غـــــــــــــزل
زه له شپې دا شپه په خوب وينم سهار سي
د تيارو نغري بل پاته سي بار سي
عجيبه غوندي قسمت دى د دې كلي
يوه ته پورته كړي لاسونه بل بيمار سي
چي له شتونه يې تس شر سرچينه اخلي
بس هغه دي هم دا نن د خدائ په كارسي
تور ته سپين او سپين ته تور ويل قانون دى
څوك چي وغړوي سر نو سر په دار سي
د مزل ستړيا به كوم لېونى ژاړي
چي نصيب يې ستا د ښكلي مخ ديدار سي
بس هم دومره راته ګران دى بـــوريوالــه
څوك چي واخلي نوم د يار هغه مي يار سي
۱۰مه جولايي كال ۲۰۰۹م
كوټــــــــــــــــــــــه
يادونه : دا غزل د رحمان بابا د هغې غزلي په مځكه كي ليكل سوې ده چي مطلع يې په لاندي ډول ده !
كرد ګلو كړه چي سيمه دي ګلزار سي
ازغي مه كره په پښو كي به دي خار سي