محمد يونس برهان
لومړنۍ سرچينه: www.eslahonlin.net
پوره اووه کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه، ماخوستن په 8:57 بجو باندې د امريکا لومړني توغندي د کابل پر تيارو څنډو را پرېوتل. په هغه بې سپوږميه شپه چې امريکايي سپوږمکيو خپل دوربينونه پر افغان پلازمېنه فوکس کړي وو، د سپتمبر د يوولسمې برېدونه لامله د قهرېدلي امريکايي اډاڼې هيله دا وه چې په څو ګوزارونو به د طالبانو حکومت په ګونډو او پرځای يې د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت کېنوي.
نه يوازې چې په هماغه لومړيو کې بلکې تر څه باندې دريو کلونو پورې ښکېلاکګر ځواک ګمان کاوه چې په يوه اسانه او فاتحانه جګړه کې کېوتي دي.
د هغه وخت دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه ختمه ده او دوی ترې بريالي راووتل. دا هغه مهال وو چې متحدو ايالاتو يوازې خپل دوولس سرتېري په جګړه کې بايللي وو.
هن، د افغانستان جګړې چې يوازې په دوولسو سرونو ګټل کېدی شوای، دا هېواد به هم اوس د ليرې افريقايي هېوادګوټو په څېر په تېره پېړۍ کې د ګڼو پرلپسې زبرځواکونو مستعمره پاتې شوی وو.
دا دی اووه کاله وروسته، د امريکا نه، خو د نژدې يارانو يې، لکه برتانيه او د ناټو ځينې نور غړو، هوښ سرته ورغلی او پوه شوي چې افغانستان په جګړه هېڅکله نه شي ښکېلېدلی. امريکا لاهم ګنګسه ده، ښايي لسيزه وروسته يې ماغزه کار وکړي کله چې د ويتنام په برخليک اخته شي.
همدا اوس هم ډېری شنونکي په دې باور دي چې پر افغانستان باندې له يرغل کولو سره امريکا عملآ دويم ويتنام ته داخله شوې ده او ولسي غبرګون په راپارېدو دی، په تېره بيا چې د اشغالګرو ځواکونو زياتره بمونه پر ولسي او بې دفاع افغانانو باندې ورېږي.
د دې جګړې حلوا به وڅکي
هله به يې نه خپل سر په امان وړی وي، او نه خو به يې تر شا داسې هېواد پرې اېښی وي چې په اسانه د جوړېدو وي.
امريکايي ولس به د خپلو مشرانو دا سياسي حماقت هېر نه کړي چې هېواد يې په يوه ورانوونکې جګړه کې کېيوست. دا ورانی به زياتره بيا هم د خوار افغانستان په برخه وي، خو راغلي مېلمه! ته هم پکې حلوا نه رسېږي. همدا اوس تازه تازه امريکا د يو لوی اقتصادي بحران په حالت کې دی. دا خو لا پرېږده چې د دوی په خپل حساب يې نژدې يو زر سرتېري په افغانستان کې وژل شوي او تر لسو زرو يې ښايي زخميان زيات وي.
دا دی پاتې برخه له هغې ليکنې څخه رااخلم چې پوره دوه کاله مخکې مې په همدې اړه کړې وه:
د اسلامي خلافت له پايه وروسته نږدې پېړۍ واوښته چې پر اسلامي نړۍ باندې بېخونده چوپتيا خوره وه. نوې زريزه موږ ته نېكمرغه وه چې د ويښتابه نوې څپه يې راوړه. كېداى شي د ډېرو پرمختياوو پنځوونكى ولسمشر بوش وي. مننه ولسمشره! تا امريكايي ولس ته هومره ګټه ونه رسېده لكه اسلامي امت ته. كه ګناهګارېږم نه زما باور خو دا دى چې ته د هغه حديث مصداق وګرځېدې چې إن الله يؤيد هذا الدين برجل فاجر. له اوږده غفلت او خپلمنځي توپيرونو وروسته، اخر موږ يو هڅوونكي ته اړتيا درلوده - داسې يو چاته چې اسلامي ملتونو سره يو او د دوى په منځ كې خواخوږي زياته كړي. دا نوښت د ولسمشر بوش په برخه و. ښه شو چې د اكتوبر د ۷مې جګړه دې پيل كړه!
