راليږونکی :پلوشه ښکلې
                                            نيټه : 21-04-2009


اکرام صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!
ورور جانه! ستا بلاگ مې وليد ډېر په زړه پورې دى، هيله ده، چې همدا ډول په زړه پورې يې وپالې  ځکه ستا په بلاگ کې په ننگرهار پورې اړوند ډېر څه ترسترگو کېږي. په بلاگ کې مې د پچير او اگام د ولسوالۍ اړوند راپور ولوست. زه د تورې بوړې اوسېدونکې يم او نېږدې اته کاله وړاندې مې په توره بوړه کې خپل ورونه، خويندې، پلار او خوږه مور په وحشي بمبار کې په يوه شېبه کې  له لاسه ورکړي او په څوارلس کسيزه کورنۍ کې يوازې زه او زما وړوکى ( د هغې وخت پينځه کلن او اوس نېږدې ديارلس کلن) ورور \"ځونډى \" پاتې يو. مونږ، چې اوس د خپل تره په مرسته تر امريکا راغلو او دلته له خپل تره سره ژوند کوو، نو د پچير اگام په ولسوالۍ کې په هر پېښېدونکي پېښه زما زړه هر وار رپېږي.
زما به نصيب خراب وي که څه به وي، چې نېږدې له شپږ کلنې مساپرۍ وروسته څه لپاسه يو کال وړاندې بيا خپل کلي ته لاړم، نو سيمه يو وار بيا د طالبانو په کنټرول کې وه او د تورې بوړې غرونه يې پوښلي وو او بيا زما دې بد نسيب ته گوره، چې په همدې ورځ زه له اگام څخه د تورې پوړې پر لور خپل کلي ته له ماما زوى سره روانه وم، چې د گيره ېخېلو په سيمه کې د امريکايي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه. دې نښتې چې څه لپاسه څلور ساعته دوام وکړو زه او زما د ماما زوى \"نوښت\" تر پايه د جگړې په منځ کې بند پاتې وو، خو خداى فضل وکړ او ژوندي يې له منځه ووتو. پر سبا يې سيمه بيا وحشي بمبار د شپې په ناوخته کې وپوښله او نېږدې پينځه تنه ولسي وگړي يې شهيدان کړل.
زما تره ډېره ښه سړى دى، ځکه هغه له نېږدې شلو کلونو راپدېخوا دلته په امريکا کې اوسېږي او هغه مونږ هم دلته د پالنې په موخه راوستو، پر مونږ يې دلته زده کړې وکړې او دېته يې جوگه کړو، چې زه دلته پا امريکا کې د ژورنالېزم زده کړې پيل کړم او کمکى ورور مې \"ځونډى\" په منځيو زده کړو کې گام پورته کړي.
هغه وخت چې مونږ په توره بوړه کې اوسېدو، ډېر په زړه پورې او مينه ناک چاپېريال لري او ټول له مينې ډک دى، خو هلته تر هغې گړۍ پورې کوم ښوونځى نه وه.
څه به خبره اوږدوم، وروره! که پر دغه سيمه پورې اړند کوم داسې څه دې په کار وي، چې زه يې په اړه درسره مرسته وکړم، نو پر ما غږ کوه. زما پر اند ستا غږ مې په ننگرهار کې له شرق اف ايم څخه اورېدلى.
ستا خور
پلوشه ښکلې
امريکا _ ويرجينيا