غــــــــــــــــــــزل

 

سم له سړيتوبه سړى وباسي

عشق له مينتوبه سړى وباسي

يارسره ليدلوکې خوشاله يم

وروسته بياله خوبه سړى وباسي

ځکه له شرابونه توبه کوم

ستاله ليونتوبه سړى وباسي

سرکې مې سپين ولګېده پوه شومه

غم له زلميتوبه سړى وباسي

دومره مې دازړه اشنامات کړى دى

څوک چې له پايکوبه سړى وباسي

اوس طاهرساپى کلي کې نه ښکاري

څنګه يې له زړوبه سړى وباسي



      غــــــــــــــــــــزل

 

زړه مې هسې ژوندنه هم نورستړى شو

کله په خبرشوکله غلى شو

هروختې پوهېږم بيايې هم منم

داکم عقل څومره نازولى شو

ماويل راځه په جنګ به صبرشي

قارچې شونومخکې نه هم ښکلى شو

راکړه زړه دى زړه مې په بدل واخله

دواړه ديوبل زړګى ساتلى شو

موږپښتانه دغه عادت هم لرو

هره ورځې سل ورونه وژلى شو

موږ که له کاروانه وروسته پاتې يو

موزځان ترکاروانه رسولى شو

وه خلکه طاهرساپى مې نه ښکاري

تش ترينه کوڅې اودغه کلى شو



            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