ډيوه بليږي خواثرنه کوي
زموږپه وطن کي رڼا،لمرنه کوي
دپښتنودکاروان غړي وائي
زموږلارښوونه زموږرهبرنه کوي
په هغه ورځ به جنګ سړيږي دلته
چي کله څوک توره،خنجرنه کوي
ماله تيارودورځي مه وېروه
دشپې قيصې په ماځيګرنه کوي
چي دبل لاس نه وي،پښتون خوکله
لوبي په خپل دستاراوسرنه کوي
په کومه مځکه چي باروداوريږي
په هغه خاؤره بوټي،زرنه کوي
په تبســــــم هم بيرته نه راګرځي
نفرت وهلې مينه بر نه کوي

10.02.2009
- kohar
د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده .
څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و .
يو ناڅاپه يوه پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه . يوه وړه دوره يې وخوړه...
20.02.2009
- kohar
ډالۍ چې نه منې راوړی ګلاب بېرته وړمه
زړګی مې درکړ تا کباب کړ کبا بېرته وړمه
زما د زړه هيلې تر تاداستا په نوم پايېدې
اوس چې دې ياره ځواب راکړ ځواب بېرته وړمه
څپو وهلی يم ساحله هله لاس راکوه
تڼاکې زړه د ستړي ستري حباب بېرته وړمه
د نغه ګر ملنګ په نوم يې يو بل هم وژلی
ځمه زه هم له دغه کلي رباب بېرته وړمه
هارونه م...