داليک داسې هم دراستوم
                       

             راته ګرانه اکرامه !

    لمن، لمن سلامونه او مینه مې ومنه،

لېک دې موده مخکې رارسیدلې وو ، امیل مې دې هم وخت په وخت کتلو او ښایسته ښایسته مطالب مې په کې لوستل، خو باور وکړه ایله نن مې ددې وخت وموند چې لېک درته ولېکم ، ستا ویبلاګ له لارې يي ځکه در استوم  چې دلته په پښتو ښه لېکل کېږي . 

ګرانه ، له هغې ورځې چې زه له جلال اباده بېرته د اروپا دې بې روحه ښار ته راغلی یم نو باور وکړه په تا او څو نورو با استعداد ځوانانو پسې چې  زه ورسره دا ځل هلته مخ شوم  له زړه نه خپه يم . او که دوراغجن درته ښکاره نه شم نو یوه  شېبه مې هم د ذهن له ورشو نه لرې کېږي .

پاتې شوه زما د شعرونو او مرکې  خبره  نو دا هنري کارونه ډېر په احساس پورې تړلي وي ، زه ستا خبره تایدوم ، یو خو تا هغه شعرونه ښه میکس او جوړ کړې وو، ښايي سټوډیو به هم له موږ نه ښه وه اوبله  خبره داده  چې هغه مهال چې تاته ما خپل شعرونه لوستل دومره احساساتي وم چې په یو شعر کې خو رېښتیا خپله ژړا ته نېږدې شو ی وم.

 ښايي په غږ کې نه وي مالوم شوی خو کله چې مې (   د ماښمونو ميين )  شعر تاته لوسته نو یو ځای مې خپل ځان همداسې تصور کړ او نېږدې وم چې وژاړم .  نو ښايي له همدې امله به هم وي چې هغه شعرونه ما د رېښتینې  احساساتو سره لوستی وو  .او دلته ، دلته په  دې مړې او بې مانا ټولنه کې موږ ېوازې کار ته راځو ډوډۍ خورو او له بازاره سودا اخلو.

دا هغه طلايي پنجره ده چې د ژوند ټولې اړتیاوې په کې تامین دي خو ژوند، ژوندې په  کې نه شته

 له تا سره مرکه هم ماته په زړه پورې وه ، ما تر اوسه د شعر او هنر په موضوع ډېرې مرکې کړي خو تل راسره داسې کسانو  مرکه کړې چې  هغوی خپله نه پوهېدل  چې يوه هنري مرکه څنګه وکړي ، له یو شاعره کومه پوښتنه وکړي ؟ بس ساده او قراردادي پوښتنې کولې  ، کله دې  شاعري شروع کړ، او ولې شعر لېکې ؟ چا تشویق کړې ؟ او داسې نورې ...

هو کمال ستا په پوښتنو کې وو چې داسې پوښتنې دې وکړې چې پر وغږیدلی شو . او خبرې مو پرې وکړي او دا سې پوښتنې کې دې نه وی کړی نو  ما به هم درته قراردادي ځوابونه ویلي . او ښايي زما ځوابونه به له همدې کبله تا ته خوندور وي .

ویبلاګ دې ډېر ښایسته دی

 نه پوهېږم سم مې اوریدلي که ناسم  خو یوچا راته ویلي  چې له ننګرهاره د کونړې سمسورې غېږې ته کوچېدلی يي ؟

ښه ده کونړې زما خوښه سېمه ده  ، یو شی درته د خپلې تجربې څخه وایم . زموږ ټولنه ډېر بدمرغه ده ، ستا په څېر د کار زلمیان په کې تر ډېره ځان نه شي  تم کولای . او اخر ترې یو بلې خوا ( بل هېواد یا سېمې ) ته مخه کوي . خو زموږ ولسونه په ځانګړې توګه د ختیځ ولایتونه د فرهنګي پلوه ډېره بډای دي . څو چې  دغلته يي له هر رنګ يي ځولۍ ډکه کړه او تشه لمن ترې کومه خوا لاړ نه شي . .

