مرګ يوريښتونی حقيقت دی

په موږکي له هرچاڅخه مرګ هېرېږي،موږهره ورځ جنازې وينوچې په ترمخ موتېرېږي خوهيڅکله موپه سرکي داخيال نه راګرځي چې چې يوه ورځ به موږ موږهم مړه کېږو،حتی دخلکودجنازې په لمانځه ګډون کووبياهم په دنياوي کارونوکي سوچونه وهو،هرڅوک په داسي اندازفکرکوي چې نورخلک به ټول مړه کېږي خودی به ژوندی وي حال داچې هرانسان ښه پوهېږي چې يوه ورځ به دنيامخ ترې اړوي اوله دې ځايه به ځي .
انسان که هرڅومره ژوندی پاتي هم شي يوه نه يوه ورځ به يې مرګی راځي شپېته،اويا،سل کاله،آخرزيات ترزيات ترڅومره زمانوژوندی پاتي کېدلای شي؟ آياداموده به بيانه ختمېږي ؟
آياداخبره ترټولوښه نده راته وا ضحه شوي چې هغه خلک چې سل کاله ژوندي وبالآخره مړه شول ؟
حضرت نوح عليه السلام په خپل قوم کي نه سوه اوپنځوس(٩٥٠) کاله ددعوت اوتبليغ فريضه اداکړه نن هغه حضرت نوح عليه السلام چېرته دی ؟ آياهغه په دې فاني نړۍ کي شتون لري ؟ آيا هغوئ له مرګ سره يوځای نشول ؟

