ګرانو ملګرو :  پدغه برخه کې تاسي ته دبهرنيو ځواکونو دړندې بمبارۍ او ددوي په ظالمانه عملياتو کې دبې ګنا ولسې   شهيدانو انځورونه  خپرووم چې په تيرو څو کلونو کې يې انځورونه او بشپړ معلومات زما لاس ته راغلې دى  .

که څه هم ددغه پيښو په اړه به تاسي په رسنيو کې څه ناڅه نيمګړې معلومات ترلاسه کړي وى خو زه هڅه کوم چې حقايق په بشپړه توګه راڅرګند کړم پدي هيله چې تاسي  ښاغلي به راسره پدي برخه کې همکاري وکړۍ اودهغه ملکي وګړو انځورونه چې تاسي يې لرۍ راته راواستوې چې ددغه ډول پيښو قربانې شوي دى 

او تاسي درانه کولاې شۍ چې  خپله تبصره راته دددغه موضوع په اړه راواستوۍ زه يې درپوټ او انځورونو ترڅنګ نشروم      په مينه   اکــــــــــــرام




 

 

 

 کوچنۍ شاهده چې  په  دغه بي رحمانه بريد کې يې خپله  يوه پښه له لاسه ورکړي

 

 

صليبې لښکرې وايې چې موږ دمسلمانانو اسلامې مقدساتو ته احترام لرو بيلګه يې داده

 

 



