عشق د غنی خان له انده ،وجد دى که حزن ؟
ليکوال : زیرک فهیم
سوز نه دى عشق،سازنه دى عشق،اه اوګریان نه دى عشق
مسته رنګینی دانه ده،غم دجانان نه دى عشق
دلېونی فلسفی ددې بیت په لوستلو دځینو فیلسوفانو او علماوو هغه تعریفونه چې دعشق په اړه یې کړی دی ناسم څرګندیږی.
په دې مانا چې ډېرى علما دعشق په تعریف کې دسوز،ساز،اه،ګریان،مستۍ اوغم حالتونه شامل بولې ،دوى په دې اند دی چې عشق له غم څخه خالی نه وی او خلکوته دمینې له کولو هم غم حاصلېدونکى وی،خو دغنی پورته بیت اوحتى په هم دې بیت پورې تړلى ټول شعر دې تعریف ته رد بللى شو. او دى یو له هغو فیلسوفانو شمېرو چې غم په عشق کې دخیل نه بولی.
مخکې له دې چې عشق دغنی له انده وڅېړولومړى دعشق په ډلبندیو غږېږو،اوبیا دوجد اوحزن په تعریفونو رڼااچوو،له هغې وروسته به بیا وګورو چې غنی له دې دواړو څخه کوم یو په عشق پورې تړلى بولی.
دعشق په اړه بېلابېلې نظریې اوتعریفونه موجود دی : مثلا وتلى فیلسوف ګوېټه عشق داسې ژوند بولی چې دخوښۍ پاڼې پکې لږې وی،خو شکسپیر بیاوایی :اندېښنې،خوبونه،اهونه او اوښکې له عشقه نه بېلدونکې توکی دی اوداسې نورو ورته نظریې شته .
خو ټول فیلسوفان یې په ډلبندۍ کې یوې هوکړې ته رسېدلی او پردوه ډوله یې وېشلى دى،چې یوه ته یې حقیقی اوبل ته یې مجازی عشق وایی.
دمجازی عشق په اړه همدومره بس ده چې دنیاوی ګټې اونفسی غرایضو په موخه دانسان په وجود کې راپیداکېږی،خو حقیقی عشق داسلامی علماوو او فیلسوفانو له نظره ،سره ددې چې دمجازی عشق پر خلاف دى لاهوتی او عیانی څانګې هم لری.
عیانی عشق عینا مجازی عشق دى،خو ښه والى یې دلته دى چې په دې عشق کې انسان حقیقی عشق ته هم رسېدلاى شی،او لاهوتی عشق یې بیاهغه ډول دى چې دبنده اړیکې له خپل پروردګار سره پیداکوی.
خوداچې بنده څه ډول لاهوتی عشق ته رسېږی په نقلی احکاموکې واضحه ده.
همداشان وجد دتازۍ ژبې ( عربۍ ) لغات دى چې اسلامی قاموسونو یې مانا ذوق،شوق،خوښۍ ،مینه اومحبت رااخیستې ده.
خو دتصوفی اصطلاح له مخې هغه حالت ته ویل کېږی چې الله تعالى(ج) دچا باطن ( زړه اوروح ) له خپل عادی حالت څخه راواړوی.
او حزن بیا د( ح ) په زبر د ( ز ) په غړوندی یعنې سکون او د( ن ) په زبر یافتحې سره دعربۍ ژبې لغات دى چې مانایې په اسلامی قاموسونوکې غم کاږل شوې ده،ځینو علماوو دحزن یعنې غم کلیمه دوجد له تعریفه بېله بولی،لکه حضرت شیخ جنید بغدادی ،چې ده هم دحزن کلیمه دوجد په تعریف کې نه ده استعمال کړې :
((الوجد انقطاع الاوصاف عندسمته الذات )).
خوداچې حزن یاغم په وجد کې نشته، دڅه نه په لاس راځی،یاکوم کس حالت ته رسېدلاى شی،پرلاهوتی عشق پورې تړاو لری،مفهوم داچې په لا هوتی عشق کې انسان وجد ته رسېږی.
غنی هم همداخبره کوی، هغه غم له وجد او عشق څخه بېل بولی او دعشق په تعریف کې د افلاطون دفلسفې طرفدارى
کوی چې وایی: یواځینۍ ناروغی چې ناروغ خوند ترې اخلی عشق دى،دى هم په دې اند دى اوعشق وجدبولی،هغه وجد
چې دتصوفی اصطلاح له رویه وی یعنې لاهوتی عشق.
سوزنه دى عشق،سازنه دى عشق،اه او ګریان نه دى عشق
مسته رنګینی دانه ده،غم دجانان نه دى عشق
عشق یو وجددرب دى په وجدونودانسان کې
یو دمینې ساز دزړه په سوی قبرستان کې
غنی خان عشق،سوز،ساز،اه اوګریان نه بولی بلکې هغې ته دوجد مقام ورکوی،دى دمتصوفینو له دې خبروسره موافق دى چې څوک دوجد مرحلې ته ورسېږی نو هرڅه ( همه ازاوست ) ګڼی یعنې په وینا یې په هرڅه کې پروردګار موجود وی،چې ددې فلسفې مخکښ اولومړى قربانی حسن بن منصورحلاج شمېرل کېږی، دلته له دې موضوع تېرېږو یواځې همدومره کافی بولو چې عشق دغنی له انده وجد دى،نه حزن.
http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