يادونه ! د محترم پيرمحمدكاروان صاحب دغه ښكلي شعر مي په بېنواويب پاڼه كې ولوست او دكوهار زينت يې ځكه ګرځوم چې ماته يې د سوهېلي پښتونخواد بوري د ولسوالۍ د برنيمي د كلي كوز جارونه ( باغونه ) راپه ياد كړل .

 بوريوال كاكړ    كوټه


ماشوم جنت

کاشکې زه ماشوم وی او ته هم ګلې ماشومه وی
ناز دې رامعلوم وی او غوسه مې در معلومه وی
زه کله سخي وی، کله شوم تر اندازې نه زيات
ته کله سخي وی، کله زښته ډېره شومه وی
اخوا مې کتلي وی او دې خوا مې کتلي وی
کور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي وی
منډه مې اخيستې، تر دوکان مې تښتولي وی
ځان ته پتاسې، تا ته بنګړي مې رانيولي وی
ستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وی
درې څلور دې مات وی، پنځه شپږ دې شرنګولي وی
لاس مې وی زخمي درته په چغو دې ژړلي وی
زه په ټوپو سر وی او په کټ کټ مې خندلي وی
تا راسره خلی پرې وی، ما نه مروره وی
ګوتې دې په غوږ کې ايښی، ما کړې خبره وی
ته راته ناڅاپه د پيشو غوندې ببره وی
ښه تېره نوکاره دې پر مخ را برابره وی
دارې دارې وينې مې پر مخ را بهېدلې وی
زه په سلګو سر  وی او ته ما ته ژړېدلې وی
وينې دې زما د سپين ټکري په لمن وچې وی
ژر دې وی پخلا، را نه اخيستې دې دوې مچې وی
مخ باندې زما چې څو تنکې زخمونه پاتې وی
ستا پر سپين ټکري باندې هم سره زخمونه پاتې وی
ما چې پتاسې د څنګ له جېبه را ايستلې وی
ستا د خولې اوبه چې پر وښکو را بهېدلې وی
ژر می پتاسه په سر د ژبې را ايستلې وی
ستا خوله کی می ايښې وی، په خوند خوند دې ځبېښلې وی
بله ورځ چې ته هم په غلا کور ته ننوتې وی
اخوا دې لاسونه غورځولي او هم لتې وی
چرګې دې خورې وی او ويشتلې دې په ګټې وی
څو دانې هګۍ دې له سينو نه ترې را پټې وی
لار کې څو دانې وی درنه ماتې، څو در پاتې وی
ژاولې دې اخيستې وی، غاښونو کې دې ماتې وی
خوله کې دې را تاوې وی او خرچ دې ترې ايستلی وی
نه دې را کولی ما ته، زه دی ځورولی وی
ما درته زارۍ کولی، تا سر خوځولی وی
زړه دې زما ژاولې غوندې څه په خوند ژوولی وی
خوله دې را نژدې وی، زما غوښتنه دې منلې وی
ژاولې وی در پاتې او ستا ژبه مې چيچلې وی
ته چې په ژړا ژړا تر کوره تښتېدلې وی
مور ته دې زما شيطانۍ يو په يو ښودلې وی
مور دې د زمرۍ غوندې له کوره راوتلې وی
ستا د مور څپېړې مې پر مخ باندې خوړلې وی
بيا نو مرور وی، يو له بله غږېدلی نه
تا به شونډې بوڅې وی او ما به در کتلی نه
بله ورځ چې ستا مېږې پردې فصل کې ګډې وی
تا ورته ژړلی او ستا سترګې رډې بډې وی
تا د شينکي فصل غوندې شنې جامې اغوستې وی
فصل ته ورتلی نه شوی چې مېږې دې راوستې وی
ما وې مبارک دې شه دا شنې جامې، ښايسته ښکارې
تا وې جنتي شې خو له ما ولې خپه ښکارې
ما درته ويلی چې په خوب کې مې لېدې ډېره
زه ژړېدم تا ته او ته ما ته ژړېدې ډېره
تا وې په خندا چې هغه مېږې راته راوله
زه يې کور ته بيايمه او ژر يې ما ته راوله
زه په منډه ورغلی، دوه درې بارې مې ورانې وی
مېږې مې په منډه له شنه فصل را روانې وی
يوه غونچه غاټول مې هم په منډه شوکولي وی
ستا د شنه کميس په لونګين کې مې ټومبلي وی
تا چې خپلې مېږې په خندا کور ته بوولې وی
ډکې يې غولانځې وی، مورجانې دې لوشلې وی
نن يې چې شيدې له نورو ورځو ځنې ډېرې وی
ستا له ماشوم زړه نه مرورې شيبې هېرې وی
مور ته دې زما په صفتونو مړېدلی نه
کاشکې دا جنت چې تر قيامته نړېدلی نه!

٢٦/ ٢/ ١٣٨٤
خيرخانه، کابل