یوې پاکستانۍ جاسوسي مؤسسې د بدخشان په لیرې پرته سیمه و اخان کې ګرځنده وړوکتون جوړ کړی ، چې پر مټ به یې هر ځای او هر کلي او سیمې ته ور تلی شي ، دا وړوکتون هغه سر کس لوبو او د لوبو سامان آلاتو ته ورته والی لري چې ممثلین یې د پیسو را ټولولو له پاره په هره سیمه او کلي کې دروي ، کله چې بازار یې سوړ شي له هغه ځای څخه بیا بل ځای ته ترې ځي ، دوی هم د دې ګرځند وړوکتون په پلمه په اصل کې خپلې جاسوسي شبکې فعالوي ، په واخان کې د امریکایانو اډې ځاري او دتریاکو، لعلونو ، لاجوردو او زمرودو غلاګانې کوي ، او تر ټولو مهمه یې لا داده چې دوی د پاکستان له خوا د واخان د پولې په اوږدو کې خپلې پولې پخې کړې اوس غواړې دېخواته پښې را اوږدې کړي او د جمو او کشمیر له لارې په واخان کې له تاجکستان سره نږدې لنډه ترانزیتي لاره ځانته پیدا کړي ، تر څو د منځنۍ آسیا له بازارونو بې برخې پاتې نه شي . پاکستان نیت لري چې په دې پلمه واخان په خپله مقبوضه خاوره ور ګډ کړي ، که د افغانستان له خوا کوم چارواکي او یا بل چا ددې پاکستانۍ مؤسسې سره په دې فعالیت کې مرسته کړې وي ، هغه هم د (ای.اس.آی. ) جاسوس دئ . او باید د هغه مخه ونیول شي او تر عدلي او قضائیي پوښتنې لاندې ونیول شي ، ځکه دا یو پټ ملي خیانت دئ ، نه مرسته . چارواکې دې دې ټکي ته ښه په ځير وګوري . مننه . محمد انور ولید .