جهان كرزور(2) د مينې
زۀ سنجاور ځيركيار تل د مينې اور بلوم
زۀ وركومه و هر چاته ښه پېرزور د مينې
(1) وشمه: سړه سيلۍ .
(2) كرزور: د پښ د اور بټۍ چي اوسپنې پكې پخوي.
شاعر او ليكوال ځيركيار شېرانى چي د ږوب د تاريخي سيمې د شنۀ غرۀ په لمنو كې ژوند كوي. نوموړى په ريښتينې مانا يو ځيرك انسان دى او په تاريخ، ژبپوهنه او فلسفه كې د ښې مطالعې خاوند دى. ښاغلي ځيركيار د خپلې سيمې د شېرانيو پښتنو د يو زر (۱۰۰۰۰) په شاوخوا كې لرغوني او سوچه توري را ټول كړي دي.