دې ويده امت ته رښتيا د يو جنګ اړتيا وه. د هغه شاعر خبره:
پــه خــوب ويـده فكــرونه وپـارېـدل
ښه شو په دې سـيمه يو جنګ پـكار و
د بدلون پيل
هغه ويښتابه او د يووالي احساس چې ولسمشر بوش په مسلمانانو كې پيدا كړ، كېداى شي سيد جمال الدين افغاني هم نه وي پرې توانېدلى . رښتيا ده چې مظلوميت ډېر ځله خلكو ته هومره څه وركوي چې په عادي حالت كې يې نه شي ترلاسه كولاى. دا زياتى او ظلم دى چې قربانيانو ته يې په خپل منځ كې د يووالي، خواخوږي، مرستې او بيداري احساس وركوي.
پوره اووه كاله وشول چې امريكا د اسلام پر وړاندې د جګړې ډګر ته راوتلې ده، البته په يواځې سر نه، بلكې د صليبي ټلوالې او د هغې د "مسلمانو" خواخوږو د يوې ډلې په ملتيا.
د ۲۰۰۱م كال د اكتوبر په ۷مه امريكا په ښكاره د همدې كال د سيپتمبر د ۱۱مې پېښو په غبرګون كې يوه نوې جګړه پيل كړه چې پيل يې له افغانستان څخه و، ورپسې كړۍ يې د منځني ختيځ هېوادونه وو، راتلونكى يې ټوله اسلامي نړۍ ده او پاى يې كېداى شي اخر خپله د دې زبرځواك رانسكورېدل وي. د ۱۳۸۱ د تلې ۱۵م ماښام به هغو كسانو ته ښه ياد وي چې د ننه اوسېدل چې امريكايي توغندي او الوتكې زموږ په سر چورلېدې او موږ په بې وسۍ سره خپل هسك ته كتل. همدا نېټه چې د اكتوبر له ۷مې سره سمون خورې په معاصر تاريخ كې د ستر بدلون يو نوى ټكى او نه هېرېدونكې ورځ بلل كېږي. په اسلامي نړۍ كې دا تمايل په زياتېدو دى چې اصلا د سيپتمبر ۱۱مه نه، بلكې د اكتوبر ۷مه دې تاريخ جوړوونكې ورځ وبلل شي ځكه په همدې نېټې تروريستې امريكا د اسلامي امت پر وړاندې جګړه پيل كړه. همدا ورځ بايد په نړۍ كې د ترهګرۍ د خپرولو د پيل په توګه ياد كړل شي. ظاهربينه مسلمانانو د دې جګړې پاى ډېر نږدې ليدل ځكه دوى د لوېديځ له اوږدمهاله پلان څخه ناخبره وو.
ايا نړۍ رښتيا سوله ييزه شوې؟
ولسمشر بوش د اكتوبر په ۷مه د ده په وينا صليبي جګړه د دې لپاره پيل كړه چې په نړۍ كې سوله خپره كړي. هغه په ظاهره د ۲۹۷۳ امريكايي وګړو د مړينې د غچ اخيستلو لپاره دا جګړه پيل كړه. خو اووه كاله وروسته، په نړۍ كې د هغه څه ګواښ چې دوی يې ترهګرۍ بولي څو چنده زيات شوى، نړۍ لا بي ټيكاوه شوې او لا زياتې "ترهګريزې" پېښې رامنځته شوې دي، لكه په ۲۰۰۲ كې د اندونيزيا په بالي كې چاودنې، په ۲۰۰۳ كې د سعودي په رياض كې چاودنې، په ۲۰۰۴ كې د لندن د اورګاډو چاودنې او په ۲۰۰۵ كې د اردن په عمان او د مصر په شرم الشيخ كې كې چاودنو او... سربېره د درې زره امريكايانو په بدل كې، په عراق او افغانستان كې تر يو ميليون زيات وګړو ژوند له لاسه وركړ. نژدې پنځه زره نور امريكايان (خپله د دوی پّ حساب) ، چې دا ځلي ټول پوځيان وو، هم د جګړې په ترڅ كې تر اوسه ژوند له لاسه وركړى، چې البته دا هغه شمېره ده چې امريكايي چارواكي يې مني. كه نه، په واقعيت كې خو د دوى د تلفاتو شمېره په لسګونو ځله ښاييلوړه وي.