ددې موضوع بشبړ معلومات پدغه لانددې رپوټ کې ولولۍ

د ١٣٨٦ لمريز کال د لړم د مياشتې په لسمه شپه په ننګرهار کې مېشتو ائتلافي ځواکونو ددغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په تکيه نومي کلي کې د عملياتو په ترڅ کې د يوې کورنۍ درې تنه وګړي ووژل .
په يادو شوو عملياتو کې  پر مړو سربېره پنځه تنه ټپيان شوي و چې د دوى له ډلې  يې دوه تنه ښځينه ټپيانې د ژورو ټپونو له امله ائتلافي ځواکونو بګرام ته د درملنې په موخه له ځانه سره وړي وې او  په پاېله کې يې دواړو ټپي شوو مېرمنو يوه يوه پښه له لاسه ورکړه.
 په پېښه کې د وژل شوي حاجي غلام محمد د کورنۍ د پاتې غړو په وينا د ائتلاف سرتيري او ورسره د دوى افغان ساتونکي د شپې يولس نيمې بجې د دوى د کور عمومي لويه دروازه په بمونو والوزوله او کور ته له ننوتو سره سم يې د کور د مشر حاجي غلام محمد د استوګنې خونه  تر بريد لاندې راوسته.
د وژل شوي غلام محمد منځنى زوى چې خپل نوم يې ګل ښوده او د دغې شپې د پېښې عيني شاهد دى وايې چې په لومړي سر کې يې ګومان کاوه چې کور ته يې غله راننوتي خو له کوټې څخه د راوتو سره سم پرې غږ وشو چې له ځايه ونه خوځېږي.
نوموړى وايې يو شمېر برېد کوونکو په پښتو خبرې کولې او پر کوټه يې د سپکو وسلو تر څنګ لاسي بمونه هم ورول
هغه وايې په همدې مهال يې بريد کوونکو ته غږ کړ چې ډزې دې نه کوي ځکه په خونه کې يې واړه ماشومان او بوډا پلار و مور ويده دي .
خو د هغوى له لوري د درنو سوکانو او لغتو سره مخ شو.
ګل وايې د پلار په خونه کې يې دبوډۍ مور ترڅنګ  د ده او د وروڼو کوچني اولادونه په درانه خوب ويده و چې تر بريد لاندې ونيول شول او د پنځه اويا کلن پلار په شمول يې يوه دولس کلنه لور(نيازبينه) ، درې کلن وراره فضل مولا  مړ او مور، ورېره او درې تنه نور کوچنيان يې ټپيان شول .ګل وويل: مور او ورېره يې دژورو ټپونو له امله ائتلافي قواو له عملياتو وروسته ددرملنې په موخه له ځانه سره يوړل .
نوموړى وايې د نږدې لسو دقيقو په موده کې ډزې پاى ته ورسېد او هغوى  د پاتې کور په تالاشۍ پېل وکړ. چې وروسته يې بيا  دى او دده دوه نور مشران وروڼه ملامحمد او باچا له کوره پټې سترګې او تړلي لاسونه له ځانه سره د تحقيق په خاطر يوړل .
دى وايې تر دې وخته نه پوهېدل چې دغه عمل ورسره د کومې غېرقانوني کړنې په بدل کې چې ددوى له خوا انجام شوې تر سره کېږي په داسې حال کې چې دده پر وينا په هېڅ ډول سياسي فعاليت کې يې ونډه نه درلوده او نه هم په کومې ډلې پورې تړلي پاتې شوي وو.
ګل د خپل ورځني کار وبار په اړه وايې چې پلاريې قومي سپين ږيرى، مشر ورور يې د غواګانو ماسته پلورل ،بل ورور يې د کبابو دوکان کاوه او دى په خپله له پاتې وروڼو سره په دهقانۍ بوخت و.
نوموړى وايې چې د تحقيق په جريان کې ترې د ورځني کاروبار په اړه پوښتنې کېدلې او کله چې پرې کوم جرم ثابت نه شو نو په هماغه شپه يې د ننګرهار ملي امنيت ته وسپارل
(( دومره غټ ِظلم يې راسره وکه چې سړى يې له کافر سره هم نه کوي ))
په دغه پېښه کې ټپي شوې دولس کلنه شاهده چې ښي پښه يې له لاسه ورکړې ده او  له خپلې نيا سره د باګرام په روغتون کې له څلوېښت شپو تېرولو وروسته خپل کور ته راستنه شوه  وايې چې په باګرام کې له دوى څخه هېڅ ډول پوښتنې نه دي شوي .
يو بل ماشوم چې عبدالله نومېږي او د بريد پر مهال له وژل شوو کسانو سره يوځاى په کوټه ملاست وو او له بريده روغ رمټ راوتى دى خپله کيسه داسې کوي .
(( شپه وه خه ، پدغه کوټه کې زه مې دبابا او نيا سره وده وم چې ډزي شوي نيا مې چغې کړي ظالمانـــــــــــو  ماشومان دي ماشومان دي هغوي ويل چې ور پرامزۍ (پرانيزۍ ) پرامزۍ ًبا با مې ورنه پرانه مزه چې هغه بيا مړ شو ))
خو ګل بيا ددې پوښتنې په ځواب کې که بريد کوونکو ته د خونې ور پرانستل شوى واى دغه ډول پېښه به رامنځ ته شوې وه که څنګه ؟ وويل چې د ائتلافي ځواکونو راننوتل او ډزې يو ځاى پېل شوې او د ده دکورنۍ غړو ته د ا موقع ورنه کړل شوه چې د يادې شوې خونې دروازه ورته پرانېزي.
نوموړى په پېښه کې دده کورنۍ ته د اوښتي مالي تاوان په اړه وايې  چې د بېلابېلو وروڼو له خونو يې د دوه دېرش تولې سرو زرو په شمول نږدې دوه نيم ميليونه افغاني نغدې ترې وړل شو يدي.
هغه دا هم وايې چې د پلټنو پر مهال ددوى شتمني د افغان ځواکونو له خوا لوټل شوې ده نه د بهرنيو عسکرو له خوا.
خو د ننګرهار امنتي چارواکي بيا وايې چې تر دې دمه دوى ته ددغې کورنۍ له لوري د لوټل شوي مال په اړه څه نه دي ويل شوي اونه هم دوى ته کوم خبر ورکړل شوى دى.
سمونوال عبدالغفور د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند په دې اړه داسې وويل:
(( دغه کورنۍ په واقيعت هم چې ظلم ورسره شوي دي خو دکوم مالي زيان خبره چې دوي کوي نو موږ ته يې پدي اړه څه ندي ويلي او بله خبره داده چې دعملياتو په وخت کې ددغې کورنۍ غړو په هغوۍ ډزي کړي ځکه دغسي واقع رامنځ ته شوه کنه دغه پيښه دغسي نه رامنځ ته کيده ))
خو د قربانيانو کورنۍ دا خبره کلکه ردوي چې د دوى له خوا دائتلافي ځواکونو په عملياتي ډلې ډزې شوي دي.
ګل د خپلې کورنۍ په استازولۍ خبرې کولې او ويل يې چې موږ دامريکايې ځواکونو په ډزو له خوبه رابېدار شو او نه پوهېدو چې دا عمليات د څه شي په موخه تر سره کېدل خو ومو ليدل چې زما د پلار خونه يې تر اور لاندې نيولې وه.
نوموړى دا مني چې د پلټنې پر مهال يې له کور څخه يو کلاشينکوف او څو شاجوره هم دائتلاف سرتيرو ته په لاس ورغلي .
خو ګل وايې هغه له بلې کوټې دوى تر لاسه کړي و نه ددوى د پلار د خونې څخه .
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزير خيرخواه چې دپېښې پر  سهار  سيمې ته  د ده پر وينا د خلکو د جذباتو د کرارولو او قربانيانو سره د غمرازۍ په موخه ورغلى و وايي چې د دغه کور حالات او د پېښې ځاى په ليدلو سره هر څوک پوهېږي چې د کور د اوسېدونکو له خوا پرې ډزې نه دي شوي.
نوموړى زياتوي فرضا که ډزې پرې شوي هم وي نو بايد دومر جدي عکس العمل پرې نه و ښودل شوى.
همدارنګه د بټي کوټ ولسوالۍ څخه په ولايتي شورا کې د وکيل ډاکټر الله داد په کلکه ردوي چې ګنې د وژل شوي حاجي غلام محمد يا د هغوى د کورنۍ د نورو غړو له خوا دې په سرتيرو ډزې شوې وي.
وکيل الله داد دا هم وايې چې په هيواد کې د امنيتي پوليسو د کمزورتيا له امله خلک اړ دي چې د ځان د حفاظت لپاره يو ميل وسله په کور کې وساتي.
خو سمونوال غفور د ائتلاف سرتېرو ته له نوموړي کور څخه په لاس ورغلي کلاشينکوف په اړه وايې چې دغه سلاح له دولت سره نه وه ثبت شوې نو ځکه يې په کور کې ساتنې غير قانوني بڼه درلوده.
هماغه مهال چې دغه پېښـه منځ ته راغله نو ائتلافي ځواکونو يوه خبر پاڼه خپره کړې وه او په کې يې د عملياتو د موخې په اړه ليکلي و چې په دغه کور کې ترهګر پټ وو او  د دولت خلاف دسېسې يې جوړولې نو ځکه دوى مناسبه وګڼله چې په هماغه شپه عمليات پرې تر سره کړي خو اوس په ختيځو ولايتونو کې مېشتو ائتلافي ځواکونو او د باګرام ائتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د پېښې په اړه له خبرو ډډه کوله او نه يې غوښتل چې د پېښې د پېښدو په اړه جزيات ورکړي.
دولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز وايې چې دوى ته هم ائټلافي ځواکونو د قومندانۍ له خوا ويل شوي و چې دوى ته اطلاع ورکړل شوې وه چې په دغه کور کې ترهګر پټ دي اوبمونه په کې جوړوي خو هغه وايې چې ائتلافي ځواکونو ترې د غلط راپور له امله لفظي بخښنه غوښتې وه.
خو دا چې دغه ډول پېښې او بخښنې به تر کومه دوام ولري ؟ مولوي عبدالعزيز وايې چې دا نو ددولت دنده چې څرنګه کولاى شي چې په ائتلافي قواوو ومني چې دا ډول پېښې په راتلونکې کې تکرار نه کړي .
څرنګه چې نوموړي عمليات د دولت دنه خبرولو په ترڅ کې ائتلافي ځواکونو ترسره کړي دي نو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو وکيل حاجي عزيزالرحمن دغه عمل يو غير قانوني کړنه او د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه ګڼي.
نوموړى زياتوي په داسې حال کې چې د ائتلاف سرتېرو په نوموړي کورکې د ترهګرۍ کوم ثبوت تر لاسه نه شو کړى ددې بد پېښې لامل شو .
دافغانستان د اساسي قانون اته دېرشمه ماده حکم کوي :
( د شخص استوګنځى له تيري څخه خوندي دى .هېڅوک د دولت په ګډون نه شي کولاى د استوګن له اجازې يا د واکمنې محکمې د قراره پرته او بې له هغو حالاتو اولارو   چې په قانون کې ښوول شوي ، دچا  کور ته ورننوزي يا يې وپلټي )

