غـــــــــــزل

بيا د زړه يـــــوه آرزو وږمه ، وږمـــه ده
لکه پېغله د ځوانۍ په خــــوب وده ده

ترخـــــه ځکه ده چې عمر يې ډېر کم دى
خوږه ځکه ده چې ستا د خولې وعده ده

حال مو يو بل ته د کوم قيامت ونه وی
زه يم او يوه خامـــــــــــــــوشه دريچه ده

د انسان د زړه ســـــکون پکې عنقا دى
درمسال دى ، که ګرجاده ، که کعبه ده

انسانان پکې د ګوتو په شمېر اوسي
تـــــــش په نوم خو ډېره لويه ښاريه ده

خودا کلى سم د مرګ په خوب ويده دى
ګنـــــې مونږ وهلې هــــــــــــره دروازه ده

حادثو تســــــنيمه ! څه لوبې ونه کړې
خوپه خولې مو هم هغه د ژوند نغمه ده

                  ریاض تسنیم کراچۍ