غوښتى دى موږ تل له هغو نه د ګلونو باران
د چا فطرت چي اورول دي د زخمونو باران
د زړه پر غولي مي بيا مړه مړه خوشبويي خوره سوه
را اوري بيانرى نرى ستا د يادونو باران
اوس پردى كور دى پردى واك دى نامړدي مي نده
اوس رانه مه غواړه اشنا د ديدنونو باران
دغه هم وايې چي شبنم پر ګلو ښه خوند كوي
بيا ولي ګرزوې له مخه په لاسونو باران
پرخپل ګرېوان به د هغه سړي تصوير جوړوي
سلطان دعا كوي چي وسي د رنګونو باران


21.12.2008
- kohar
...
30.12.2008
- kohar
په مونږه څومره چه وختونه تیر شولهومره عبث میاشتی، کلونه تیر شولدا به تقدیر وه که مو خپله ګناهپه ژوند مو څومره کړاونه تیر شول؟خلک ښه ژوند ته ترکیهانه لاړلز موږعبث ټول فرصتونه تیر شولدغه حالاتو په موږ څه ونکړلزموږ روزګارکی ټول غمونه تیر شولیوه لحظه ارام مو ونه لیدوڅه ناکراره مو فکرونه تیر شولخپلو مینځو کی جنګوی افغانانڅومره وحشت څومره ظلمونه تیر شولګډ شوه په ډول د اجنبی رنګ په رنګڅه بی وقاره حیثیتونه تیر شولهسکه شمله مو دنیک...