يادونه  !

دا يو د اردو ژبي  نظم دى خبر نه يم چې شاعر به يې څوك وي  خو ماته مي يو اردو ژبي ملګري په دې خاطر را استولى و چې د اختر مياستې ته ډالۍ شوى دى .

زه د خپل خواږه ملګري دا خوږه پېرزوينه د كوهار لوستونكو ته چې پر هغومره ګران دي په مينه وړاندي كوم . 

د هغو كسانو دپاره چې په اردو ژبه نه پوهېږي د دې نظم پښتو ژباړه  وركړل شوې ده .( بوريوال )

......................................................................................................................................................................

يه مياستي !

چې هغه وګوري دا ستاپه لوري

نو يادوه ورته څه

ورته كوه يو څه نا څه زمزمه

او ورته وايه !

چې يادوي دي يو څوك

له تا ارزو او له تاهيله كوي

يو سړى نن هم

چې تا ووينې اختر جوړوي