د مشرقي د خلکو په ستونزو ، د مشرقي په رنګونو ، ښایستونو او بدرنګیو باندې ښه ډېر لېکل وکړه .

نیټ اوس خلکو ته د رسېدو  ډېره غوره لاره ده .

زه په  مشرقي ستا په څېر د څو پرکارو او با استعدادو ځوانانو د ظهور په هېله یم .  کارونه تل هغه کسان ډېر پر مخ بېولی شي چې د ژوند نورې خوښۍ او ساعتېرۍ  یو څه هېرې کړي .  او خپل سکون د نورو په سکون کې ولټوي .

ته به  وايي  چې څه د نصحیتونو بوجۍ دې پرانېسته ، راباندې خوږ لګېدلې يي ځکه مې زړه غواړي چې د بریالي او مباریز غوندې درته ولېکم

په هر حال سرلوړې اوسې

اباد اوسې

امیل ته دې که په زړه پورې څه په مخه راتلل در استوم يي

پر ځان پام کوه وخت نا وخت لېک را استوه

ورور دې اجمل اند

له لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرې پراګ څخه

 

 



 

 

                      اکرام صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!

                                        راليږونکی :پلوشه ښکلې
                                            نيټه : 21-04-2009


اکرام صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!
ورور جانه! ستا بلاگ مې وليد ډېر په زړه پورې دى، هيله ده، چې همدا ډول په زړه پورې يې وپالې  ځکه ستا په بلاگ کې په ننگرهار پورې اړوند ډېر څه ترسترگو کېږي. په بلاگ کې مې د پچير او اگام د ولسوالۍ اړوند راپور ولوست. زه د تورې بوړې اوسېدونکې يم او نېږدې اته کاله وړاندې مې په توره بوړه کې خپل ورونه، خويندې، پلار او خوږه مور په وحشي بمبار کې په يوه شېبه کې  له لاسه ورکړي او په څوارلس کسيزه کورنۍ کې يوازې زه او زما وړوکى ( د هغې وخت پينځه کلن او اوس نېږدې ديارلس کلن) ورور \"ځونډى \" پاتې يو. مونږ، چې اوس د خپل تره په مرسته تر امريکا راغلو او دلته له خپل تره سره ژوند کوو، نو د پچير اگام په ولسوالۍ کې په هر پېښېدونکي پېښه زما زړه هر وار رپېږي.
زما به نصيب خراب وي که څه به وي، چې نېږدې له شپږ کلنې مساپرۍ وروسته څه لپاسه يو کال وړاندې بيا خپل کلي ته لاړم، نو سيمه يو وار بيا د طالبانو په کنټرول کې وه او د تورې بوړې غرونه يې پوښلي وو او بيا زما دې بد نسيب ته گوره، چې په همدې ورځ زه له اگام څخه د تورې پوړې پر لور خپل کلي ته له ماما زوى سره روانه وم، چې د گيره ېخېلو په سيمه کې د امريکايي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه. دې نښتې چې څه لپاسه څلور ساعته دوام وکړو زه او زما د ماما زوى \"نوښت\" تر پايه د جگړې په منځ کې بند پاتې وو، خو خداى فضل وکړ او ژوندي يې له منځه ووتو. پر سبا يې سيمه بيا وحشي بمبار د شپې په ناوخته کې وپوښله او نېږدې پينځه تنه ولسي وگړي يې شهيدان کړل.
زما تره ډېره ښه سړى دى، ځکه هغه له نېږدې شلو کلونو راپدېخوا دلته په امريکا کې اوسېږي او هغه مونږ هم دلته د پالنې په موخه راوستو، پر مونږ يې دلته زده کړې وکړې او دېته يې جوگه کړو، چې زه دلته پا امريکا کې د ژورنالېزم زده کړې پيل کړم او کمکى ورور مې \"ځونډى\" په منځيو زده کړو کې گام پورته کړي.
هغه وخت چې مونږ په توره بوړه کې اوسېدو، ډېر په زړه پورې او مينه ناک چاپېريال لري او ټول له مينې ډک دى، خو هلته تر هغې گړۍ پورې کوم ښوونځى نه وه.
څه به خبره اوږدوم، وروره! که پر دغه سيمه پورې اړند کوم داسې څه دې په کار وي، چې زه يې په اړه درسره مرسته وکړم، نو پر ما غږ کوه. زما پر اند ستا غږ مې په ننگرهار کې له شرق اف ايم څخه اورېدلى.
ستا خور
پلوشه ښکلې
امريکا _ ويرجينيا 

