د استرالیا د کډوالۍ ریاست د پالیسۍ سره سم ټول هغه کسان چې په غیر قانوني ډول استرالیا ته د سمندر له لارې داخلیدو هڅه کوي د نیول کیدو وروسته په پاپونیوګیني کې د مانوس یا نایرو توقیف مرکز ته وړل کیږي، خو د توقیف شوو کډوالو مدافع وکیلان ددې هڅه کوي چې یاده پالیسۍ کې بدلون راولي چې دا ناشونې ده.

دا په داسې حال ده چې د مانوس ټاپو توقیف مرکز تیره سه شنبې د پاپونیوګیني چارواکو لخوا وتړل شوو خو چارواکو د ۲۰۱۶ کال په نیمایي کې د یو خوندي بدیل هستوګنځای خبر ورکړی وو چې غوره روغتیایي او نور خدماتو درلودونکی دی.

کډوال به د کډوالو ختیځ لورینګا ترانزیت مرکز ته او یا هم لویدیځ لورینګا خوندي خونې ته واستول شي مګر هغه اشخاص چې کډوال و نه پیژندل شي هغو به هیل سايډ خوندي خونې ته واستول شي.

د چارواکو په وینا نږدې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کډوال د مانوس ټاپو توقیف مرکز نه نورو خوندي خونو ته انتقالیږي.