سامراجى جنګ ، د پښتنو قتل عام او بنياد پرستى
                                               عبدالسلام سلام

استعمارى قوتونه اګر چې د تيرو شپيتوو کلونو راسى د پاکستان د حکمرانى طبقى يعنى جاګيردارو ، سرما يه دارو، بيورو کريټو او د فوج پۀ توسط پۀ ملک قابض دى ـ خو اوس داسى ښکارى چې استعمار ى قوتونو ته نور د خطى د حکمرانى طبقى د مفت خورۍ او نا اهلۍ يقين شوے دے ـ ددى دپاره هغه اوس براه راست دلته حکمرانى کولو ته لاره هواره وى ـ چې پۀ نتيجه کښې ئ ددى ځائ حکمرانان مسلسل بى نقابه کيږى ـ او پۀ هيڅ صورت کښې لکه د ماضى پۀ شان پۀ ځان د اسلام ، ياد د روس خلاف جهاد پۀ شان نقابونه هم نۀ شى اچولے ځکه چې دير ش کاله ئ پۀ دغه بهانه د بى وسه خلکو وينى خرڅي کړى ـ خو اوس پۀ مارکيټ کښې دلبرلزم ډيمانډ دے ـ دلته دوئ بې نقابه کيږى ځکه چې مار کيټ کښې ئ کوم پرو ډکټ پۀ تيرو ديرشو کالو کښې متعارف کړے وو هغه لا پوره صرف شوے نۀ دے او نا ګهانه پۀ دوئ غږ اوشو چې دغه مال نور خذف کړئ ـ او دغه غږ پرويز مشرف باندى سر ګر ځولے وو ـ ځکه چې پا کستانى حکمرانانو دغه کار ته مستقل لاس اچولے وو او ټولى دنيا ته ئ پۀ کرايه دغه توکى سپلائي کول او واقعى چې يو منافع بخش کاروبار وو ځکه خو دضياالحق په شان سړے هم يولس کاله د لته حکمران پاتى شو ـ
پا کستا نى حکمرانانو ته بيا د ديرشو کالو کرلے فصل را ټولول ډير مشکل وو او د ا نن چې کوم حالات پۀ نظر را ځى دا هم دغه تسلسل دے ـ د کوم قيمت چې پرون هم پښتون اولس ادا کړے وو او نن ئ هم ادا کوى ـ
د امريکى استعمار د پاکستانى حکومت نه مسلسل دا مطا لبه ده چې پۀ قبائلى علاقو کښې دى فوجى کاروائي تيزه کړې شې ـ او دوئ د امريکى د خوشحالۍ د پاره پۀ عام اولس ، ښځو ماشومانو او بوډا ګانو جديد ترينه وسله استعمالوى او بيا امريکى ته کچکول ونيسى چې ددى قيمت را کړه ـ حقيقت خو دادے چې مطلوبه دهشت ګرد هم ددى حمکرانانو او خفيه ايجنسو پۀ پناه کښې دى ـ خو يو بل ته د دهوکى ورکولو پۀ دى لوبه کښې عام اولس وژنى او پۀ دغه خلکو کښې زياتره تعداد د هغه خلکو دے څو ک چې د قبائلى معاشرے دهر نا وړه ظلم د مخکښې نه ښکار دى هغه کۀ د قبائلى ملکانو ظلم وى د پوليټکل ايجنټ ظلم وى او که اوس د طالبانو او ياد پا کستانى او امريکائي فوج بربريت ـ هم دغه بى وزله اولس ئ نشانه ده او او هريو پۀ دوي دخپلى حکمرانۍ مسلط کولو کوشش کوى او کړے ئ دےـ
پۀ باجوړ کښې د شهيد شؤو زخمى شؤو او د پنځۀ لکه بى کوره شوو خلکو کښې ٩٨ فيصده خلک هغه دى د چا د کور پالونکى چې پۀ خليج ، کراچۍ ، پيښور، لاهور يا نورو ځايونو کښې محنت مزدورى کوى دوئ کښې د چا خو يا بيخى زمکى نشته يا کۀ وى هم نو دومره چې ژوند پرى نۀ شى تيرولے ـ هم دغه شان معامله د سوات او نورو قبائلى سيمو هم ده ـ
اوس پوښتنه دا پيدا کيږى چې حکومت وائئ چې مونږ د اولس د ګټى دپاره دا آپريشن کوو ـ نو دغه ګټه خلکو وليده ـ خو ددى با ؤجود هم خلک د آپريشن خلاف هغسى آواز نۀ او چتوى دهغې اهمه وجه داده چې کله رياست پۀ پختونخوا کښې بمبارى کوى نو هغوئ ته دا طمنان ضرور وى چې اولس به پۀ دى اعتراض ځکه نۀ کوى چې دهغوئ سره به د طالبانائزيشن يره وى کومه چې حکمرانى طبقى او د هغوئ د تحفظ تمامى ادارے د اليکټرانک ميډيا نه واخله تر پرنټ ميډيا پورى د حد نه ذياته د خلکو پۀ ذهنونو خوره کړې ـ د څۀ په ذريعه چې يو غيرمنصفانه ، ظالمانه او سامرا جى جنک ته جواز پيدا کړى ـ