امريكا پر افغانستان باندې په دې موخه بريد وكړ، چې دا هېواد د القاعدې ځاله جوړه شوې او مشر يې اسامه بن لادن ته پناه وركړ شوې وه. امريكې د طالبانو رژيم د دې لپاره له منځه يووړ چې ګواکې هغوى خلكو ته د ازادۍ حق نه وركاوه او بل دا چې دا هېواد يې د كوكنارو په سرچينه اړولى. همدارنګه يوه لويه موخه يې دا وه چې سيمې ته سوله او دموکراسي راولي. د امريكا د دې جګړې موخې په ښكاره همدا پورته ټكي وو، خو ميدان ته له راوتو وروسته هر څه اپوټه وختل او د امريكې په تاوان تمام شول. اسامه بن لادن ونه نيول شو او نه يې شبكه له منځه يوړل شوه، بلكې لا زيات محبوبيت او غړي يې ترلاسه كړل. د امريكايي جګړې له بركته، خپله لوېديځوالو د څارګرۍ شبكو په وينا، د اسلامپالنې ذهنيت په تېرو پنځو كلونو كې په سيمه كې خورا وده كړې ده او له اسلامپالو ډلو سره د خلكو خواخوږي په چټكۍ سره مخ په زياتېدو ده، چې دا نېغ په نېغه د امريكا په ګټو ناوړه اغېزه كولاى شي. د طالبانو اداره له كابله پر شا شوه، او آن يو ځلې يې له ټول هېواده لمن ټوله شوه، خو په وروستيو كې بيا د يو ننګوونكي ځواك په توګه راڅرګند شول چې حتى د پراخو سيمو د بيانيولو جوګه شول. په وروستيو کې په افغانستان کې د جګپوړي امريکايي قومندان، په کابل کې د ملګرو ملتونو د مشر استازي او د ناټو د قومندان ويناوې چې په افغانستان کې جګړه په جګړې له منځه نه شي تلی او د خبرو اترو سربېره بايد ټولو غاړو ته په حکومت کې هم ونډه ورکړل شي، دا ښيي چې بهرنيانو مورال بايللی او خپل راتلونکی دوی ته هم پيکه ښکاري. دا خو ټول مني چې د افغانستان جګړه د لوېديځ لپاره مخ پر ځوړ روانه ده او تر اوسه د ګټل کېدلو هيلې چندان جوتې نه دي.
اپوټه پايلې
د امريكايي ادارې يو دليل دا و چې افغانستان د كوكنارو په سرچينه بدل شوى. په ۲۰۰۱ كې چې د طالبانو د واك وروستى كال و افغانستان د نړۍ يواځې پنځه فيصده كوكنار توليد كړل، چې هغه هم په بد طالبانو له واکه څخه په وتلو سيمو كې كرل شوي وو، خو په تېرو څو کلونو کې چې هېواد د امريكايې ادارې تر واك لاندې دى افغانستان د نړۍ د تر ټولو زياتو نشه يي توكو د توليد ريكارډ مات كړ او تر ۹۰ په سلو كې زيات كوكنار دلته كرل شوي و.