 



 

                                         ماته آمېل له ښاره راوړه


راليږونکی :عطامحمد هيله من
سره له دې چې د سپين غر لمنې ګل توکوي     ته مې خوښېږې ستا له لپاره مې کامه خوښه ده
زړګيه!
له زړه يي درته وايم چې په امېل کې دې کړې خواري دنمانځنې وړ ده،ډېر په زړه پورې مطالب دې په کې پېيلي مبارکي درته وايم٠
لونګينه! د امېل په ښکلا خو د ډېرې ونډې اخېستو ټټر درته ځکه نه وهم چې ته زما وظيفوي ژوند نه تر بل هر چا ښه خبر يي خو د انځورونو څېړنيزو رپورټونو په برخه کې ياران راته وايي چې ذوق دې بد نه دی،هڅه به وکړم چې له تاسره زه هم ستا په پرځای کړې هڅه کې مرسته وکړم،او له نورو يارانو غواړم چې د اميل په رنګينۍ کې مرسته وکړي٠
تر بيا مو د جانان پر رب سپارم
             هيله من
د ننګرهار ملي راډيو تلوېزون د څېړنيزو رپورټونو د څانګې مسؤل،جلالکوټ
٥٤٢ ٦٠ ٥٠ ٠٧٩

 



 


                             دامېل دجوړيدو مبارکې


                            راليږونکی :Nasir Stori
                    د راليږونکي پته :psdp@gmx.net
                          نيټه : 13-04-2009
پیاوړی پښتوپال ورور ښاغلی اکرام الله اکرام ته سلامونه او درناوی
روغتیا او خوشالی مو د لوی خدای له درباره غواړم.
عزتمنده! د امیل مبارکی زما او زمونږ د ملګرو له خوا ومنه
څه موده دمخه راته ګران ملګری ادریس غروال د امیل په هکله ویلی ؤ ، خو مونږ په هغه وخت کی د انټرنټ پر مخ پیدا نه کړه
اوس د امیل په لیدلو ډیر خوشاله شوم، امید دی چی امیل د ټولو پښتنو امیل شی او د پښتنی کولتور د پرمختیا لپاره ستاسی په مټ اوچت ګامونه واخلی.
د امیل لپاره زمونږ له انټرنیټی دیری څخه مضمونونه او مواد رااخستلي شى      
ټولو ملګرو ته سلامونه
ستاسي د لابریاو په هیله

نصیر ستوری
Nasir Stori
PontivyStr. 13
50389 Wesseling
Germany

 



 


                              دميني ډک سلامونه اونيکي هيلي


لمړي دميني ډک سلامونه اونيکي هيلي ګران وروراکرام صاحب دنوي ويبپاڼي مبارکي هم درته وايم
په خپلوکاروکي برياليتوب درته غواړم (بهرامزوی کندهارهوائی ډګر)



 

                                    دبلاګ مبارکې


محمد جمال ساپي  يم اکرام الله ته مېنه او سلامونه وايم ٠ 
اکرام الله اکرام زما سلامونه او ښې هيلې ومنه دويبلاګ مبارکي درته وايم خداى ج دې وکړي چې نور هم پر مختګ وکړې په هم دې  هیله 

 



 


                                  ملګري اكرام ته سلامونه!


