لیکنه: شهید زوی

دفرانسې په نوم دغربي نړۍ يوپرمختللى خپل ځان مهذب ګنونکى اوجمهوري دولت د 2 زره او5 سوو هغه مېرمنو نه په سختې وېرې ؟! کې دى چې دخپلو کورونو نه دراوتلو پرمهال دخپل عفت اوعصمت ساتنې اودخپل رب دحکم پوره کولوپه غرض خپل مخونه په نقاب پټوي ، ددې مېرمنو نه دفرانسې وېره دې حدته رسېدلې ده چې دهيواد ټولو پوليسو اواستخباراتي کړيوته مسؤليت ورکړل شوى و چې دهغه مېرمنو اصل شمېره معلومه کړي کومې چې بازارته په بوکروکې وځي، دامنيت اوترافيکي نظام لپاره چې په هيواد کې کومې کمرې نصب شوي دي دهغې نه هم کارواخيستل شو اوچې ټول معلومات راټول شول نواېله ددې مېرمنو شمېره 2500  ته ورسېدله په ټول هيوادکې دا ډېره کوچنۍ شمېره ده خوبياهم دفرانسې سياستوال اورسنۍ پدې ټينګارکوي چې ددې مېرمنو حجاب دهيواد دامنيت لپاره خطر دى نوبايد بنديز پرې ولګول شي .

په حجاب بنديز ولګول شي که نه ؟ ددې لپاره دفرانسې په پارلمان کې يوه کميټه جوړه شوې وه ، چې ديوکال اوږدو مشورو اوبحثونو نه پس اوس دې کمېټې حکومت ته مشوره ورکړېده چې دمسلمانو مېرمنو په حجاب دې بنديز ولګول شي او ددې لپارهدې دهيواد په قانون کې اصول وضع شي ، حکومت ته دپارلمان دکمېټې دراپور وړاندې کېدلونه وروسته حکومت خپلو ارکانو ته دا راپور وړاندې کړ ارکانو يې په پلوۍ کې په اتفاق رايه ورکړه چې اوس يې دقانون جوړولو عمليه پيل شوې ده اودولت وايي چې په جولاى کې به پرحجاب دبنديز قانوني مسوده ولسي جرګې اوداګست په منځ کې به دسنا مجلس ته وړاندې کړاى شي ، په ښکاره په ولسي جرګې ياسنا مجلس يوکې هم ددې قانون دردېدا څه نښې نه ښکاري ځکه چې په دې دواړومجلسونوکې دحکومت اکثريت دى نوتمه همداکيږي چې داګست ترآخره به په حجاب دبنديز قانون جوړ او ددې کال دپاى ته رسېدلو نه وړاندې وړاندې به پرمسلمانو مېرمنوعملي شي . ديادولو وړ ده چې په فرانسه کې د '' فرينچ اسټيټ کونسل ''په نوم يوه بله عالي جرګه ګۍ هم وجودلري ، پخواني ټول ولسمشران، لومړى وزيران، دولسي جرګې وياندويان اود سنا مجلس مشر ددې جرګه ګۍ غړي وي ، په فرانسه کې چې دهرشي په بآره کې نوى قانون جوړيږي اوياپه قانون کې ترميم کيږي نود نوموړې جرګه ګۍ نه يې منظوري اخيستل ضروري وي دولت ددې جرګه ګۍ رايې ته ډېر اهميت ورکوي اوداجرګه ګۍ چې کوم قانون ردکړي نو هغه قانون بيا قانوني حيثيت نه شي لرلاى ، تېره مياشت چې کله په بوکرو دبنديز لګولو لپاره دقانون جوړولو پاڼې دمنظورۍ لپاره '' فرنچ اسټيټ کونسل '' ته ولاړې نواسټيټ کونسل پدې هکله دڅېړنواوبحثونو نه پس وويل چې په بوکرو دبنديزلګولو قانون جواز نلري اودعملي کېدو په صورت کې يې ډېر نور قوانين دپښولاندې کيږي نوغوره داده چې دولت پدې قانون نظرثاني وکړي...