آخرت ته چمتووالی

نوکله چې مرګ هغه ريښتونی حقيقت دی چې هيڅوک ترې بچ کېدلای نشي نوبياموږولي ددې حقيقت په اړه سوچ اوفکرنه کوو؟ اوتياري نه ورته کوو؟
که يوچاته داسي سفرپه مخکي وي چې دروانېدوونېټه يې نامعلومه وي نوآيادی به ددې سفرله پاره تيارنه اوسېږي ترڅودروانېدوله اطلاع سره سم پاڅېږي اوروان شي ؟
دژمي په تېرشوي موسم کي چې زه په عمان کي وم نوماپه خپلوسترګوداوقعه وليده چې داردون ځينواستاذانودسعودي له حکومت سره دخدمت معاهده کړي وه هغوئ ته حکومت داخبرداری ورکړی وچې طياره کله هم ددوئ دوړلوله پاره راشي نوبې ځنډه به ځان ورته رارسوي له دې امله هغوئ هروخت تياراوسېدل .
دخبرله اورېدوسره ځينوکسانودخپل سفرکاغذونه پوره کړي اودسفرپه مهال په کارراتلونکی سامان يې هم تياريښی واوله خپلودوستانواوملګروسره يې ليدلي اوله هرډول بوختياڅخه يې ځان فارغ کړی وو.
هغوئ چې کله وغوښتل شول نوفوراهوايي ډګرته ورسېدل اوځينوکسانوچې سستي کړي وه اووخت يې شاته کړی وهغوئ چې کله دراتلوخبرواورېده نوديوڅه وخت غوښتنه يې وکړه ترڅوله ښارڅخه اړين سامان واخستلای شي اوله خپلوخپلوانواوملګروسره وګوري اوله حکومت څخه پاسپورټونه او............ راواخلي ـ داغوخلکوته هيڅ وخت ورنکړای شواوطياره ترې ولاړه .
ليکن ملک الموت چې کله راشي هغه نوبياطيارې ته ورته سړی په خپل ځای نه پرېږدي بلکه په زوريې نيسي اوله ځان سره يې وړي ـ تاسوکه هرڅومره انکاروکړئ بلکه ديوه ساعت،يوه دقيقه،اوديوې وړې شېبې مهلت هم نه درکوي ځکه چې هغه مهلت ورکولای هم نشي دادهغې په واک کي نه ده اوموږهيڅ په دې نه پوهېږوچې ملک الموت به کله راځي اوله ځان سره به مووړي .
اودامرګ څه شی دی؟حقيقت يې څه دی؟ راځئ چې ويې پېژنو
دانسان ژوندپه بېلابېلومراحلوتقسيم دی ،لومړۍ مرحله هغه وه چې کله دمورپه رحم کي دجنين په حالت کي وو،بيادوهغه مرحله راغله چې کله ده پکې دنياته راتګ احساس کړ،اودرېيمه مرحله راتلونکي مرحله ده کله چې همدغه انسان دمرګ له وخته نيولي دقيامت ترورځي پوري ددنيااوآخرت ترمنځ پړاو( برذځ ) کي اوسېږي،اوآخيري مرحله چې ابدي اوغيرفاني ده اودهغه ځای ژوندحقيقي ژونددی،دآخرت مرحله ده اودهري مرحلې د تېري شوي مرحلې په مقابل کي هغه حيثيت دی چې له دې وروسته مرحله يې په خپله ددې په مقابل کي لري .
دادنيادموردنس دتنګ والي په مقابل کي دومره وسيعه اوپراخه ده لکه څومره چې برذخ ددې دنيا په پرتله وسيع اوپراخ دی .
ماشوم چې کله دمورپه رحم کي وي نوهمدغه ورته خپله دنيابرېښي که چېرته داماشوم دسوچ اوپوهي خاونداودسوال اوځواب قابل شي نووايي به چې له دې ځايه وتل يې مرګ دی ـ يقيني مرګ !
که په رحم کي په يوه وخت کي دوه ماشومان وي اويويې له دوهمه مخکي پيداشي اودوهم چې دده ملګری ده لومړی هغه بهرته تلونکی اوله ده نه جداکېدونکی ويني نويقينابه دافهموي چې ملګری يې مړاوچېرته دفن شوـ ماشوم که چېرته پېروان ( دغوښي هغه ټوټه چې دماشوم له پيداکېدوسره دهغه له نوڅخه پرې کېږي ) وويني نوداسوچ به کوي چې دايې دورورلا ش دی اوهغه ته په کتلوسره به داسي ژړېږي لکه مورچې دخپل زړه ټوټه قبرته دټيټېدوپه حالت کي ژاړي ځکه چې هغې به خپل ماشوم له ګرداوغبارڅخه هم بچ ساته .
هغه ته دانه ده معلومه چې دماشوم دامړجسم هم پېروان ته ورته دی .
دانسان بدن هم په اصل کي هغه کميس ته ورته دی چې خيرن،مردار،او وشکېږي اودپه کارنه راتلوله کبله غورځول کېږي .
همدغه په اصل کي دبدن مرګ دی چې په حقيقت کي دنوي پيدايښت مترادف دی ـ دادژوندون له يوې مرحلې څخه وتل اويوې بلي نوي اوارام لرونکي مرحلې ته داخلېدل دي .
دادنيايوه کزرګاه ده دلته زمونږژونديوه مهاجريامسافرته ورته ده لکه څرنګه چې يوسړی امريکاته دتلوپه مهال دلاري په اوږدوکي له خوراډېروهيوادونوتېرېږي دامسافرپه الوتکه کي خپل ځان ته ښه اوبهترځای غوره کوي اوداغوښتنه لري چې په کوټه کي ورته هرډول راحت پيداشي ليکن دانشي کېدلای چې هغه دي خپله سرمايه دکوټې په نوي فرش اوددېوالونوپه ښکلاولګوي چې دده شتمني يواځي په دې کارختمه شي اوامريکې ته تش لاس ورورسېږي .
هغه به يقيناداسوچ کوي چې په دې کوټه کي زمااوسېدل زيات ترزياته يوه هفته دي له دې کبله بايدپه هغوشيانوچې په کوټه کي راته ميسرشوي دي قناعت اووخت پرې تېرکړم اوپکارده چې خپله شتمني وساتم ترڅوامريکا ته په رسېدوکورواخلم اودهغه بندوبست په سمه توګه وکړای شم ځکه چې هلته به مستقل اوسېږم .