دخيراوشردپېژندلوصلاحيت
په هرانسان کي دخيراستعدادهم شته اودشرصلاحيت هم الله جل جلاله انسان ته دواړه لوري ورکړي دي اوله دې سره يې عقل هم پرې لورولی ده چې په مټ يې دخيراوشرترمنځ تميزاوتوپيرکوي اوارادي قوت يې هم وربښلی چې انسان ترې په کاراخستلوله پورتنيودووڅخه ديوه په خوښولوقدرت ترلاسه کوي .
دخيرښېګڼي ترلاسه کول څنګه ممکن دي؟
اوس که انسان خپل عقل ښه استعمالوي اواراده هم په سمه توګه په کاراچوي چې په پايله کي يې دده دخيرښېګڼي صلاحيت ډېرېږي اوښه اخلاق يې دتکميل درجې ته رسېږي،نودی به په آخرت کي خوش بخته اوجنت به يې په برخه وي اوکه کيفيت ددې په عکس ونوبدبخته اوعذاب به يې په برخه وي ، دابالکل سمه ده چې انساني طبيعت ازادي پسنده واقع شوی اومذهب پرې پابندي عائدوي،خوکه دغه پابندي نه وای اوانسان ته دده دازادي طبعي سره سم دازادلوبېدلواودهربدکاردکولواجازه ورکړل شوي وای نوداسي داسي کارنامې به يې کولې چې له اساني ټولني څخه به يوغټ لېونتون جوړشوی وو.!
ځکه چې بې قيضې ازادي خويواځي دلېونواوبې سدوله پاره وي که له دوئ څخه يوازادپرېښ دل شي نوهرهغه کاربه کوي چې زړه يې غواړي په بازارکي به لوڅ ګرځي يابه دکوم بس دډرېورپه اوږو ورسپورشي اوکه ستاکالي يې خوښ شول نوپه تابه يې کاږي يايې که دچالورخوښه شوه نودمذهب له ښوودل شوي قانوني طريقې پرته به يې دتښتولوهڅه کوي ، نوڅرګنده شوه چې له پابندي پرته ازادي دلېونتوب ازادي ده څوک چې عقل ولري هغه يې له داډول ازادي څخه منع کوي، عقل هم يوقيددی دعقل لفظ له عقال څخه جوړشوی دی اوله عقال څخه هغه پړی مراددی چې اوښ پرې تړل کېږي،دغه رازدحکمت لفظ له حکمة الدابه ( چارپای لګام کول ) څخه اخستل شوی ده داهم دبندولوپه معنی ده .
اوتهذيب څه شی دی ؟
داهم يوډول پابندي ده تهذيب تاته د( چې هرڅه دي زړه غواړي کوه يې ) اجازه نه درکوي بلکه دنورودحقوقوخيال ساتل ضروري ګڼي اوله رواجي طرزاوطريقې سره سم دچلن په کولودي اړکوي .
همدارنګه عدل هم پابندي ده،داهم ستاسودازادي بريدمقرروي ياني هغه ځای چې ستاسودګاونډازادي ترې شروع کېږي .
په ګناه کي خوندولي وي ؟
دايوحقيقت دی چې ګناه که هرډول وي انسان ته له خوندونوډکه ښکاري ددې لامل دادی چې ګناه دانسان دنفس له مزاج يعنی دهغه له ازاديون سره مطابقت لري،تاسوته دبل غيبت کول اوپه غيبت کي کډون کول زړه راښکونکی ښکارېږي ځکه چې له دې څخه دااحساس رازېږي چې تاسوله هغه بله چې بدي يې بيانېږي بهتراوافضل ئي .
غلاخوندوره وي ځکه چې انسان ته له دې لاري له محنت اوتکليف پرته مال اودولت په لاس ورځي،په زناکي لذت وي داځکه چې په دې کي دانسان دنفسياتي خواهشاتودپوره کېدوعامل شتون لري،په امتحان کي دناجائزوذرائعوکارول ښه معلومېږي ځکه چې په دې توګه له کوشش پرته کاميابي ترلاسه کولی شي،دغه رازله ذمه داري څخه تېښته اودمنصبي فرائضونه اداکول انسان ته خورامرغوب وي ځکه چې په دې ډول ارام ترلاسه اوکارنه کوي ـ خوکه چېرته انسان غوراوفکروکړي نوپه ډېره اساني سره به وپوهېږي چې داموقتي آزادي ددوزخ داوږدې بندي خانې په مقابل کي حقيره اويسيره ده اودانارواخوندونه په آخرت کي دورکېدونکي سخت عذاب په قېمت بالکل بې حقيقته دي .