اسټيټ کونسل داقانون رد نکړ البته دولت ته يې پدې قانون دبياکتنې سپارښتنه وکړه خودولت يې ددې سپارښتنې هيڅ پروا ونه ساتله اودقانون جوړولو عمليه يې روانه وساتله .

په بوکرودقانوني بنديز لګېدونه لادمخه ددې بد اثرات په مسلمانومېرمنوښکاره شوي،څوورځې د مخه دفرانسې دپوليسو له لورې يوه مسلمانه مېرمن لدې امله مالي جريمه شوه چې دموټرچلولوپرمهال يې نقاب پرمخ و،ددې جرېمې په باره کې داروپاپه زياترو رسنيوکې ليکل راغلل اوډېرودا امتيازي سلوک وګڼلوخودفرانسې دولت يې هيڅ پرواونه ساتله بلکې دفرانسې دپوليسوله لوري چې دمسلمانومېرمنو پر ضد داسې کړه وړه کيږي تائيد يې وشو، اوداپيغام ورکړل شوچې دوى چې څه کوي ښه کوي .

په فرانسه کې دواکمن ګوند '' يوايم پي '' واکمني دپخواني ولسمشرژاک شيراک دحکومت تسلسل دى ځکه چې هغه هم دهمدې ګوند سره تړاو درلودلو، ددې ګوند دواک په ړومبيو  7 کلونوکې په مکتبونوکې مسلمانې انجونې دسرونو پټولو يانې ټيکري په سرولو نه منع کړاى شوې چې ټولې اسلامي نړۍ کې دفرانسې دا اقدام وغندل شو ،خوفرانسې يې پروا ونه لرله ، دفرانسې ددې اقدام نه پس ډېرو نورو اروپايي هيوادونوکې هم مسلمانې انجونې په دولتي ښوونځوکې دټيکري په سرولو نه منع کړاى شوې چې له امله يې ډېرې زده کوونکې په کورکيناستلې اودتعليم نه بې برخې شوې .

فرانسه داروپا هغه هيواد دى چې دبل هراروپايي هيوادنه پکې زيات مسلمانان مېشت دي ، دبهرنه راغلي اوپه فرانسه کې مسلمانان شوي دواړه پکې داخل دي ، ددولتي سرشمېرنو له مخې پدې هيواد کې دمسلمانانو شمېر 5  مليونوته رسيږي خو '' نيشنل فرنټ '' او نور ازاد ذرايع وايي : دولت چې دمسلمانانوکومه شمېره ښکاره کوي دا واقعي شمېره نه ده، په فرانسه کې دمسلمانانو اصل شمېره 10  مليونوته رسيږي ، دفرانسې په څېر يو اروپايي هيواد کې دمسلمانانو دومره لويه شمېره نه يواځې فرانسې ته بلکې  د اروپا يو هيواد ته هم دمنلو وړ نده، ټوله اروپا غواړي چې په فرانسه کې دمسلمانانو دا شمېره راکمه شي ډېرو اروپايي هيوادونو فرانسې ته اخطار هم ورکړى دى چې که په فرانسې کې داسلام خپراوى او دمسلمانانو ډېروالى په همدې اندازه روان وي نو 50  کاله پس به فرانسه دمسلمانانو په هيواد بدله شي ځکه چې اکثريت به پکې دمسلمانانو وي، او رښتيا داده چې که حالات همداسې وي نوشايد د 50  کلونو نه هم په کمې مودې کې پدې هيواد کې مسلمانان په اکثريت بدل شي ځکه چې له يوې خوا فرانسې کې اسلام په ډېرې تېزۍ سره خپريږي، د فرانسې خلک او په ځانګړې توګه ځوانې مېرمنې چې څومره زياتې په اسلام کې داخليږي دبل يو اروپايي هيواد مېرمنې يا سړي هم په اسلام کې دومره زيات نه داخليږي لکه دفرانسې اوله بلې خوا دنامسلمانو په پرتله په مسلمانو کورنيو کې دکوچنيانو پيدايښ ډېرزيات دى، مسلمانې ټولې مېرمنې واده کيږي او هره يوه مېرمن اوسطاً 6 يا 7 بچي زيږوي خود فرانسې په نامسلمانو کې دودونو رسم اوس بېخي له منځه تللى تردې چې سرکوزى چې ولسمشرجوړېدلو نو هم خپله مېرمن يې نه درلودله اود ( کارلابروني ) په نوم د '' ګرل فرينډ ( له واده پرته چې دکومې پردۍ مېرمنې نه دخپلې مېرمنې په څېر استفاده کيږي ) سره يې ژوند تېراوه دولسمشرکېدلو نه پس چې سرکوزى هند ته په سفر راتللو نوهند ورته دخپلې ګرل فرينډ سره يوځاى دراتلواجازه نه وه ورکړې هند ويلي و چې زموږ هيواد يوشرقي هيواد دى اودګرل فرنډ ساتل اوله ځان سره په سفر بوتلل د شرقيانو په کلتور کې نشته ، نودفرانسې په نامسلمانوکې اوس ټوله ګوزاره په ګرل فرينډ او بواى فرينډ روانه ده اوپه6يا 7 مېرمنوکې کې اېله يوه مېرمن دېته تياريږي چې يوکوچنى وزيږوي .

