ژباړه: محمد اسماعیل عندلیب
اوږدې دې خو ګټورې دي.
يو ليوني يو لمونځ کوونکى وليد چې د خپل رب په مناجات بوخت ؤ ژړل يې ، اوښکې يې پر اننګيو روانې وې او داسي يې ويل :
اى خدايه په اور کې مې مه اچوه ، ماسره نرمي وکړه او په ما رحم وکړه .
اى مهربانه ، د زيات رحم خاونده د اور عذاب مه راکوه .
زه ناتوانه يم د اور سيزل نه شم زغملاى نو په ما رحم وکړه .
پوستکې مې ډير نرې دې د اور ګرمي نه شي ګاللاى نو په مارحم وکړه.
هډوکي مې ډير ضعيف او کمزوري دي د اور د سختۍ توان نه لري نو په ما رحم وکړه .
ليوني په زوره وخندل ، لمونځ کوونکي ورته وکتل او ويې ويل :
څه شې وخندولى اى ليونيه ؟
ليوني په ځواب کې وويل ستا خبرې وخندولم .
-او پدې کې د خندا څه خبره ده ؟
-ځکه د اور د ويرې څخه ژاړې .
لمونځ کوونکى پوښتنه ځينې وکړه او ته د اور څخه نه ډاريږې ؟
ليوني وويل : نه زه له اور څخه نه ويريږم .
لمونځ کوونکي وخندل او ويې دا سمه ده چې ته ليونى يې .
ليوني وويل : ته څنګه د اور نه ويريږې پداسي حال کې ستا سره هغه مهربانه رب ملګرى دى چې رحم او مهرباني يې د هر څه څخه زيات دي؟
لمونځ کوونکي وويل : ځکه چې ګناه ګار يم که چيرته ما الله تعالى د خپل عدل په تر سره کولو سره په دې ګناهونو ونيسي نو اور کې به مې واچوي ، ما نافرماني کړى ، لمونځ مې پرې ايښې ، درواغ مې ويلي اوس نو د دې لپاره ژاړم چې الله تعالى په مار رحم وکړي ، بخښنه راته وکړي ، ماسره د خپل عدل له مخې حساب کتاب ونه کړي ، بلکه د فضل ، مهربانۍ او نرمۍ له مخې راسره معامله وکړي څو اور ته وردننه نه شم .
دلته نو ليوني د لمړي ځل څخه هم په لوړ اواز وخندل .
لمونځ کوونکى حيران او نا ارامه شو.
ليوني وويل اى لمونځ کوونکيه! ستا سره داسي خداى دى چې عدل کوي او ظلم نه کوي او ته د هغه د عدل نه ويره لرى ؟
ستا سره داسي رب دى چې بخښونکى ، مهربانه او توبه قبلوونکى دى او ته د هغه د اور څخه ډاريږى .
لمونځ کوونکي وويل اى ليونيه ته د خداى نه نه ډاريږى ؟
ليوني وويل بې شکه چې زه د خداى څخه ويريږم ، خو زما ويره د هغه د اور څخه نده .
لونځ کوونکى حيران شو او ويې ويل کله چې د هغه د اور نه ډار نه لرى نو بيا ستا ويره د څه نه ده ؟
ليوني وويل : زه د خپل رب سره د مخامخ کيدو څخه ويره لرم ، د دې څخه په ډار کې يم کله چې هغه (رب) زما څخه پوښتنه وکړي اى زما بنده! ولې دې زما نافرماني کوله ؟
اوس نو که زه د اور لايق يم نو زه دا هيله لرم چې لوى رب ما د پوښتنې سوال ، ځواب ، حساب او کتاب څخه بغير اور ته داخل کړي دا اور ماته ډير اسانه او د زغملو وړ دى تر دې چې هغه لوى رب زما سره حساب کتاب وکړي .
زه نه شم کولاى چې زه د هغې لوى رب سره خپلې سترګې مخامخ کړم ، ما د هغه سره خيانت کړې هغه مې په ياد نه دې ساتلې نه په دنيا کې او نه په اخرت کى .
که چيرته زما رب زما په اور ته ننوتلو رضا وي نو هيڅ باک نشته .
لمونځ کوونکى حيران شو او د ليوني خبرو د فکرونو په درياب لاهو کړ.
ليوني وويل ، اى لمونځ کوونکيه! زه تاته د يو راز غوټه سپړم ، هيچاته يې مه ښکاره کوه .
-دا راز څه دى اى عقلمند ليونيه ؟
-اى لمونځ کوونکيه! زما رب ما اور ته نشي ننويستلاى ته پوهيږې ولى؟
-ولې اى ليونيه ؟
-ځکه چې ما د الله عبادت د هغه سره د خپلې مينې او شوق په سبب کړى او تا د هغه (رب) عبادت د ويرې او تمې په سبب کړى دى .
په الله باندې زما ګمان ستا د ګمان نه ډير غوره دى او د هغه څخه زما اميد ستا د اميد نه ډير ښه دې نو اى لمونځ کوونکيه د هغه څه لپاره چې ته يې اميد نه لرې ډير هيله من او ښه اوسه .
موسى عليه عليه السلام د اور د سکروټې د راوړلو لپاره څو ځان پرې ګرم کړې تللې ؤ بيرته د پيغمبرۍ سره راوګرځيد .
او زه چې د دې لپاره تللې وم څو د خپل رب جمال وګورم نو ليونتوب مې په برخه شو.
ليونې په خندا خندا د هغه څخه ولاړ او لمونځ کوونکى په ژړا پاتي شو د ځان سره يې وويل : دا نه منمه چې دا سړې دې ليونې وي ، دا خو د ټولو هوښيارانو څخه هوښيار دى او زه ريښتينې ليونې يم ، زه به د هغه خبرې په خپلو اوښکو وليکم .
امير المؤمنين علي رضي الله تعالى عنه فرمايلي دي : د هغه څه لپاره چې ته يې اميد نه لرې ډير زيات هيله مند اوسه .
پس موسى د عمران ځوى د دې لپاره ولاړ چې د خپلې کورنۍ لپاره د اور سکروټه راوړي ، الله تعالى ورسره خبرې وکړى او پيغمبر شو .
د سبا د ښار ملکه کافره روانه شوه ، د سليمان عليه السلام سره يې ايمان راوړ ، له بلې خوا د فرعون جادوګران د دې لپاره روان شول چې عزت تر لاسه کړي ، مسلمانان شول .
اى خدايه زه به تا څنګه هير کړم چې ته ما هميشه ياد لرى ؟
ستا څخه به په څه ډول غافل شم پداسي حال کې چې ستا تر نظر لاندې يم .
پاى
د عربي څخه ژباړه