د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي اعلان که له یوې خوا پاکستان له ترهګرۍ ضد مبارزې سره د دوی د منافقت او دوه مخیتوب له امله په نړیواله کچه رسوا او تر پخوا لا ډېر څنډې ته کړ، نو له بل لوري یې د ماحول بدلون ته هم لاره هواره کړه.
سره له دې چې په خپله پاکستان او د مخکېني ولسمشر کرزي په ګډون د پاکستان نور خواخوږي د امریکا نوې ستراتيژي د جنګ دوام بولي او دوی غواړي په دغه ډول پروپاګندو سره پر پاکستان شته نړیوال او په ځانګړي ډول د دوی د ډېر پخواني ستراتیژیک ملګري امریکامتحده ایالتونو شته فشار راکم کړي او یا حد اقل د ترهګرۍ د ملاتړ، روزنې او پالنې په برخه کې د پاکستان پر دوه مخیتوب پرده وغوړي.
د یو افغان په توګه ویاړم چې  افغان حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د بریالي بهرني سیاست، منطق، استدلال او استناد له امله د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان دوه ګونی چلند نړیوالو ته لا په ډاګه شوی او له همدې امله پاکستان نن د نړیوالو تر سخت فشار لاندې دی، مګر که پاکستان وغواړي له معقولو لارو او د خپل اوسني دریځ پر ځای د معقول دریځ په اختیارولو سره نه یوازې شته فشار کمولی شي، بلکې سیمه ییزه همکارۍ کې هم مثبت رول ادا کولی شي.
د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي تر هر څه لومړی د سیمې د امنیت او ثبات پر تامین، د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو پر ودې او همدارنګه له تروریزم سره په جدي مبارزه او په جنګ کې ښکېلو افغان لورو سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې پر سوله ټینګار کوي، ځکه چې له حزب اسلامي سره بریالۍ سوله د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په ښه توګه ترسره شوه.
د ستراتیژۍ دا او دېته ورته نور ټکي هغه فرصتونه دي چې د ماحول بدلون ته لاره او منډ جوړوي، خو په دې شرط چې لومړی په کور دننه افغان سیاسي مشران او بېلابېل لوري، ډلې او ګوندونه خپل دریځونه او امکانات سره همغږي کړي او له دغه طلایي فرصت څخه په افغانستان کې د څلوېښتو کالو روان ناورین د پایته رسولو لپاره موثره ګټه واخلي.
د افغانستان او سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره پر پورتنیو ښېګڼو سربېره د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژي دوه عمده نورې ښېګڼې دادي چې  دغه ستراتیژي په وخت نه ، بلکې په شرایطو پورې محدوده ده. یانې تر هغو چې په افغانستان او سیمه کې ثبات او وضعیت د قناعت او ډاډ وړ نه وي، نو تر هغو به د ترهګرو پر ضد ګډه جدي مبارزه دوام ولري.
د دغې ستراتیژۍ دویمه ښېګڼه داده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې او ثبات د ملاتړ ترڅنګ له تروریزم سره د مبارزې په اړه تر پخوا زیات جدیت او وضاحت په کې موجود دی. د همدغې ستراتیژۍ د جدیت  په اساس په دې وروستیو کې امریکایي مقاماتو بیا بیا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که له ترهګرو سره خپل چلند بدل نه کړي، نو د ترهګرو د ځپلو او د هغوی د پټنځایونو د ویجاړولو په موخه به په پاکستان کې عملیات ترسره کړي.
 د تلې په ۱۵ په کندهار هوایي بین المللي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواک ته د بلک هاک پرمختللو هلیکوپترو د ورسپارلو مراسمو ته د وینا پرمهال  د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان  جنرال نیکولسن وویل، د ترهګرۍ پر ضد جګړه د افغانستان او منځني ختیځ جګړه نه ده او نه هم یوازې د القاعده، طالب او حقاني شبکې پر ضد ده، بلکې دا د بشریت د دښمنانو پر ضد زموږ جګړه ده. هغه ټینګار وکړ، موږ باید بریالي شو او دا جګړه وګټو، ځکه دا د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده او ګټل یې د نړۍ لپاره ډېرې اغېزې لري.
د لومړي ځل لپاره نړیوال په افغانستان کې روانه جګړه خپله جګړه بولي ، تروریستانو او د هغوی پلویانو ته واضح پیغام  ورکوي چې: ”تاسو نشئ بریالي کېدلی، تاسو بایلونکي او په غلطه روان یاست، لا هم ناوخته نه ده د ترهګرو او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو له ملاتړ څخه لاس واخلئ. “ 
د افغانستان دښمنانو او د ترهګرو ملاتړو ته د نړیوالو له لوري د دغه وړ واضح پیغامونو ورکول دا ښیي چې د امریکا نوې ستراتیژي هم په افغانستان او هم په سیمه کې د ثبات، اقتصادي ودې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر پخوا ډېر وضاحت، جدیت او د ماحول د بدلون فرصتونه رامنځته کړي، خو له دغو فرصتونو څخه د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره د ښې ګټه اخیستنې لپاره ملي او سیمه ییزې اجماع، ملي دریځ او د ټولو لورو ګډ عقلاني چلند ته جدي اړتیا لري.