ملګري اكرام ته سلامونه!
الله دې ښه لره،
يو خو به د اميل مباركي دركړم او بل دا چې زما دغه نوى ايميل ادرس كولاى شې له ځان سره آډ كړې، ځكه هغه بل كې يو څه ستونزه پيدا شوې ده. او بله خبره دا چې كه په دې ويبپاڼو او وېبلاګونو كې دې زموږ وېبلاګ هم شامل كړ ښه به وي.
ادرس يې دا دى:www.bloguna.com\\wrakht
دا له لغمان څخه د خپرېدونكې ورښت خپرونې وېبلاګ دى، چې زما په ګډون د ځينو ملګرو ليكنې او ... هم په كې خپرېږي.
هيله ده، چې زما ايميل ادرس ځينو نورو ملګرو ته هم ورسوې.
نور دې په لوى رب سپارم
ورور دې
اختيار، كابل، ولسي جرګه
________________________________________

آميل : ګران اختياره وروه سلام ته دي وعليکم او دادي ستاسې اورښت مي هم ورپورته که خو ګوره کله کله  خو راته يوه نيمه ليکنه او شعر راستوه مړه يارې  ده کنه ................   تاته ډالۍ ده

 کابل  ته لاړې ګرانه ياره

                   مڼې خوږې دي مونږه هير نکړي مينه

 



 

                        اکرام الله اکرام ته سلامونه او پيرزويني


ګرانه اکرام جانه داميل په ليدودي ډيرخوښ شوم اوالله (ج) دي وکړي په اميل کي ښکلي ښکلي غمي وپيي.
ګرانه وروره په اميل کي دي دانځورونوڅانګه جوړه کړي خوتردي دمه پکي کوم انځورنه ترسترګوکيږي .
ګرانه زه هم غواړم چي دکنړولايت دبيلابيلو سيمويوڅوښکلي اوپه زړه پوري انځورونه درواستوم په دي هيله چي اميل پري نور هم ښکلي شي .
( نوټ ) څرنګه کولاي شم انځورونه دروليږم داړيکوله لاري خو نه کيږي
ستاسودبريا په هيله

دستر نابغه سيدجمال الدين افغان له ټاټوبي قانع
___________________________________

آميل: ګران قانع  ستا دميني ډک ليک نه مننه دانځورونو خبره دي کړي يو سه تخنيکي ستونزي دي په څو ورځو کې به دي سترگي داميل له لاري د ډيرو په زړه پوري انځورونو شاهداني وي  کولاي شي خپل انځورونه پدي ادرس راواستوي

kamawallikram@yahoo.com

 




                                  مبارکي

 

راليږونکی :Mir arabshah Chamtu
د راليږونکي پته :sadat-polad@hotmail.com
نيټه : 11-04-2009
د قدر وړ وروره اکرام سلام کا ميابې دې غواړم او تا سو ته د نوې ويب پا ڼې مبا رکې وايم . ( چمتو
 



 

                           داميل چلوونکو ته سلامونه


راليږونکی :انجينر فضل سبحان همت
د راليږونکي پته :himat.1030@yahoo.com
نيټه : 10-04-2009


اکرام الله اکرام  زما سلامونه او ښې هيلې ومنه دويبلاګ مبارکي درته وايم خداى ج دې وکړي چې دپښتو لپاره نور کار هم وکړې په راتلونکي کې به په زړه پورې مالوما ت درولېږم ځکه چې او س خوب راځي او دشپې لس بجې دي .

____________________________________________

 اميل  : ګران همت صيب   ستاسې دميني ډک ليک راورسيده مننه چي دشپي لس بجي اميل لولې  خو ګوره بي خوبې مکوه چي الله دي نکړي ناروغ نشي

الله دي همداسي همت ناک لره ترڅوداميل سره هم همت وکړي ، مقالي ، شعرونه او نور په زړه پورې مواد  مواد راواستوي    الله دي عمر ډير که .....................

