لطف الله خیرخوا
هـره آييـنـه بـانــدې غبـــار دی پــه دې ښـــار کــې
عقل د هـوس پـه مـی خـمــار دی پـه دې ښـار کـې
دا دمحبــت د خـپلـــوۍ تـار دی پــه دې ښــار کې
شرم د جـذبـو حـسين اظـهار دی پـه دې ښـار کـې
پــــت پکـــــې ارزانـه لـه کــوټـه لالـه خـــرڅـيـــږي
داسې يو بې ننګه غوندې کار دی په دې ښار کې
بـريښـي چـې ګـوهـر او خرموره پکـې يـو شـان دي
پروت چې د زړګي غمی په لار دی په دې ښار کې
ژونــد لکـه چــې خپلــه معـنا نـه ورکـوي ښــکاري
داسـې چـې ايمـان له سـره ځـار دی په دې ښـار کـې
دلتــه کــې هيڅـوک د چــا خيـرخـوا نـدی ملګــرو
او هـر سړی د هـر سړي نګار دی په دې ښـار کـې!!
12.09.2010
- نبراس الحق عزيز
ددائمي اوعارضي خوندونوتوپير دې مثال ته لږفکروکړئ چې که له چاڅخه په باقاعده قانوني خط ياپه بله اصطلاح قواله باندي يواځي ديوه کال له پاره دامعاهده و شي چې ...............يوکال که هرڅومره مال وغواړي ورکول کېږي به،په هرښارکي چې په هرعالي محل کي اوسېدل وغواړي اوسېدلی به شي،هره ښځه چې يې خوښه شي واده به ورسره کولای شي،بلکه له دريوڅلوروياکه هرڅوښځي يې خوښي شي حتی که هره ورځ يوې ته طلاق ورکړي اوله بلي سره و...
30.09.2010
- نبراس الحق عزيز
رالیږونکی: صفي الله
خوشحالۍ د غم په کلي کې اړولي دي. غم لکه سیوری خوشحالیو سره روان وي. انسان پرې پام نه کوي، خو کله چې د سختو وختونو لمر په پوره حرارت سره پرې وغورځي، نو پرې پام یې شي او د سختې تندې ماتولو لپاره اوبو پسې ګرځي؛ د اوبو همدا لټون ژوند دی،ځانونه تږي کړ...