(يادوونه) لاندې غزل مې د ښاغلي عبدالله صادق د يوه غزل په ځمكه ليكلې .
( درمان )
...........................................................................
غزل
دا چې غاړه كې د ځوړند شين تاويز دى
لګولى د پـه بـد نـظر بنديز دى
ستا د سره سالو وګمه پكښې خوره ده
دا ماحول خو ځكه دومره سندريز دى
دا په سپينه زنه ستا د رنجو حال دى
كه لويدلى سپينه واوره كښې مميز دى
خداى خبر دى چې مني به يې كه نه خو!
ورته كړى مې د مينې نه وړانديز دى
په ساده مينه پوهيږي ډير يې نه زده
ستا مئين شډل بډل دى غرائيز دى
د درمان زړه به په ګرانه پيوند اخلي
لګيدلى د بڼو په نهه چريز دى