غــــــــــــزل
باډيوه زما په مـــــرګ پسې راوتې
سره لمبه زما په مرګ پسې راوتې
ميکده زما په مرګ پسې راوتې
پيمانه زما په مرګ پسې راوتې
هغه ما چې مسيحا د ژوند ګڼله
هماغه زما په مرګ پسې راوتې
هر سحر به اوس زما پر وينو رنګ شي
هره شپه زما په مرګ پسې راوتې
دا يې سترګې له خماره تکې سرې دي
او که نه زما په مرګ پسې راوتې
په دې جرم چې پښتون يم ګناګار يم
زمانه زما په مرګ پسې راوتې
جلال امرخېل