دا چې پرون ، نــن او سبا وژنــــي
د کلي خلک مـــو بې ګناه وژنـي
دا د غليم مکر ، دوکه ده ګورئ
چې مې دکور هم د صحرا وژني
تمه د رحم ، ستړيدو يې نشته
قاتل بـــې رحمه دی دنيا وژني
کله ږ دي يو نوم کله بل نوم راته
دا بل څوک ندي ما او تا وژني
خپلو نــاوړو پلانــــو په خاطر
څوک په تياره څوک په رڼاوژني
راځئ چې يوکړوداخواره قومونه
لږ شو بيداره چـې مــو بيا وژني
څوبه ويــده يودغفلت پــه خوبو
چې په جومات کې مو ملاوژني
يوه جرګه يــــوه نــــاره شــو سره
زموږه زوړ هــم مـــوبرنا وژني
څو به بـــاور په بې بـــاورو کوو
افغاني ستا دين او رضا وژني
---------------------------------
سميع الدين افغاني
١٥ - ٣ - ٢٠١١ م٠ کال
02.03.2011
- نبراس الحق عزيز
مه وژنۍ نورسه ځوانان مه وژنۍنور دا ببر سرمـاشومان مه وژنۍ
بس کړۍ دغــه ظلم او جفا نــورهنوردکلې زوړ اوځوانان مه وژنۍ
پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شيزموږد انازولي بچيان مه وژنۍ
تاسې به هم کــور لرۍ اولاد لرۍدغه بې ګناه انسانان مه وژنۍ
صرف دغـارتګر اوتر...
11.04.2011
- نبراس الحق عزيز
مرګ يوريښتونی حقيقت دی
په موږکي له هرچاڅخه مرګ هېرېږي،موږهره ورځ جنازې وينوچې په ترمخ موتېرېږي خوهيڅکله موپه سرکي داخيال نه راګرځي چې چې يوه ورځ به موږ موږهم مړه کېږو،حتی دخلکودجنازې په لمانځه ګډون کووبياهم په دنياوي کارونوکي سوچونه وهو،هرڅوک په داسي اندازفکرکوي چې نورخلک به ټول مړه کېږي خودی به ژوندی وي حال داچې هرانسان ښه پوهېږي چې يوه ورځ به دنيامخ ترې اړوي اوله دې ځايه به ځي .انسان که هرڅومره ژوندی پاتي...