ددائمي اوعارضي خوندونوتوپير
 
دې مثال ته لږفکروکړئ چې که له چاڅخه په باقاعده قانوني خط ياپه بله اصطلاح قواله باندي يواځي ديوه کال له پاره دامعاهده و شي چې ...............
يوکال که هرڅومره مال وغواړي ورکول کېږي به،په هرښارکي چې په هرعالي محل کي اوسېدل وغواړي اوسېدلی به شي،هره ښځه چې يې خوښه شي واده به ورسره کولای شي،بلکه له دريوڅلوروياکه هرڅوښځي يې خوښي شي حتی که هره ورځ يوې ته طلاق ورکړي اوله بلي سره واده وکړي نوده ته به يې اجازه وي له دې پرته که هرڅه اوهرڅومره شی وغواړي ورته پيداکېږي به ليکن په بدله کي به يې له يوه کاله وروسته په دارځړول کېږي .
آياداسړی به دې معاهدې ته اماده شي؟ آيادی به دانه وايي چې ديوه کال په دې لذت اوعيش (چې پايله يې حتمي مرګ دی ) باندي لعنت وايم؟ آيادی به په دې وخت کي دتصورپه دنياکي خپل ځان په دارځړول شوی نه ويني؟ اودابه نه محسوسوي چې مرګ يې راغلی ده؟ اواوس ورته هيڅ هم ندي پاتي ـ بياددارتکليف خويواځي ديوڅودقيقوله پاره وي خودآخرت عذاب په نه ختمېدونکوزمانوباندي محيط دی .
په موږکي به داسي څوک نه وي چې په خپل ژوندکي يې هيڅ ګناه نوي کړي اودهغې لذت دي يې نه وي محسوس کړی ـ لږترلږه دومره خوبه ضرور شوي وي چې يوه ورځ يې دسهاردلمانځه له پاره دتلوپه مقابل کي دبسترې لطف او راحت ته ترجيح ورکړي وي ! تاسووواياست چې هغه لذت چېرته ولاړچې له ننه لس کاله وړاندي موپه يوه ګناه کي څکلی وو؟ له هغه څخه نن څه راپاتي دي ؟
دغه رازداسي شخص به هم نه وي چې کله نه کله يې دځينوفرضودپرځای کولوله پاره خپل ځان نوي مجبورکړی اوپه دې سلسه کي يې تکليف نوي برداشت کړی ـ کم ترکمه دروزې په مبارکه مياشت کي به يې خامخادروزې دلوږي اوتندي تکليف محسوس کړی وي ـ اوس دغور وړ خبره داده چې نن زمونږ په احساس کي دلس کاله مخکي رمضان په روزه کي برداشت کړي لوږي ياتندي تکليف څومره حصه پاتي ده؟ ښکاره ده چې هيڅ هم نشته ، وخت ولاړخبره ولاړه ..................!
ددې معنی داراوځي چې کومه ګناه موکړي وه دهغې لذت خوختم شوليکن په آخرت کي يې عذاب لاپاتي ده ـ ددې برعکس کومه نېکي ياعبادت چې موکړی ودهغه مشقت اوتکليف خوولاړليکن داخروي ژوندله پاره يې ثواب پا تي ده .
اودمرګ په وخت کي ، ښکاره خبره ده چې هغه مهال به له موږسره نه هغه خوندونه وي چې په ژوندکي مودګناه په کولوسره څکلي ووـ اونه به هغه مشقتونه وي چې دعبادت يا خداوندي اطاعت له وجي موبرداشت کړي وو، دادواړه کيفيتونه به ختمېږي اما ددوئ نتائج به دګناه ياثواب په شکل پا تي وي .
 
دتوبې بهانه اوناکامي
 
هرايمان لرونکی شخص غواړي چې دتوبې په کولوسره دالله جل جلاله په يادبوخت شي ليکن ډېری هغه داکارشاته ټېلوهي اودسباله پاره يې پرېږدي .
ماپه خپله هم مخکي داسوچوله چې کله حج وکړم نوله ټولوګناهونوبه توبه وباسم اودالله جل جلاله لورته به متوجه کېږم بيامي چې حج وکړنودتوبې وعده مي پوره نکړای شوه،له دې وروسته مي خپل زړه ته داتسلي ورکوله چې کله دڅلوېښتوکالوعمرته ورسېږم نوله هروبدوڅخه به توبه کاږم،داوه چې څلوېښتوکالوته هم راورسېدم خوحالات مي په همغه ځای پاتي واوتوبه مي ونکړای شوه،بيازماعمرله شپېتوکلونوهم زيات شوليکن حالت همغه وتوبه مي نصيب نشوه تردې چې دادی اوس سپين ګيری شوی يم خودتوبې توفيق لا تراوسه ندی ميسرشوی .
ددې مطلب داندی چې زه بدکاريم اوهرحرام اوفحش کارکوم ( بحمدالله داسي هيڅ خبره نشته ) بلکه زمامقصددادی چې انسان له خپل ځان څخه دنېک جوړولوخواهش اوآرزولري خودراتلونکي له پاره يې پرېږدي اوپه دې کارکي دا سوچوي چې مرګ ته اوس ډېرمهلت لاپا تي دی اوخوراډېرعمرمي په مخکي پروت ده بيابه يې ګورو .
ماپخپله دوه ځلي له ډېرنژدې څخه مرګ ليدلی دی هغه مهال ماته ددې سخت احساس وشوچې ماپه خپل ژوندکي له وخت څخه هيڅ ګټه پورته نکړه اودژوندپه هغوشېبومي چې له اطاعت اوعبادت پرته تېري شوي وې دسخت ندامت احساس وکړ،په خداي قسم کوم څه چې زه وايم ټول حقيقت دي .
اوبياچې کله دمرګ له کومي بچ شوم نودڅوورځله پاره داکيفيت پاتي و اوزه هم نېک اوسم شوم،له دې وروسته بيادژوندپه فرېبونوکي ورک شوم اومرګ مي هېرشو !