 



                            ګرانه اکرامه

د راليږونکي پته :habibzai555@hotmail.com
نيټه : 23-04-2009

ګرانه اکرامه! (صیب پدی نه لیکم چی یو دوه کاله را نه کشر یی!هاهاها)
د کامی دګنو په څیر خواږه سلامونه در ډالی کوم او دعا کوم چی ګوتی دی خاوری مه شه!
کله چی د پښتنوځلمیو په اړه اورم چی په سپورت،لوړوزدکړو،ادب،تخنیک او یا کوم بل ډګر کی پرمختګ کوی او لاسته راوړنی لری نو ډیر ویاړم او کله کله خو می خوښی د اوښکو بهیدو تر بریده ورسیږی او په تیره بیاچی ستا غوندی پښتانه ځلمیان د انټرنټ په مټ خپلو وګړو او خپلی ژبی ته چوپړکوی او هغه هم زما د ولسوالی ځلمی وی نوبیا خو واه واه!!
د ژوندانه په هر ډگر کی دکامی د ویاړونو څخه سترګی نشی پټیدای خو داچی نوی کهول نور ډیر ویاړونه ګټی نو دا د خورا ویاړاوخوښی ځای دی.
له بده مرغه چی لیکوال یا شاعر نه یم خوادبی لیکنی، شعر،ناول، او د نورو ادبی ژانرونو لوستل می ډیر خوښیږی او د ادب د ډګر اتلان اوغړی راباندی ګران دی.
په آخر کی درته ددی ستر چوپړمبارکی وایم او د لاډیرو بریاوو هیله کوم.

په پښتنه مینه!

کلوله پښته کابل



­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­راليږونکی :M,Iqrar,rahim.Norway
د راليږونکي پته :iqrar_haran@hotmail.com
نيټه : 23-04-2009

 سلامونه ګران او خوږ وروره اکرام خان اومېد لرم چه د روغ صحت خاوند ېې،
ستاسو ساېټ ډېر په زړه پورې دې,
 د کونړ په ښاېسته عکسونو لېدلو مې د زړه تنده ماته شوه.هېله لرم چه نور به هم داسې عکسونه ساېټ ته اضافه کړې،
 ستاسو کامېابې په هېله،
محمد اقرار،،کونړې،،

 



راليږونکی :Nasim Kakar
د راليږونکي پته :nasimkakar@yahoo.com
نيټه : 26-04-2009

Aslamualekom Ekarmullah jana wrora
Pah salamono ao neko helo de harkalee kaoom
Wrora , allah de hemat darkaree , ao allah de pa goto barakat kra, der kha weblog de jor karee pah goto de barakat shah,
Wrora, zah da watan sakha der lere che kala ham Amel Goram no dasee Ehsas kawaom laka che watan (Ningarhar Besoodo ) ke che yeem.
Zah da Behsoodo aosedonkaee yem
Wrora , aya tah pah ningarhar da golo har ke yee? ao da hga zae sakha da weblog chalawee?
Nor no de pah Loe Allah sparam
Pah tola Pakhtana kalewala mena
Sta wror
NasimKakar



راليږونکی :M,Iqrar,rahim.Norway
د راليږونکي پته :iqrar_haran@hotmail.com
نيټه : 23-04-2009

 سلامونه ګران او خوږ وروره اکرام خان اومېد لرم چه د روغ صحت خاوند ېې،
ستاسو ساېټ ډېر په زړه پورې دې,
 د کونړ په ښاېسته عکسونو لېدلو مې د زړه تنده ماته شوه.هېله لرم چه نور به هم داسې عکسونه ساېټ ته اضافه کړې،
 ستاسو کامېابې په هېله،
محمد اقرار،،کونړې،،

            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