اوس حال دا دے چې ددهشت ګردئ خلاف جنګ د پښتون اولس خصوصاً د پښتون محنت کش او او غريبى طبقى پۀ بانډو کښې د اوسيدونکو خلکو خلاف جنګ ګر ځيدلے دے ـ داسى قسم جنګونه پيدا کيدل يو خپل تاريخى او معاشرتى پس منظر لرى چې د تاريخ پۀ خاصو مرحلو کښې پيدا کيږى ـ اګر چې مو نږ له د طالبانو نه د خير طمعه نه دې کول پکار ځکه چې هغوئ هم پۀ اولس د يو جبر پۀ ځائ بل جبر مسلط کول غواړى ـ خو مونږ له پۀ داسى وخت کښې د عالمى سامراجى طا قتونو مفادات نۀ دى هيرول پکار چې د پاکستانى حکمرانانو او فوج پۀ وسا طت سره دلته اړے ګړے پيدا کوى او خپل اقتصادى او سياسى تسلط ته استحکام ورکوى ـ
پۀ شمالى سيمو کښېې اړے ګړے هم پۀ عمومى تو ګه هم ددغه سلسلى يوه کړئ ده د کوم ابتدا چې پۀ سوړ جنګ کښې شوے وه ـ امريکى پۀ دې سيمه کښې ډير ذيات دولت او وسله خوره کړه ـ تشدد يوعمومى کار وګرځيدو جاسوسى ادارو پۀ خطه د کنټرول حاصلولو دپاره د کرايه جنګيالىانو ته لوئ لوئ فنډونه ورکړل او دغه سلسله نن هم جارى ده ـ
نن چې د عالمى طاقتونو مخه څو مره څومره مشرق طرف ته کيږى د سنټرل ايشيا پۀ جيو سټرټيجک اهميت کښې ا ضافه کيږى ـ د امريکى او نيټو د منصوبه سازو سترګى پۀ دى لور کږى دى چې يو طرف ته چين او انډيا او بل طرف ته د روس ذياتيدونکے قوت مخ پۀ شا بوځى ـ پۀ پختون خوا کښې دبل شوى اور تجزيه هم د نن دنيا ددغه ګريټ ګيم پۀ تناظر کښې کول پکار دى ـ
کۀ چرته مونږ ددى ددهشت ګردۍ خلاف نام نهاد جنګ خپل جنګ ګڼو نو بيا مونږ دا زمه وارى هم پۀ سر اخلو چې د باجوړ او نورو جنګ زپلو سيمونه پۀ زرګونو بى ګناه مرګ ژو بلى او پۀ لکونو بى کوره شوى خلکو پۀ بر بادئ کښې مونږ هم شريک يو ـ
دسامراجى جنګ مخالفت ولى ضرورى دے ؟
پۀ نيشنلسټو پۀ لبرل دا نشورانو او دليفټ د مختلفو ګروپونو کښې د موجوده جنګ پۀ حواله يو عمومى کنفيوژن موجود دے او دا د حيرانتيا خبره هم نۀ ده ځکه چې داسى کنفيوژن مونږ ته بيابيا مخى ته را غلے د‌ے او هغه دا چې زمونږ اکثر دانشوران سماج ته د بره نه ګورى کوم چې د حکمرانى طبقى اولس ته د کتو انداز دے ـ پۀ کوم کښې چې عام اولس صرف ديو مفعول کردار ادا کوى ـ خو حقيقت کښې وى دا سى نه ـ پۀ يو سازشىى تهيورى کښې هم د عام اولس کردار ماينس کيدے نۀ شى ـ د حکمرانى طبقى خيالات پۀ هغه وخت کښې پۀ عام اولس حاوى وى کله چې درياستى جبر هره اداره د اولس پۀ او ګو سوره وى ( او ددى سره سره څۀ نه څۀ د هغې ظاهراً رحمدلانه شکل موجودګى لکه د فلاح وبهبود منصوبى وغيره) او دا پۀ هغه وخت کښې ممکن وى کله چې ددغه رياستى ادارو پۀ خپل مينځ کښې تصادم موجود نۀ وى اګر چې د حکمرانى طبقى پۀ مينځ کښې تصادم د اولس داجتماعى مفادو پۀ بنيادنۀ وى بلکه د ذاتى مفادونه واخله تر خپل طبقاتى مفادو پورى وى ـ (البته رنګ ورله د اولس د اجتماعى مفاداتو ضرور ورکوى) ـ لکه پۀ پښتونخوا کښې جارى موجوده جنګ ـ د رياستى اردارو د تصادم پۀ صورت کښې چې اولس د رياست حقيقى شکل او وينى او د حکمرانى طبقى منافقت ورته پۀ واضح صورت کښې مخى ته را شى نو دهغوئ د رياستى ادارو نه اعتماد ختم شى پۀ داسى وخت کښې خلک ديو نوى متبادل پۀ تلاش کښې وى او هغه متبادل ضرورى نۀ د‌ے چې پۀ ترقيافته شکل کښې وى هغه د رجعت پسندئ پۀ شکل کښې هم مخى ته راتلے شى خصو صاً پۀ داسى وخت کښې چې د ترقى پسندئ د عوى کونکى هم د زرګونو خلکو مرګ ژوبلى ته جواز لټوى ـ