همدارنګه په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مسول ميروېس احمدزي د سرتيرو دا ډول اعمال د بشر د حقوقو څخه هم تيرى ګڼي او وايې .
د زيانمنې شوې کورنۍ د غړو په وينا په پېښه کې ډېر ورانى ائتلافي سرتيرو افغان ساتونکو چې شاهين ګروپ نومېږي کړى دى.همدارنګه  د سيمې استوګن او د تکيه کلي ملک رحيمداد  دا خبره تائېدوي او وايې چې تل په دارنګه پېښو کې شاهين ګروپ چور چپاول او وژنې تر سره کړي دي.
ملک رحيمداد وايې چې دوى د ننګرهار ولايتي چارواکو ته ددغه ګروپ د بدو اعمالو په اړه خبر ورکړى او غوښتنه يې ترې کړې چې دولت دې د ائتلاف له سرتيرو وغواړي تر څو دغه ګروپ منحل کړي.
ددې ترڅنګ د شاهين ګروپ په اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولايت وکيل عزيزالرحمن وويل(( دغه شاهين ګروپ دي او که څه دي داپه رښتيا چې غله دى او ددوي په اړه موږ څوځل دولت ته خبر ورکړې خو تراوسه دولت هم څه ندې کړي))
که په سيمه کې د بې بنسټه راپورونو په سر دا ډول وژنې روانې وي نو ايا د دولت مخالفين به زيات نه شي؟ په ننګرهار کې د ولايتي شورا وکيل الله داد دا پوښتنه ځوابوي او وايې ))دا اوس هم ماته دبتې کوټ داسي کسان معلوم دي چې خارجيانو په همدغه ډول کارونو نه په تنګيدو له طالبانو سره يو ځاي شوي دي ))
ډېرى کتونکي د وکيل الله داد سره همنظر دي او وايې که ائتلافي ځواکونه په سيمه کې ورته عملياتو ته دوام ورکړي نو لرې نه ده چې په سيمه کې مخالفين زيات شي چې دا به د يوه نوي خونړي انقلاب پېلامه وي.