بس دمسلمانانو دهمدې ډېروالي وېره ده چې دفرانسې هيواد ديومنظم پلان له مخې دمسلمانانو تنګول پيل کړي دي ترڅو دې هيواد ته دنورو مسلمانانو دراتګ مخه ونيول شي اوپه هيوادکې دننه مېشت مسلمانان ددې هيواد نه تېښتې ته اړشي ، نوړومبى يې په مسلمانوانجونو په ښوونځيوکې دټيکري په سرولو بنديز ولګاوه اواوس يې په عامو مېرمنو دبوکرو په سرولو دبنديز اقدام وکړ ، په فرانسه کې چې کومې مېرمنې بوکره په سروي هغوى وايي چې '' بوکره به پرينږدي که څه هم په کورونوکې کيناستلو ته اړشي '' په فرانسه کې خپلو ديني لاروښوونوته ژمن مسلمانان وايي چې ددې قانون دمنظورېدو نه پس به ددې قانون پرضدخپل اواز پورته کړي اوکه خبره يې وانه اورېدل شوه نو فرانسه به پريږدي اوانګلستان يابل کوم داسې اروپايي هيواد ته به په کډه شي چې په بوکرو په سرولو پکې بنديزنه وي .

دفرانسې مکتبونوکې په ټيکري په سرولو دبنديز نه پس اوس دتېرکال راهيسې دفرانسې دولت داغوغا جوړه کړېده چې په فرانسه کې دبنسټ پالنې لورته ميلان زيات شوى دى چې له امله يې دفرانسې په کوڅواوسرکونوباندې دسرنه ترپښو په تورو بوکرو کې پټې مېرمنې ترسترګو کيږي چې دادفرانسې دامنيت لپاره يومهم ګواښ دى .

نړۍ چې دټول لويديځ اوپه سرکې يې دامريکا دناسمو کړنلارو اوناوړه اقدامونو له امله سخته بدامنه شويده امنيت نن دنړۍ دهر هيواد اوهرې ټولنې لپاره ترټولو ستره مسئله ګرځېدلې ده نو دغربي دولتونو له لوري دمسلمانانو سره دظلمونو اوپرضديې داقدامونو لپاره دا ډېره ښه پلمه ده، په ډېرې اسانۍ ترې کار اخيستل کيږي اوهيڅوک ورسره خپل مخالفت نه ښکاره کوي ، فرانسې هم دمسلمانو مېرمنو پرضد داوسني اقدام لپاره همدا دامنيت مسئله پلمه کړېده اوغواړي چې خپل ظلم ته قانوني بڼه ورکړي نور خودددې پلمې اوحيلې په نامعقوليت هرڅوک پوهيږي ځکه چې (  دلويديځ په اصطلاح ) بنسټپالنه ياسخت دريځي خويوه فکري پديديه ده بوکره خو په مسلمان ملت کې دمېرمنو لباس دى دهغه مېرمنو چې دخپل عفت اوعصمت دساتنې فکر وي ورسره دبې حيايۍ سره علاقه نه لري اودناولو نظرونو نه خپل ځانونه ساتي نودبوکرې دبدامنۍ يابنسټپالنې سره څه رابطه ده ؟

