غزل
هجرت الله اختيار
چې د ورځ پاى په ماښام شي
دا ژوندون به هم تمام شي
ډېر وګړي خداى نه ويني
د ډېر لږو ورته پام شي
چاته حسن سره شراب شي
چاته خم شي چاته جام شي
د ازل د برخو وېش دى
څوك كامياب شي څوك ناكام شي
دا سهار او ماښام څه دي؟
ژوند اغاز شي، ژوند انجام شي
اوس مې زړه اختيار كې نه دى
اوس هندو جانان ته رام شي
21.04.2009
- amel
راليږونکی :پلوشه ښکلې ...
22.04.2009
- amel
غزل حيات الله وړ، ننګرهار پوهنتونلېمو كې چې مې اوښكې نن ســــېوا له اسوېلو وېدا ورځې ښايي بيا د پسرليـــــــــــــــــــــو د راتلو وېد روږدي نظر هيله وه پوښتل يې ستا لـــــــــه مخههغـــــــــــــــه هېندارې وروسته له تا ځكه د كتو وېد شپې له پردې برخه په كــــــــــ...