درنو لوستونکو له تاسو ښاغلو څخه مننه کوم چې دغه موضوع مو ترپايه ولوسته اوس قضاوت ستاسو په لاس کې دى خپلې تبصري وليکۍ او راته يې داړيکو له لارې راواستوۍ چې دهمدغه موضوع په دوام يې نشر کړم       اکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرام

 

ستاسي تبصري

            لمرپه دوه ګوتو نه پټيږي

                       راليږونکی :عبيدالله قانع
              د راليږونکي پته :obaid.qani@yahoo.com         
ګرانه وروره اکرام جانه رب العلمين دي درته ډيرعمر درکړي اوستا دويبلاګ په ليدوډيرخوشحاله شوم
پاتي شوه ددي جاهيله قوم دضلم خبره په دي خو مونږټول پوهيږو چي زمونږپه دي بي وزله قوم يي څومره ظلمونه وکړل ډير بي ګناه هيوادوال يي راته شهيدان کړل لکه څنګه چي تاسوانځورونه خپاره کړي ددي نه نورډيرزيات ظلمونه يي کړي دي خو زرده چي دامغروره قوم به دي افغانانو اونړي ته شرمينده وي بيا به چاته سردجيګولو توان هم نلري لکه څنګه چي دي غيرتمنو افغانانو په همدي ورځ  ( د ١٣٨٨  دثور  اتمه )دروسانوکمونيستي رژيم ړنګ کړ
نوپه دي يقين وکه چي يوه ورځ به همدا هم دغسي روان وي بس الله دي مونږ ددي ظالمانونه خلاص کړي .
خو ګرانه اکرام جانه زه اوس تاته يوڅوانځورونه درليږم چي دکنړولايت مرکزاسعداباد نه دناړي ولسوالي په لوردغزيدلي سرک چي څه باندي دوه کلونه وشول پري کارروان دي خوتراوسه يي يومتر سرک هم نه دي قيرشوي . دهغه انځورونه دي چي  يدغه سرک دکارکولو وسايطو دسيزلو دي دغه وسايط دوطن دښمنانو (دپنجابيانوزامن) سوزولي دهمدي سرک په اوږدوکي يي ډيربي ګناخلک زورولي اونورډيرډيرظلمونه يي کړي زه يي له نوروخبروتيريږم  خويواځي انځورونه يي درليږم



راليږونکی :انجينير عباس احدي

د راليږونکي پته :eng8_abbas@hotmail.com

 

سلامونه او نيکې هيلي مي ومنه ځوان فرهنګپال اکرام صيب.

د هرڅه نه مخکې ستاسې دويبلاګ ټول مطالب د قدر وړ دي او د لازياتو برياوو په هيله خو يوه خبره بايد وکړم ځکه چه ما کله ستاسي د رښتيا نه اَ خوا په اپشن کې چه کوم تصويران دي وليدل په حقيقت کې ځه يي ډير خغه کړم او ماورته نه شوه کتلاې نوکه خفه کيږې نه زما وړانديز دې درنه چه دغه معلومات مه نشر کوې ځکه پدې باندي زمونږ ټول افغانان ورونه ډير خفه کيږې بيلخصوص هغه خلک کوم چه په دغه سې پيښو کې خپل د فاميل غړې يي د لاسه ورکړيدي خو دا بايد ووايم چه په حقيقت کې  ټول افغانان پوهيږي چه دجنګ دواړه خوا کې  ملکې وګړې وژل کيږي هغه هم پښتانه .