آيا بوکره ګينې داسې شى دى چې مېرمن يې پرتن کړي نودهيواد امن به له منځه ولاړشي اوکه لرې يې کړي نو بېرته به امن راشي ؟ ټيکرى ، نقاب يابوکره چاقو دى، توره ده، ټوپک ، بارود يا کيمياوي مواد دي چې دهيوادبدامني ورسره ارتباط ولري؟

دملګروملتونو دادارې له لوري منظورشوي اوپه ټول غرب کې منل شوي اصول دي چې په خپل عادي ژوند کې هرانسان دلباس په انتخاب کې ازاد دى ، ځکه خو دفرانسې په شمول په ټول لويديځ کې ډېرې مېرمنې يواځې په نيکرونوکې بازارونوته راوځي هغه کوچنو نيکرونوکې چې خپل دواړه مخصوص اندامونه يې پرې هم پوره نه وي پټ خوهيڅوک ورته څه نه وايي په لويديځ کې ډېرو پوهانو ددې پرضد ليکنې کړي دي او دخپلو دولتونو نه يې غوښتي دي چې په لاروکوڅو، سرکونو اوبازارونو کې دې دداسې بربنډو مېرمنو په ګرځېدلو بنديز ولګوي ځکه چې له دې امله په ټولنې کې اخلاقي فساد زياتيږي ، خو دولتونه يې غوښتنه ردوي او وايي چې پدې سره دلباس په هکله انسانانوته ورکړل شوې ازادي له منځه ځي نو پوښتنه داده چې ولې دلباس دانتخاب په هکله فرانسه ددې مېرمنو ازادي سلبوي ؟ ايا دوى انساناني ندي ؟ فرانسه خو دعوه لري چې پدې هيواد کې مذهبي ازادي ده اوهرڅوک کولاى شي چې ښه په ازاده فضاکې دخپل مذهب پيروي وکړي نوبوکره خو دمسلمانو مېرمنو لپاره دلمونځ اوروژې په څېر حيثيت لري کله چې پرملسمانو مېرمنو پدې هکله بنديزلګول کيږي نو مذهبي ازادي څه شوه ؟

تېرکال دسوات په اړه يوجعلي ويډيو جوړه شوې وه ، دپاکستان دولت هم اوس ومنله چې داويديو جعلي وه اوديومليون روپو په لګښت يوې اين جي او جوړه کړې وه ، پدې ويديوکې داسې ښودل شوي و چې ګينې دپردي سړي سره د نامشروع روابطو درلودلو په تور طالبان يوه ځوانه مېرمن په دورو وهي ، ددې ويديو دنشرېدو سره سم دملګرو ملتونو دادارې عمومي منشي ، دامريکا ولس مشر،. اروپايي مشرانواودبشردحقوقو په نوم دغرب ادارو يوه ستره غوغا جوړه کړه دسوات طالبان يې په سختو ټکووغندل اودايې دبشريت پرضدعمل وګڼلو خواوس چې ددوى په يوغربي هيوادکې ددومره زياتو مسلمانانوپرضد دومره ستر اقدام کيږي ، ازادي يې له منځه ځي ، حقوق يې ترپښولاندې کيږي، اوپه کورونوکې کيناستلوياددې هيوادنه کډه کولوته اړکيږي نودملګروملتونو اداره ، دامريکاولسمشر، اروپايي مشران اودبشردحقوقو ډنډورچيان اوس ټول چپه خوله دي داولې ؟ ! داځکه چې دسوات په ويديوکې څه ښودل شوي وو هغه په اسلامي رنګ کې دمسلمانانو له لوري وو اوپه فرانسه کې چې څه کيږي نوهغه داسلام اومسلمانانو دمتعصبو دښمنانو له لوري دکمزورو اوبې چاره مسلمانانو پرضدکيږي په داسې اقدامونو دملګروملتونو په نوم دامريکاغلامه اداره اوټول غرب خوشاليږي نو ولې به يې پرضد اواز پورته کوي ؟

 

 له الامارة ویب پاڼې څخه په مننه