اوس به راشو دامريکى پۀ رهنمايئ کښې جارى جنګ ته د کتو رجحان طرف ته ـ چې پۀ هغې کښې يو نقطه نظر دادے چې موجوده جنګ د بنياد پرستۍ خلاف او دهشت ګردۍ خلاف دے پۀ دى وجه ددى جنګ ملاتړ کول پکار دى او فوجى آپريشن ددى حل دے مطلب بنياد پرستى د سامراجيت نه لويه خطره ده ـ دويم نقطه نظر دا مخى ته را ځى چې سامراجيت د بنياد پرستۍ نه لويه خطره ده پۀ دى وجه وړومبے د سامراجيت خلاف آواز اوچتول پکار دى ـ
دريم نقطه نظر دادے چې دفوجى آپريشن، سامراجى جنګ او دبنياد پرستى دري واړو مخالفت کول پکار دى او يو نوےمتبادل پسش کول پکاردى ـ
پۀ دى کښې وړومبے نقطه نظر خو بيخى د د حکمرانى طبقى د زړۀ آواز دے د هغه فوج او رياست نه دا طمعه څنګه او کړے شې چاچې ديرش کاله بنياد پرستى روزلى ده اونن هم هغه دهغه طابانو هره بنياد پرستۍ منلو ته تيار دے( لکه لشکر اسلام وغيره ته امداد ورکول کوم چې هم هغومره بنياد پرسته ډله ده ځومره چې جنګيدونکى طالبان ګروپونه دى ) ددى مطلب داشو چې د اولس سره څۀ کوى کوه ئ خو رياستى اهلکارو او ادارو ته نقصان مۀ رسوه ـ هم هغه طالبان امريکى ته پۀ افغانستان کښې قبول وو چاچى دښځو پۀ تعليم پابندى ولګوله او خپل عقائد ئ پۀ جبر پۀ خلکو منل ـ دغه دور امريکاوسط ايشا ته د رسائي بهترين دور ګڼلے وو ـ خو چې کله ئ خپلو مفاداتو ته خطره پيخه شوه نو بيا ورته د اولس د آزادۍ غم پيدا شو ـ نو پۀ دى حواله چرته هم دپا کستانى رياست فوج او سامرا جى قوتونو نه دا هيله لرل چې هغه به بنياد پرستى ختمه کړى يا هغه به اولس له آزادى ورکړى داسى ده لکه دد کيکر پۀ ونه کښې د انګورو غنچى ليدل ـ
دويم نقطه نظر چې سامراج لو يه مسله ده ـ تر دى حده ئ حما يت کيدے شې خود بنياد پرستۍ ، فوج او سامراج خپلو کښې تړون نطر انداز کول به لو ئ نقصان پيدا کړى او متبادل به بنيادپرستى وګرځى کوم چې به اولس دمزيد جبر لاندى راولى ـ
دريم نقطه نظر اګر چې ډير واضحه دے ځکه چې تر څو پورى متبادل نۀ وى نو متبادل به يا رياست وى او يا طالبان( کوم چې د اولس دپاره د جبر او بربريت سمبلز دى ) ځکه چې د اولس سره به دغه دوه لارو کښې د يو ى د انتخاب کول وى ـ او د روان جنګ اهم مقصد هم دا دے چې دا جنګ دى پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې جارى وى او دا خطه دى د اړى ګړى سره مخ وى چې د سامراجى قوتونو اصل مقاصد د خلکو مخى ته نۀ راځى . تر کومه حده چې د طالبانو دطرفه دى جنګ ته د مذهبى جنګ شکل ورکول کيږى هم دغه شکل د سامراجى قوتونو پۀ فائده تماميږى او رجعت پسند قوتونه ورځ پۀ ورځ زياتيږى ـ پۀ دى وجه مونږ له پۀ قبائلى علاقو کښې د جنګ مخالفت ضر ورى دے ـ ځکه چې ددى جنګ مقصد دهشت ګردى پيدا کول دى ختمول نۀ دى ـ د ټوپک پۀ زور تر ننه چرته امن نۀ دے قائم شوے ـ ددى دپاره ديو سياسى تحريک ضرورت دے ديو داسى انقلاب ضرورت دے چى دا پوره اقتصادى اوسياسى منظر نا مه بدله کړى او داسې د يو نوى متبادل نظام پۀ شکل کښې ممکنه ده پۀ کوم کښې چې د عام اولس رائ بغير د رياستى جبر نه شامله وى