دا ليکنه لومړى په www.eslahonline.net کې خپره شوې ده.

 

محمد يونس برهان

په هغو هېوادونو کې چې روڼ اندي او سياستوال يې په رښتيا له وطن سره مينه لري، جګړه يا کوم بل لوی افت سيال او بېلابېل لورې سره يو کوي او د مشکل مخې ته يې يوموټی دروي. په دغسې ټولنو کې کړکېچ او غميزه د خلکو تر منځ د پيوستون او تېرېدنې سبب ګرځي ځکه ټول خپل هېواد ته په ورته توګه ځورېږي او ټول يې د ژغورلو هڅه کوي. خو په داسې هېوادونو کې چې روڼ اندي او سياسي مخکښان يې دوه مخې او د پرديو د لاس لاسپوڅي وي، هغوی بيا له راغلي افت څخه يوازې د خپل وطن د ويجاړولو او د بل د ودانولو لپاره ښه کار اخلي.

افغانستان درې لسيزې جګړې وسوځاوه او هرڅه يې ترې نه واخيستل، تر دې لوی بحران او غميزه په تاريخ کې پر افغانانو نه وه راغلې، خو د روشنفکره؟ طبقې او سياستوالو سر ته يې لا تر اوسه هم سد نه ده ورغلی. لاهم دلته جګړه او سوله د وطن د ګټو لپاره نه، بلکې د پرديو د خوشالولو او د هېواد د لا وېشلو لپاره کوو. لاهم چې څوک د ودانۍ پر خوا يو ګام مخ ته اخلي، زموږ کتنه او ارزونه د هغو تنګو کړيو له عينکو څخه وي چې لامله يې درې لسيزې کړېدلي يو. که څوک د سولې او روغې لپاره هم لاس را اوږدوي، موږ ورته د شک په سترګه ګورو، بلکې چورلټ يې ردوو. دا ځکه چې هر څه ته د خپلو شخصي، او ګوندي ګټو له دريځه ګورو، نه د هېوادپالنې او د اسلام له دريځه.

 

له طالبانو وېره او که له يو توکمه؟

له يو ناراضه مسلمان افغان ورور سره به سوله او پخلاينه د چا په تاوان وي؟ ايا په يوه جګړه وران کړي هېواد کې هم سوله د چا په تاوان کېدای شي، بې له جنايتکارانو؟

عجيبه ده چې يو څوک ځان ته روڼ اندی هم ووايي، د ملت او خلکو په نامه د خدمت او سياست خبره هم کوي، خو بيا هم دومره تنګ نظره وي چې روغه او سوله که څه هم په مجموع کې د ټول هېواد په ګټه ده، خو يو توکم ورڅخه زياته ګټه اخلي، نو مخالفت يې کوي. که شف شف نه، شفتالو ووايو، نو د طالبانو له خبرو اترو سره د متحدې جبهې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي ظاهر طنين او د بهرنيو چارو د وزير سپنتا مخالفت بله څه مانا لرلی شي، پرته له دې چې هغوی د حکومت مخالف لورې چې عمدتآ پښتانه دي حضور په حکومت کې نه غواړي؟

د دې استدلال تاييد د هغو مطبوعاتو تبصرې هم کوي چې بنسټ يې پر قومي تعصب او فاشيزم باندې اېښودل شوی. د سعودې خبرو اترو ته د ياد شويو چارواکو او د هغوی د همفکره مطبوعاتو او نورو کړيو په ويناوو کې له طالبانو څخه وېره د توکمپالنې د چلند په بڼه له ورايه ښکارېده.

زما خپل تحليل خو دا دی چې طالبان ښايي په اوسنيو شرايطو کې هېڅ سولې ته غاړه کېنږدي. ښايي هېڅکله د پخلاينې له دريځه ونه غواړي راشي، خو افسوس د هغو کسانو په حال دی چې له خپلو افغانانو سره د همدې بعيدې احتمالي روغې جوړې لامله په ويره کې دي او خپل مقامونه ورته په خطر کې اېسي.

 

قومي او ګوندي ګټې د ملي ګټو پرځاى

د دغو متعصبو او غيرملي کړيو چلند ښايي د دوی پر ضد د طالبانو عقده نوره هم زياته کړي او هغوی نور هم د پوځي حل پر منطق ټينګ کړي. دا به له بل لورې همدا د افغانانو د يووالي مخالفې حلقې نور هم د اشغالګرو ځواکونو په پاتې کېدو پسې ټينګ کړي ځکه د طالبانو مخنيوی يوازې همدې ځواکونو کړی. هېڅ افغان ته نه ده پکار چې خپل پايښت د بهرني يرغلګر په وجود پسې وتړي. اشغالګر به بالاخره يو ورځې وځي او يا به وايستل شي، دا هېواد خو بيا هم يوازې افغانانو ته پاتې کېږي.

که هر څوک د خپل ګوند، پاټک او قوم له دريځه د بل تنظيم يا توکم د شتون مخالفت کوي، او هغه هم د ناولي اشغالګر په مټ، په لوی لاس د خپل وطن له راتلونکې څخه ځان بې برخې کوي.

نه پوهېږم د دغو ړوند اندو سر ته به څه وخت عقل ورځي. دوی به د المان د وېش او بيا يوځای کېدنې تاريخ هم لوستی وي، دوی به د توکم پر بنسټ د ختيځې اروپا د هېوادګوټو ويجاړوونکي شخړې او وېش هم لوستی وي، د خپل هېواد د نوييمو کلونو د خپلمنځيو جګړو سناريو خو به يې لاهم سترګو ته ولاړ وي، خو بيا هم هغه ده د قومي تعصب او کرکې په ژبه وغږېږي. دلته هېڅ سياستوال، چې ډېری يې پخوا پاټکوال وو، د ملت په ژبه او د ملت په ګټه نه غږېږي. په هره پديده، لويه او وړه پرمختيا کې خپلې ګوندي او قومي ګټې په پام کې نيسي. بالاخره به د وطن او ملت په توګه د افغانستان او افغانانو غم څوک کوي؟ زه چې د هېواد د تېرو شلو کلونو سياسي تاريخ ګورم، داسې راته ښکاري چې جنګ خپله يو مشکل يا اصلي ناروغي نه ده، بلکې جګړه يو عرض symptom دی چې د اصلي ناروغۍ په معالجې سره له منځه تلی شي. او اصلي ناروغي، زما په تشخيص، توکمپالنه او قومي او لساني کرکه ده چې د هېواد ټبرونو نه، بلکې د هغوی له نامه څخه استفاده کوونکو روڼ اندو او سياستوالو رامنځته کړې ده.

 د دې ليکنې د لومړنۍ سرچينې تړاو:

http://www.eslahonline.net/index.php?option=com_content&view=article&id=511&catid=3&Itemid=511