بسم الله الرحمن الرحيم
د افغاني ويبلاګونو شمېر تر درځنونو اوښتى، د ويېبسايټونو هم. خو څومره د کار څه پکې موندلى شو؟ دا ګوره، ټول افغان بلاګونه زما پر مخ پرانيستې دي: يو يې د مينې شعر غږوي، ها بل بيا بمونه اوروي، دا بل بيا له انځورونو څخه نه دى ستړى. تر ټولو وتلو نومونو بيا خپل بلاګونه يوازې د خپلو غونډو او راپورتاژونو خبرپاڼه ګرځولې ده. ځينې د کار خبرې هم د لږو له قلمه راوځي، خو په شعارونو که کومه وړۍ شړۍ شوې وي، موږ به هم د خپلې اوږدې غميزې ګرېوان ګنډلى و.
دا دى، هسې د ځان د ازموينې لپاره ما هم د بلاګ نړۍ ته را ودانګل. البته، دا زما ناڅاپي راختل نه وو، له يوې مودې راهيسې يې په فکر کې وم. بيا مې مواد ورته لټول او ليکل. غټه خبر زه هم نه کوم. و ما توفيقي الا بالله.
د بلاګونو، ورځپاڼو، مجلو او سايټونو پرانيستل نن افغان ځوانانو ته هم د يو نسوار کار ګرځېدلى. خو په چلولو کې بيا څنګه؟ رښتيا ځواب وواياست چې په دغه څو سوه سايټونو کې د ګوتو په شمېر، هو د ګوتو په شمېر چې تر پنځو زيات نه وي، د کار سايټونه شته دي؟ په دغه څه باندې ٦٠٠ مجلو او چاپي خپرونو کې څومره د خپلې تندې ماتولو لپاره ليکنې موندلى شئ؟
يو چا ويلي چې د ډېرو شاعرانو او ليکوالانو، او همدارنګه د ملايانو په خبرو کې چې تاثير نه وي، دليل يې دا دى چې هغوى خپله پر هغه څه باور نه لري چې وايي يې؟ ښايي موږ ته هم همدغسې څه را شوي وي.
نو، څښتنه ستا پر نامه يې پيلوم او د ستا لپاره! که مې قلم ستا د بنده ګانو او دين له چوپړه اوښت، ربه مه يې چلوه!
تاسې واياست امين.