زه د تبصيرې اخر ټکې پدې ختم کوم چه الله ج دۍ وکړې چه زمونږ ګران افغانستان کې سوله را شي.

 

 امېل  : ګران  انجينر صيب دليک دراستولو نه دي مننه که رښتيا درته ووايم ماهم چې کله دانځورونه بلاگ ته ورپورته کول پخپله مې هم ورته ژړلې او هر بااحساسه افغان بايد ددغسي ظلم په ليدلو او اوريدلو خفه شي خو ګرانه ما دغه کار پدي موخه ندي کړي چي الله دي نکړي ستاسي زړه ته صدمه ورسوم البته پدي خاطر چې څومره مې وس کېږي ددغه وحشي صفته انګريزانو او بهرنيانو له ظلم پرده پورته کم . که څه هم ډيري نوري رسنۍ شته چې دغه کار کوي خو زه هم دخپل افغانې او مسلمانى مسوليت له مخې غواړم دغه کار ترسره کړم او تا يادونه کړې چې ددغه انځورونو په ليدلو زموږ افغانان ورورنه خفه کېږې خو زه وايم دوي دي نه خفه کيږي بلکې ددغه مظلومه شهيدانو  دحق  دغوښتلو په خاطر دي ْ غږ پورته کړي    په الله دي سپارم


                          راليږونکی :زيرک فهيم
             د راليږونکي پته :zeerak.fahim@gmail.com
                         نيټه : 30-04-2009


په خپله خوښه دښمن راولو خپل ښار پرې نيسو

وايي چې ژوند د خوښيو او بديو ټولګه ده .
که څه هم د يوه کس خوښۍ او بدۍ به يوازې په هماغه کس پورې تړاو ولري ولي تاريخ يې تر نورو هم رسوي لامله دا دى چې د هر انسان په ژوندانه کې ښې او بدې وي.
خو پوښتنه دا ده چې تاريخ ليکنو څوک دي ؟
ايا يوازې هغوۍ چې د تاريخ په څانګه کې تخصص او معلومات ولري!؟
ددې بوښتنو په ځواب کې وايو چې : هو او نه
د هو ځواب هم سم دى او د نه هم
هغه ځکه چې يو شاعر ، ليکوال ، انځورګر ،هنرمند ...هم تاريخ ليکوونکى دى .
د ښاغلي اکرام په اميل کې ( تر رښتيا آ خوا ) د عنوان لاندې د بهرني ښکلاګر په اړه هغه رښتيا خپرول او بربنډول چې دوئ له لورې پر افغان ولس په وحشييا نه ډول ترسره شوي او لا تر کومه به تر سره کيږي ؟؟؟ دا ټول هغه څه دي چې تاريخ به يې راتلوونکي نسل ته څرکندوي .
زه د ښاغلي اکرام د دې هڅې او کړنې ستا ينه کوم ، هيله ده چې تر رښتيا نور هم رښتيا راوسپړي .


په اخر کې دا دعا کوم چې اى د کايناتو ستر څښتنه ! :
زمونږ ټول ژورنالستان خپلو مسوليتونو ته ځير کړئ
امين.

زيرک فهيم _جلالکوټ



راليږونکی :نورالرحمن نوري
د راليږونکي پته :rahman_noori30@yahoo.com
نيټه : 02-05-2009

سلامونه او نيکي هيلي مي قبول کړه !
اول خو د نوي ويبلاک اميل د جوړيدو له  امله درته د زړه له تله په پاکه کليوالي مينه مبارکي وايم . او تا سي ته په دي لاري کي د لا برياليتوبونو هيله او ارزو لرم .
راځم ستاسي د پورته ليکني او انځورز راپورپه هکله چي داسي سحني او واقعايتونه د هيڅ مسلمان او د غير مسلم لپاره هم د منلو وړنه دي.
شايد مونږافغانان په دي دونيا باندي يواځي ددي مشگلاتو او رنځونو لپاره پيداشوي يو چي د هري خوانه ځمونږ په ولسونو تيري او تجاوزونه کيږي .....الله پاک دي په خپل کرم خمونږپه حال ورحميږي .
                        په ډيره مينه



            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