همدارنګه په عراق كې د صدام حسين د رژيم په راپرځولو سره د ولسمشر بوش ټولې هغه پلمې چې د عراق يرغل يې پرې توجيه كړى و درواغ وختې. نه هلته د ګڼ وژنې وسلې وموندل شوې او نه بيولوژيكي وسلې. صدام خپله ونيول شو، خو عراقيان له يوه سخت زړي مشر څخه خلاص او د يو وحشي او قاتل نيواكګر په منګولو كې پرېوتل. د عراق جګړې نه سيمې ته سوله او ټيكاو راوړل او نه عراق ته، بلكې برعكس هم يې دا هېواد د تودېدونكې جګړې په ډګر بدل كړ او هم يې سيمه د اسلامپالو په مركز واړوله. هغه ورانى او وژنو ته په پام سره چې امريكايانو په عراق كې وكړې صدام حسين يو عادل او مهربانه پاچا و، چې ښايي اوس ټول عراقيان ورته دعا كوي. دا د ولسمشر بوش د اسلام ضد جګړې د دوو سنګرونو څو بېلګې وې، هسې خو نور حقايق ډېر دي چې د هر يوه څېړل يې يوه بېله ليكنه غواړي. له دې نه څوك سترګې نه شي پټولاى چې په لبنان كې د اسرائيل جګړې چې د امريكې په ملاتړ او سلا پيل شوې وه، د دوى د هيلو خلاف د حزب الله قوت او محبوبيت زيات كړ او هغه يې په ټوله اسلامي نړۍ كې د يوې اتلې ډلې په توګه را وايسته. د ايران په ضد د فشارونو او ګواښونو پايله هم دا شوه چې د هغه هېواد اټومي پروګرام په تېرو دريو كلونو كې څو چنده پياوړى او چټك شو. د بوش اسلام ضد جګړې دوه نور سنګرونه په افريقا همدا اوس ګرم دي. سوډان ته د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د يرغلګرو ځواكونو لېږل چې د هغه هېواد د حكومت او خلكو له ټينګ مخالفت سره سره د امريكا او لوېديځ تر فشار لاندې ترسره كېږي دا ښيي چې متحده ايالاتو دا ځلې د افريقا په وچه كې د تېلو او نفتو زېرمو ته سترګې سرې كړې دي. په صوماليا كې د ګاونډيانو په مټ د يو جنګسالار د ادارې ملاتړ او د خلكو د خوښې د اسلامي محاكمو د واكمنۍ مخالفت ته هم امريكا د جنګ په مورچل كې ناسته ده او داسې ښكاري چې په هر قيمت وي نه پرېږدي په هغه هېواد كې ملي او اسلامي ډلې وده وكړي. د صوماليا او سوډان دواړو شخړې د اكتوبر ۷مې تر جګړې مخكې هم روانې وې، خو توپير يې دا دى چې اوس د امريكې پاملرنه ځكه هلته زياته شوي چې خپل هغه دښمن چې په عراق او افغانستان كې ورسره جنګېږي هلته يې هم د راښكاره كېدو ويره لري او په دې توګه هغه دوه جبهې هم د ايډيولوژيكي (يا په رڼو ټكو كه ووايو د صليبي) جګړې برخه ګرځوي. اقتصادي زيانونه خو لا په ځاى پرېږده، چې د بوش ادارې د څومره توقع درلوده تر هغه لس ځلې زيات تاوان امريكا ته ور اوښتى. په پنځه كلنه جګړه كې ويل كېږې چې امريكا تر درې تريليونه ډالرو پورې لګښت كړى وي، په داسې حال كې چې امريكايي ولس د دې اندازه پيسو د لسمې برخې توقع هم نه درلوده او د جګړې په پيل کې خو د بوش ادارې ولس ته ويلي وو چې په ټوله جګړه کې به شاوخوا اووه سوه ميليونه ډالره مصرف شي.
مننه بوشه!
بيا هم له ولسمشر بوش نه مننه چې امريكا ته يې هومره زيان ورساوه، چې بل هېڅ "ترهګر" په يواځې سر نه شواى كولاى. ده د نړۍ په هر ګوټ كې امريكا ته هومره دښمنان وپنځول چې هغه هېواد يې په دنيا كې تر ټولو منفور هېواد كړ. ده په تېرو څو كلونو كې هومره ترهګر وپنځول چې القاعدې په يوه پېړۍ كې نه شواى كولاى. ده اسلامپالنې او اسلامي يووالي ته هومره وده وركړه چې يو مخلص مسلمان نه شواى كولاى. ولسمشر بوش به د ۲۰۰۸ په نومبر كې خپله دنده پرېږدي، خو د امريكايي ادارې هغه تګلاره جوړوونكې چې د اكتوبر له ۷مې راهيسې يې جګړه توده ساتلې به لا هم پاتې كېږي او اخر به جنګ پاى ته رسوي كه نه جنګ به دوى پاى ته ورسوي. سيهزم الجمع و يولون الدبر.
د اصلي سرچينې تړاو:
http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=447&catid=3&Itemid=447